کاوون توفاني د دعوت سره په مرکه کې

مرکه کوونکې: شېبه ګهیځ

364

یادونه: دا مرکه د دعوت مجلې په ۲۵۱ ګڼه کې خپره شوې چې اوس د دعوت مېډیا ۲۴ لوستونکو او  مینه والو ته وړاندې کیږي.

اصلي نوم یې غلام صدیق کاوون او په شاعرۍ او لیکوالي کې یې ځان په کاوون توفاني نومولی دی. د ۱۳۳۳ل کال په یوه لمرینه ورځ، د زرغون جنتي لغمان د الینګار په اخندزاده کلا کې زېږیدلی دی. پلار یې عزیز الرحمن میاخېل، نیکه یې حبیب الرحمن میاخېل اخند زاده او غور نیکه یې غازي محمد کریم اخند زاده نومېده. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې په لغمان کې د کتل په کلیوالي ښوونځي او د لغمان نمبر اول ښوونځي کې پای ته رسولي دي. په ۱۳۵۲ل کال کې د روښان عالي لېسې له دولسم ټولګي څخه فارغ شو. په ۱۳۵۴ل کال کې یې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځي کې لوړې زده کړې پیل او یاد پوهنځي کې یې د ماسترۍ تر کچې لوړې زده کړې کړي دي.

کاوون توفاني هغه وخت چې په هېواد کې اوسېده، هند، د شوروي اتحاد يو شمېر جمهوريتونو لکه (روسيه، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ملداويا)، کوبا، فرانسې، پرتگال، بلغاريا، چکسلواکيا، پولند او دیموکراتيک آلمان ته یې رسمي سفرونه کړي دي.

د ۱۳۷۱ل کال د غبرگولي مياشتې په شلمه نېټه له خپلې مېرمنې او درې کوچنيانو سره له هېواده کډوال شو. څو مياشتې یې په مسکو کې د هېواد د آرامتيا او وطن ته د بېرته ستنېدو په تمه تېرې کړې؛ خو دا هر څه هسې يو خام خيال او خوب و؛ نو د وطن حالات او خپل اقتصادي وضعیت ته په کتو یې پرېکړه وکړه، چې جرمني ته کډوال شي.کاوون توفاني له(۱۹۹۲ز/۱۳۷۱ل) کال راهیسې تر دې دمه د جرمني د ( نورد راين ویستفالن ) ايالت په يوه کوچني ښار کې مېشت دی.

د کاوون توفاني اثار:

۱: سپرغۍ    ۲: د تېږو په ذهن کې     ۳: شګې او ګلونه     ۴: وروستی ټکی     ۵: د باد په کنډوالو کې       ۶: مرثیې د چنارونو     ۷: ایینې د سرابونو    ۸: د هوا په تشو پاڼو    ۹: ازادې مرغۍ     ۱۰: کله چې ونې مري    ۱۱: د سیندونو سرودونه په دې کلیات  (د سیندونو سرودونه) د کاوون توفاني لس شعري ټولګې را تولې شوي دي.

شېبه: د توفاني تخلص ټاکنې وجه څه وه؟

کاوون توفاني: بشپړ نوم مې غلام صديق کاوون دی. له کوچنيوالي څخه د غلام له کلمې سره جوړ نه وم او کوښښ مې کاوه چې يوه لاره پيدا کړم او له خپل نامه څخه يې لرې کړم.

هغه مهال راديو افغانستان د نورو خپرونو تر څنگ دوه هنري خپرونې درلودې چې شعرونو ته ځانگړې شوې وې. یوه يې « د شومه دم انگازې» نومېده چې هره شپه په لسو بجو او پنځه دقيقې پيلېده او تر يوولس بجو يې دوام کوله. بله خپرونه چې « از هر چمن سمنې » نومېده هره جمعه تر غرمې وروسته په يوه بجه خپرېدله.

ما له دغو دواړو خپرونو سره ځانگړې مينه درلوده. لمونځ مې قضا کاوه خو د دغو خپرونو اورېدل مې نه قضا کول. ورو ورو راته دا فکر پيدا شو چې خپل ځنې « شعرونه» د خپرېدو په هيله ور واستوم. هغه وخت زه د شعر په تمرين او سيه مشق بوخت وم. البته تر اوسه هم هغه سيه مشق دوام لري.

