مــاښــام پـه تـروږمــۍ کـې بـې واره لـټــوو
دي ولس ته مو ژوندون نور بې جنجاله لټوو
لـه وچ سپـيره نظره هـېواد تـه امان غـواړو
خـپل کور کې د اسـلام سپـيڅلې لاره لـټــوو
الله (ج) خو خپل بنده د سلـيم عقـل خاوند کړ
چې لاس وهي په دين کي دوي ته چاره لټوو
د واک پر ګدۍ ناست دي سټوي مو بنسټونه
دي کـنـډو کـپـر ژونــد تــه مــو اواره لــټــوو
د زمکې ځيګر سوی اسمان زړه مو تبجن دی
پر غرونـو سـپينې واورې تـر ابـشـاره لـټــوو
قلم له زرغونې غواړي نازو رابعې ته وايې
تعلیم ته دروازه کلي, تر ښاره لــټــوو
ملالې کړه د صبر پيـمانه مـو ده نسکـوره
د لـمر دا سپينې څـړيـکې تر مـداره لـټـوو
موږ لوڼه د وطن پر سپين غر درته ولاړې
ارمـان لاره د شــاه امـان لـه پـاره لــټــوو
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.