په یو کتاب کې مې ډېره جالبه جمله ولوستله: اګر عادت کنید، افراد عصبانی، ناعادل یا خودخواه را در اطرافتان ببینید، آنها همه جا با شما خواهند بود.
دغې جملې مې د ورځني کار لاره بدله کړه، په ډېر جراات اعتراف کوم چې له دې جملې مخکې مې ډېرو نږدې ملګرو ته د خودخوا او ناعادل شخص په سترګه کتلي او له ډېرو نورو مې د ځان په اړه هم همدا ډول فکر محسوس کړی دی.
د ورځپاڼې مدیر مو پنډ او غوښن سړی و، کله به یې چې مقاله لیکله، که به یې لاس په کومه بټن سهواً هم لګېده، په سکرین به ترې د یو توري مسلسله کرښه ولیکل شوه. یوه شپه چې د ورځپاڼې د سرمقالې په لیکلو اخته و، خوب پرې غلبه کړې وه، سر یې د چوکۍ د تکیې یوې خوا ته ځوړند و، لاس یې د کیبورټ لپاسه پروت و، خدای مې دې غاړه نه بندوي، یو پنځوس – شپېته مخه به یې د یو توري په لیکلو ډک کړي وو. هغه کولای شول چې د سرمقالې په توګه څو توري فوراً ولیکي او یوه د شپږ – اووه سوو کلمو درلودونکې مقاله چمتو کړي؛ خو د هغه هڅه یوازې د کرښو لیکل نه؛ بلکې د سرمقالې لیکل وو چې باید قوي او د ورځپاڼې د پالیسۍ ښه استازولي یې کړې وای. که اعترافاً ووایم، په همدې سړي مې (چې د تېرې یوې لسیزې د یو شمېر لیکوالانو استاد او لارښود و) شک کاوه چې ګواکې په کارونو کې مې بې ځایه مداخله کوي، زما د مقالې ډېرې جملې او کلمې به یې کمې یا زیاتولې، ان د ورځپاڼې لپاره به مې لیکلې مقاله د هغه په هدایت کله نا کله هغه ورځ له چاپ څخه پرېښودل شوه، په نیاو (عدل) برابر سړی نه راته ښکارېده. ځکه چې فکر مې کاوه، که زه دغه مطلب د سبا ورځې لپاره خپور نه کړم، تاریخ یې تېرېږي او د بلې ورځې لپاره هیڅ ګټه نه کوي او مسوول مو په مسلکي ډول په دې کارو ښه پوهېږي، په داسې حال کې چې هغه زما د لیکنې د ښه کېدو نیت درلود، عادتاً زما لار بدله وه، یعنې په زړه کې به ورسره خپه کېدم.
اوس یو بل اعتراف هم کوم چې د ډېرو نورو حتی ستاسې (چې دغه مقاله لولئ) یو شمېرو په څېر دا ستونزه لرم/ درلوده مې چې که به په کوم ځای کې نوی مقررېدم، یا به زما په کاري ماحول کې نوی څوک مقررېده، د اکثریت نوو خلکو په اړه مې ښه نظر نه درلود، فکر مې کاوه چې نوموړی به یو غیر مناسب شخص وي، په کار کې به مې د هغه پر وړتیا شک کاوه، تر ټولو مهم دا چې د هغه سولک، رفتار، پیش امد او مخلصانه رفتار به یې راته په عامه اصطلاح پوک ډوله یا ځانخوښی ښکارېده. مطلب په زړه به مې نه ځایېده، په داسې حال کې چې د وخت په تېرېدو سره به مې کتل چې هغه ډېر تکړه، با نزاکته، خوش اخلاقه او په تول تللی شخصیت و؛ خو زما لپاره به ناوخته شوې وه چې د هغه پر وړاندې مې خپل شخصیت بېرته راپورته کړی وای. برعکس کله به مې چې د یو شمېر خلکو په اړه په لومړي ځل لیدو کې کوم نیکنظري درلوده، هغه ته به مې چې د یو ستر او مهم شخص په سترګه کتل، هم به ناوخته شوې وه چې د هغه د بې ارزښته شخصیت په درک کولو سره مې ترې په خپله نږدې ملګرتیا کې اړین واټن رامنځته کړی وای.
تر پرون پورې مې پر خپلو څو تنو همکارانو همدا ډول ګمان کاوه چې اصلاً زما په اړه ښه فکر نه لري، هغوی نه یوازې زما، بلکې د خپل عادت له مخې د خلکو د پرمختګ مخه نیسي، ممکن دا حدس مې تر یوه بریده پر ځای هم وي، ځینې کسان دغه ډول ځانګړنې لري؛ خو زه باید د کتاب د هماغې جملې چې احسن تکرار یې راولم: (که ځان پر دېژ عادت کړئ چې په چاپیریال کې مو بې انصافه، ځان خوښي او عصباني یا قهرجن خلک ولټوئ، هغه ډول خلک به مو په هر ځای کې تر څنګ وي) په مطابق دا اعتراف وکړم چې د نورو په اړه زما فکر همدا ډول جوړ شوی و، که د دې پر ځای مې په لومړي ځل د چا له لیدو سره سم خپل فکر دا ډول جوړ کړی وای چې فلانکی شخص زما په اړه ښه فکر لري، د هغه په موجودیت کې د پرمختګ ښه چانسونه په لاس راځي، زما نیمګړتیاوې را په ګوته کوي چې زما لپاره ډېر ګټور تمامېدای شي او همداراز کاري چاپیریال مې هم له خشنتوب او بې باورۍ څخه خوندي پاتې کېدای شي، نو اوس به هر څه همداسې وای.
تاسې هیڅ کله له هغه پياوړي او مجرب استاد څخه زدکړه نه شئ کولای چې په اړه یې منفي فکر ولرئ، که تاسې ته ناسم پوهاوی در رسېدلی وي چې فلانکی تکړه استاد دی؛ خو شاګرد نه شي پوهولای، نو د زدکړو روان بهیر مو په اوبو لاهو وګڼئ.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.