یو شعر مې له خپلو تمرینونو څخه غوره کړ؛ خو حيران وم چې په کوم نوم يې ور واستوم. نه مې غوښتل چې څوک مې و پېژنې او د منفي تبصرې په وجه د خپلو ټولگيوالو د خندا شم.

د شعر لاندې مې وليکل (کاوون توفاني). البته کاوون مې پخوا، هغه وخت چې د اتم ټولگي زده کوونکی وم غوره کړی و؛ خو توفاني هغه وخت چې شعر مې راديو ته لېږه ور زيات کړ. بايد اعتراف وکړم چې د ځوانۍ احساساتو هم د دې تخلص د انتخاب په مساله کې نقش درلود.

هره جمعه به منتظر وم چې اوس به زما شعر ته هم نوبت ورسېږي؛ خو هر ځل به خپرونه پای ته ورسېده او زما شعر به خپور نه شو. ورو ورو مايوسه کېدم چې يوه جمعه د معمول سره سم د « از هر چمن سمنې» خپرونې اورېدو ته ناست وم چې ناڅاپه مې خپل نوم واورېد. د تکړه فرهنگي او خوږ غږي نطاق او دکلماتور ښاغلي سيف الرحمان ابراهيم خېل( وروسته سيف الرحمان سهي)  له خوا زما شعر دکلمه شو. شعر داسې و:

سترگې دې دواړه ادمخورې شولې

زخمي زړگي ته مې منگورې شــــولې
زما په زړه توره تياره گډه شــــــــوه چې ستا په مخ زلفې سمسورې شولې…

بس نو له هماغه وخته وروسته د اوږده نوم او تخلص په جنجال اخته يم.

شېبه: شاعري ته مو څنګه مخه کړه؟

کاوون توفاني: ډېر کلونه پخوا کله چې زه لا کوچنی او د لومړي ښوونځی زده کوونکی وم. له شعر او شاعرۍ سره مې مینه درلود کله نا کله به مې نظم او یا نظم ډوله یو څه ولیکل او ځان سره به مې بیا بیا لوستل او خوند مې ترې اخیست؛ خو په کور کې مې یوه ورځ یو لرګین صندوق ته پام شو. صندوق مې پرانیست، ګورم کې له کتابونو ډک دی. کتابونه مې یو یو له صندوق ویست او ومې کتل چې پکې د رحمان بابا دیوان، د خوشحال خان خټک بازنامه، سکندرنامه، بهار دانش، مرسلات، چهار دروېش او ځینې نور و. د رحمان بابا دیوان مې ترې واخیست او نور کتابونه مې بېرته په صندوق کې کېښودل. له هغه وروسته بیا نو زه ومه او د رحمان بابا دیوان ان تر دې چې شپې به مې د رحمان بابا دیوان تر بالښت لاندې و. په هغو کلونو کې مې ننګرهار ورځپاڼه او ننګرهار مجله هم لوسته. کله چې به مې دا ورځپاڼې تر لاسه کړې په ډیرې خوشحالۍ به مې ولوستې او له همدې لارې هغه مهال د ښاغلیو نصر الله حافظ، قتیل خوږیاڼي، ارواښاد شهید سیلاب صافی، ارواښاد سید محمد طاهر بینا، غلام دستګیر ړنګ او نورو له نومونو او شعرونو سره اشنا شوم او ډېر څه مې ترې زده کړل، چې د هغو هر یو پر ما د استادۍ حق لري. په دې ډول و چې د شعر په سیاه مشق مې پیل کړ او تر اوسه په دغه سیاه مشق اخته یم.)

شېبه : د تاسو په آند هم شاعري الهام دی؟

کاوون توفاني:  دغه خبره چې شعر د الهام زېږنده دی او شاعر هغه وخت د شعر په ليکلو توانېدلی شي چې  الهام  ورته وشي، يوه ډېره پخوانۍ او متنازع فيه نظریه ده.

