روزنیزه ژبپوهنه د ژبپوهنې د تشریحي څانګې یوه برخه ده. په دوو وروستیو لسیزو کې د بشري علومو وېش په تخصصي څانګوکې، یو لوی خوځښت ګرځېدلی او دغه خوځښت د نړۍ په لویو پوهنتونو کې څرګند ډول لیدل کېږي. اصلي خبره دا ده، چې دعلومو او څېړنو محصورپاتې کېدل یوازې دا نه چې دخلاقیت او نوي لاس ته راوړنو مخنیوی کوي، بلکه د ننني کړکېچنو مسایلو په اړه پوښتنو ته ځواب هم نشي ويلی. په تخصصي څانګو کې بنسټیزې څېړنې د دې لامل کېږي، چې وګړي په خپلې څانګې کې ژوره پوهه ترلاسه کړي، دغه وده د هرې علمي څانګې لپاره اړین او لازمه ده او د علومو پرمختګ چې د پوهنتونونو اصلي موخه ده، لاره برابره وي. خو کله چې ستونزمن او پېچلي مسایل مخ ته راشي او کار د څانګو پوهانو لپاره ستونزمن شي، بیا کار نورو لوړو متخصصینو ته سپارل کېږي. نو دغه چار منطقي دی، ځکه د مورنیو څانګو( ارواپوهنه، ژبپوهنه، ټولنپوهنه، چاپېریال پېژندنه اونور) ته پاملرنې سره نورو علوم، لکه: ( روزنیزه ژبپوهنه، تولنیزه ارواپوهنه، ښاري مدیریت، بیوشیمي…) ته پام د علمي حقایق موندلو لپاره هم اړین دی.
کوچنۍ ژبپوهنه د ژبې داخلي څېړنه ده. له دې مخې غږپوهنه، وینا پوهنه، صرف او نحو چې د ژبې داخلي جوړښت څېړي په کوچني ژبپوهنې پورې اړه لري. له بل پلوه لویه ژبپوهنه هغه څانګه ده، چې د ژبې څخه بهر هرڅه چې ژبې پورې اړه لري څېړي.
نوله دې مخې پرته له ژبپوهنې څخه، د علومو ډېرې څانګې ژبې پورې اړوندېږي، دا د اېښنې ځای نه دی، چې ځيني نورعلوم لکه، د ژبې ټولنپېژندنه، دژبې ارواپېژندنه، د ژبې وګړپېژندنه او د ژبې سبک پېژندنه د لویې ژپوهنې ساحې کې وشمېرل شي. دلته نو لویه ژبپوهنه د هغه علومو ټولګه ده، چې د ګډون او مشارکت له لارې یوې پایلې ته رسېږي او د ژبپوهنې په اړه یوې ژورې پوې ته رسېږي.
روزنیزژبپوهنه د ګډڅانګیزې (بین رشته يي) یا هغه پوهې چې د ګډون او مشارکت له لارې پایلې ته رسېږي، څخه ده، چې په روستیو کلونو کې د لویې ژبپوهنې نورو څانګو سره هم تړل شوې ده او ورځ تربلې پرمختګ کوي.
. روزنیزه ژبپوهنه د ژبپوهنې او روزنیزو(تربیتي) علومو یوه لاس ته راوړنه ده او دلته د ژبپېژندنې له لارو چارو او نظریو څخه په ګټه اخیستنه، ژبې د زده کړې د رسمي نظام عملي ستونزې اود ژبې په مرسته دنورو علومو زده کړې ته پام کېږي.
د دغه تعریفونوپربنسټ ویلی شو، چې د روزنیزې ( تربیتي) ژبپوهنې اصلي دنده د زده کوونکو د خبرتیا بڼو او طریقو څېړل دی. ژبه خبر رسونې سره، هم د فکري ودې او هم د ورځني فعالیتونو د جوړولو لکه، ځان پېژندنه، د ځان مدیریت کول، ځان ازماینه او د وینا والو د تولنیزونډنې پراختیا باندې هم اغېزې ښندي.
روزنیزه ژبپوهنه د ژبپوهنې او د روزنیزوعلومو حاصل دی، نو له دې مخې پرروزنیزې ژبپوهنې ښه پوهېدنه د هرټولنې د زده کړیز نظام په لوړتیا کې ګټوره وي.
روزنیزې ژبپوهنې کتاب چې لیکواله یې مرسل امیري ده او دا کتاب سمون خپروندوی چاپ کړی، پر نهو برخو وېشل شوې ده، چې لومړي برخه کې پر ښوونه روزنه هر اړخیز بحث شوی، یانې اړیکې یې له نورو علومو سره او همداسې د ځينو مکتبونو نظریې د ښوونې روزنې په اړه راوړل شوي ورسره یو څه بحث د ښوونې روزنې پر ګټو هم شوی او همداسې په افغانستان کې د ښوونې روزنې تاریخي مخینه. په دویمه برخه کې د ژبې او ژبپوهنې په اړه بحث او خبرې شوي، چې ژبه څه ده؟ د ژبې دندې کوم دي؟ همداسې ژبپوهنه او د ژبپوهنې اړیکې له نورو علوم سره څه دي. په درېیمه برخه کې روزنیزې ژبپوهنې په اړه بشپړ بحث شوی او د هغه برخو په اړه معلومات وړاندې شوي. په څلورمه برخه کې ماشوم او د لومړي ژبې زده کړې په اړه بحثونه شوي دي. په پینځمه برخه کې ماشوم د ژبې ودې بشپړ پړاوونه څېړل شوې. په شپږمه برخه کې ماشوم او ددویمې ژبې زده کړې په اړه بحث شوی. په اوومه برخه کې د ژبې د تدریس اصولو په اړه معلومات وړاندې شوي. په اتمه برخه کې هغه کسان پېژندل شوي، چې ډېرې ژبې یې زده دي. په وروستي یا نهمه برخه کې هغه سافتویرونه او اپلکېشنونه پېژندل شوي، چې د ژبې په زده کړې کې له موږ سره مرسته کوي. د کتاب په پای کې پایله ، مناقشه، پای پایله وړاندېزونه او اخځلیکونه راوړل شوي دي.
د کتاب تر لاسه کولو پته:
کتاب: روزنیزه ژبپوهنه
ليکواله: مرسل اميري
خپرندوی: سمون خپرندویه ټولنه
قیمت یې ۱۸۰ افغانۍ دی
پته: سمون کتابپلورنځی ، مینه یار ،مارکیت درېیمې ناحیې ته نږدې
کوټه سنگي کابل افغانستان
اړیکه: 0749422005- 0781362600
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.