په دې برخه کې هم غربي پوهانو او فلاسفه وو او هم د اسلامي نړۍ عالمانو او فیلسوفانو خپلې نظريې څرگندې کړي دي چې دلته يې د بحث د اوږدوالي له وېرې، له تفصيل څخه تېرېږم او په څو لنډو ټکو بسنه کوم.

سُکرات او اپلاتون شعر د الهام زېږنده باله خو ارستو له دغې نظريې سره پوره هم غږی نه و.

ارستو عقيده درلوده چې هنر د واقعيت تقليد دی. هنر هينداره ده چې هنرمند يې د طبيعيت په وړاندې ږدي.

په اصل کې دا د محاکات نظريه ده. محاکات د يوناني Mimesis  معرب دی چې د تقليد، بيا ښودنې او حکايت کولو په معنا استعمالېږي. دغه نظریه له سُکرات، اپلاتون او ارستو څخه تر اوسنۍ زماني پورې کارول کېږي.

 اپلاتون عقيده درلوده چې د غه جهان د ظواهرو جهان دی. شيان او پديدې په مثل عالم کې چې د معقولاتو نړۍ ده، شتون لري او دغه نړۍ چې موږ پکې ژوند کوو، د محصولاتو نړۍ او، د حقايقو سيوری دی. هنر مند اوشاعر چې د دغو شیانو او پديدو بيا ښودنه او بيا جوړونه کوي په رښتينې معنا د واقعيتونو د سيورو تقليد کوي. د محاکات د نظريې پر اساس هنرونه او په ځانگړي ډول شعر د طبيعت تقليد او په طبيعت کې د شته پديدو حکايت، غبرگون او بيا ښودنه ده.

اسلامي پوهانو لکه ابن سينا، فارابي، خواجه نصير الدين طوسي او نورو ترې د تخيل مفهوم اخيستی دی.

د دې نظريې پر بنسټ ویل کېږي چې شاعر هغه وخت شعر ليکلای شي چې عینې یا ذهنی واقعيتونه یې د ذهن په هينداره کې غبرگون و مومي. د یوې منظرې ليدل، د يوې خاطرې را يادېدل، له یوې ترخې یا خوږې پېښې سره مخامخ کېدل… دا ټول کېدای شي د شاعر حساس زړه او سیال ذهن ته د الهام حیثيت ولري او د شعر د راپنځولو لامل شي.

همدلته بايد دا خبره هم وکړم چې د شعري الهام په هکله دوه نظريې شتون لري:

  ـ لومړی الهام يوه متا فزیکی پديده ده چې له عالم الغیب څخه پر شاعر نازليږي،

  ـ  دويم الهام ذهني پديده ده چې د شاعر له لاشعور يا د کارل گوستاف يونگ په خبره له ناخود آگاه ضمير څخه را ولاړيږي او شاعر شعر ويلو ته رابولي.

که زه اجازه ولرم د خپلې شخصي تجربې له مخې خبرې وکړم، و به وايم چې زه هغه وخت شعر ليکلای شم چې له یوې طبيعي یا ذهني او خيالي پدېدې څخه متاثره شم.

همدا رنگه هر کله چې مې له ناخودآگاه ضمير څخه د خود آگاه شعور سطحې ته کومه پخوا ليدلې یا اورېدلې پېښه، يوه پخوانۍ خاطره، د خوښۍ یا غم احساس، د ژوندانه د ښکلاوو انځور راپورته شي، زما په ذهن کې ترې شعر جوړېږي.

کله کله داسې هم کېږي چې نيمه شپه مې يو احساس له خوبه راويښ کړي او مجبور مې کړي چې څه وليکم. دغه څه يو بشپړ شعر نه وي خو د شعر لومړني توري يا بيتونه وي چې د يوه ټاکلي شعر تهداب او خاکه جوړوي.

زه هرکله چې له کومې غمجنې یا خوشحالوونکې پېښې، کومې طبيعي، معنوي یا انساني ښکلا څخه متاثر شم، د غم یا خوښۍ باران مې د زړه پر دښته و ووري او يا مې د کوم ياد خوږه وږمه د ذهن پر کرونده و چلېږي، قلم را اخلم او د کاغذ پر مخ د خپل زړه او ذهن احساس انځوروم.

شېبه له شعر څخه ستاسو تعريف څه دی؟

کاوون توفاني : زما په نظر د شعر لپاره د يوه جامع او مانع زمان شموله تعريف وړاندې کول نا شونی دی. هغه پدیده چې  تل د تغییر او بدلون په حال کې وي د تعريف په چوکاټ کې نه ځاييږي.

د اپلاتون او ارستو له وخته بیا تر اوسه په لسگونو ډولونو شعر تعريف شوی او هر چا د خپلې پوهې او درک په چوکاټ کې شعر تعريف کړی دی، لکه دا لاندې تعريفونه چې د بېلابېلو شاعرانو، منتقدينو او پوهانو له خوا شوي دي:

    شمس قيس رازي په خپل مشهور او مهم اثر « المعجم فی معاير اشعار العجم » کې ليکي :

ـ شعر  سنجول شوی، مرتب، معنوي، موزون، متکرر او متساوي کلام دی چې وروستي توري يې يو بل ته ورته وي.

  ـ ابن سينا په خپل مهم اثر « شفا » کې د شعر په هکله داسې وايي:«شعر د محاکات د ځانگړنو او وزن په درلودلو سره کولای شي خيال پاروونکی او خوندور وي.»

  ـ خواجه نصير الدين طوسي په خپل کتاب « معيار الاشعار » کې ليکي چې شعر مخيل، موزون، مقفا او متساوي وينا ده.

     ـ شکسپير شعر د ښکلا زمزمه بولي.

     ـ سامويل جانسون شعر د حقيقت او لذت د يو ځای کولو هنر بللی دی.

د شعر نور تعريفونه په لنډون داسې دي:

   ـ ارستو وايي شعر مخيل کلام دی، او وزن د شعر له ذاته بېل خو د هغه د سينگار توکی دی.

  ـ  ځينې شعر موزون او مقفا کلام بولي چې معنا ولري،

  ـ  ځينې وايي شعر يو آهنگ لرونکی، لنډ، لطيف او خيال پاروونکی کلام دی،

  ـ  همدا راز ځينې کسان شعر د تصوير په قالب کې د فکر بيان بولي،

  ـ رضا براهني وايي شعر يوه ناڅاپي پېښه ده چې له چوپتيا څخه راوزي او چوپتيا ته ستنېږي،

 ـ شعر موزون او د منځپانگې لرونکی کلام دی چې ايماژ ولري، ښکلی وي، آهنگ ولري، او د مثبت پيغام لرونکی وي، ( سیا وش کسرايي )

 ـ شعر د شاعر په روح کې هيجان دی چې په ژبه کې تشکل مومي او فعليت پيدا کوي،( احمد شاملو ) همداسې د شعر لپاره لسگونه نور تعريفونه هم شته چې سر به پرې نه خوږوو.

  دغه تعريفونه په ځنې برخو کې يو بل سره ورته والی لري خو پوره يوشان نه دي.

زه سره له دې چې لاندنی تعريف يو زمانشموله او مکانشموله جامع او مانع تعريف نه بولم، خو سمدستي ور سره گوزاره کوم: (شعر هغه ښکلی، موزون، مخيل او آهنگين کلام دی چې لکه د موسيقي روح، د شاعر د زړه او احساس له پردو څخه راپورته شي، د لوستونکو او اورېدونکو زړونو او ذهنونو ته لاره پرانيزي، اغېز پرې وکړي او د شاعر پيغام ورته ولېږدوي.)

شېبه: ستاسو په نظر که کاوون توفاني شاعر نه وای، نو کوم فيلد کې به و؟

کاوون توفاني:  زما په فکر که کاوون توفاني شاعر نه وای، يوازې خدای پوهېږي چې څه به ترې جوړ وای. شعر دی چې پر هغه يې مينه، اخلاص، ريښتينولي او د سړيتوب لوړ ارزښتونه لورولي دي. سره له دې چې کله دی له شعر څخه او کله شعر له ده څخه مرور وي، خو بيا هم له يو بل سره گوزاره کوي او يو بل زغمي.

شېبه:  غزليزه شاعري خو مو ماشا الله ډېره خوندوره ده، څنگه مو آزاد شعر ته مخه کړه، لامل څه و؟

کاوون توفاني: د شعر ليکلو تمرين مې له کلاسيک شعر څخه پيل کړی. زموږ په کور کې د يو شمېر نورو کتابونو تر څنگ، د رحمان بابا ديوان هم شتون درلود. له ښوونځی څخه به چې کور ته راغلم، لومړی به مې خپل کورني کارونه سر ته و رسول، بيا به مې د رحمان بابا ديوان په تخرگ کې و نيو، سين غاړې ته به ولاړم او د رحمان بابا له شعر سره به مې راز و نياز کاوه. د رحمان بابا د ديوان نږدې ټول شعرونه مې يادي زده وو.

هغه مهال دا د پښتو شعر يواځينی مدون کتاب و چې ما ورته لاس رسی درلود. وروسته مې د اجمل خټک « د غيرت چغه» لاس ته راغله. د غيرت چيغې مې په زړه کې د وطنپال او انقلابي شعر ولولې را وپارولې. له هغه وروسته د سليمان لايق له « د چونغر ترانې » سره آشنا شوم. د چونغر اغېز راباندې له « غیرت چغې » هم زيات او ژور و.

اوس مې په ياد نه ده چې د روښان ليسې د اتم یا نهم ټولگي زده کوونکی وم چې مشر ورور مې خليل نهضت راته له کابل څخه د « نوي شعرونه ­/ اشعار نو » کتاب راوړ. دغه کتاب ۱۳۴۱لمريز کال کابل کې « د مطبوعاتو مستقل ریاست » له خوا چاپ او خپور شوی و. په دغه کتاب کې د افغانستان د يوشمېر شاعرانو آزاد شعرونه چاپ شوي وو. په لومړۍ برخه کې پښتو شعرونه او دويمه برخه کې پارسي شعرونه راغلي وو.

د پښتو شعرونو برخه کې د عبد الرووف بېنوا، سلیمان لايق، سعد الدين شپون، محمد صديق پسرلي، محمد موسی شفيق او نورو … شعرونه وو.

په« اشعار فارسی » برخه کې د محمد رحيم الهام، بارق شفيعي، سلیمان لايق، عبد الحی آرينپور، يوسف آيينه او يو شمېر نورو شاعرانو شعرونه چاپ شوي وو. همدغه کتاب و چې زه يې له آزاد شعر سره آشنا کړم.

آزاد شعر په دوه لارو زموږ هېواد ته راغی:

لومړی هغه کسانو چې بهر کې زده کړې کړې وې، بهرنۍ ژبې يې زده وي او له اروپايي شعر سره آشنا شوي وو، او دويم زموږ د گاونډي هېواد، ايران له لارې.

په ايران کې نيمايوشيج ( علي اسفندياری ) په فارسي شعر کې د شکل او منځپانگې له نظره انقلاب راوستی و. د فارسي شعر زاړه قالبونه یې مات کړي وو او د عروضي وزن پر ځای يې نوی وزنونه چې وروسته د نيمايي وزنونو په نامه ياد شول، رامنځ ته کړي وو. د هغه مهال ډېری شاعران يې د شعر پیروان او شاگردان وو. هغه مهال د ايراني سنت شکنه او دآزاد شعر د سرلارو شاعرانو پرېمانه کتابونه زموږ هېواد ته راوړل کېدل او د هېواد په کتابپلورنځیو کې پلورل کېدل.

بېرته به خپل اصل مطلب ته راشم. د « نوي شعرونه / اشعار نو» کتاب و چې زما پر مخ یې د آزاد شعر د باغ پر لور کړکۍ پرانيستله.

وروسته چې د لوړو زده کړو لپاره کابل ته راغلم، د هغه وخت د پارسي آزاد شعر د سرلارو له شعر سره آشنا شوم. د واصف باختری، سليمان لايق، بارق شفيعي ، لطيف ناظمی ، اسد الله حبيب، نيما يوشيج ( علی اسفندياری )، فروغ فرخزاد، نادر نادرپور، احمد شاملو، سیاوش کسرايي، سهراب سپهري، فريدون توللی او نورو شعرونه مې ولوستل. هر څومره مې چې د آزاد شعر لوستل زياتېدل، هم هغومره مې ورسره علاقه ډېرېدله.

ورو ورو په نسبي ډول، د تنگو قافيو او د سنتي وزن له قفسه راووتم. لکه مولوي چې وايي:

ای شه و سلطان ازل، رستم ازين بيت و غزل ـ مـفتعلن مـفتعلن، مـفتعلن کشت مرا

قـافيـه و مـغلـطه را گـو هـمه سیـلاب بـبر ـ پوست بود پوست بود درخور مغز شعرا

آزاد شعر مې پرمخ نوي افقونه پرانيستل، د خيال د پرواز لپاره يې پراخه فضا را وبښله. د آزاد شعر په نړۍ کې مې ځان آزاد احساس کړ. شعر ته مې په نوي نظر وکتل. ورو ورو خو په هوډمن ډول د آزاد شعر په لاله زار ورگډ شوم. دلته بايد دا خبره هم وکړم چې هېڅکله مې له سنتي او کلاسيک شعر سره، چې زموږ د ادب وياړلې او ډېره شتمنه برخه او زموږ د فرهنگ وسپنيز بنسټ دی، خپلې اړيکې و نه شلولې او دادی تر اوسه، هم آزاد شعر ليکم او هم، د کلاسيک شعر په رنگين اوسمسور بڼ کې د خپل ذوق  گلانو ته اوبه ورکوم.

شېبه:  په شاعرۍ کې مو الگو څوک و؟ يعنې داسې و وايم کله مو چې شاعري پيل کړه، نو تاسو غوښتل د چا په څېر واوسئ؟

کاوون توقاني: د شاعرۍ په پيل کې خو سړی نه پوهېږي چې د چا په څېر شعر و وايي او ځان ته الگو وټاکي. شعر په ناخودآگاه ډول د شاعر پر ژبه جاري کيږي، وروسته کله چې د نورو شاعرانو  شعر لولي، فيض ترې اخلي او زده کړه ترې کوي. هېڅ شاعر له موره « شاعر » نه زېږي. خو د شاعرۍ د استعداد تومنه يې د مغز په ژونکو کې شتون لري. دا د شاعر ټولنه او د هغه چاپېريال دی چې شاعر ترې جوړوي. زه هم له دې قاعدې څخه مستثنا نه وم. له وړوکتوبه مې ځنې نظم ډوله ټوټې ليکلې او له ځانه سره مې زمزمه کولې. لومړنۍ هڅه مې په دې برخه کې زموږ د کلي د يوه زيار اېستونکي بزگر د کورنۍ د غمجن ژوندانه په هکله د څو منظومو کرښو ليکل و. تر هغه وروسته، هغه مهال چې د لومړنۍ ښوونځی زده کوونکی وم. زما يو همزولی هلک چې طاهر نومېده، زموږ خپلوان او زما نږدې ملگری و او يو ځای به ښوونځی ته تلو په ناڅاپي ډول د مور له نعمت څخه محروم شو. مور يې د ډاکتر او روغتيايي خدمتونو د نشتوالي له امله په لنگون وفات شوه. دغې ترخې حادثې د هغه د زړه او ذهن پر دنيا د ناپايه غم او غوصې تورې ورېځي خپرې کړې. هرسهار به چې ورسره مخامخ شوم د هغه درد او غم زه هم زورولم. په همدغه وخت کې و چې زما د ذهن پر دښته د راتلونکې شاعرۍ تېغنې و ټوکېدې او څو نظم ډوله کرښې مې وليکلي. پيل يې داسې و:

مور چې وفات شي، بچيان يې خوار شي

د کـور انـگـړ يـې، د غـم غـبـار شي …

همداسې څو نورې گډې وډې کرښې چې نه شعر ته ورته وې او نه نظم ته خو زه يې د راتلونکې شاعرۍ د سرېښو ډنډ ته وغورزولم.

وروسته چې د رحمان بابا له ديوان، « غیرت چغه » او « چونغر » سره آشنا شوم، د نظم ليکلو سیاه مشق مې هم پراخ او گړندی شو.

د خوشحال خټک د رزمي او بزمي نړۍ، د حميد مومند د « نيرنگ عشق » د بېنوا د « پرېشانه افکار » و، د الفت د مرغلرو، د کاظم خان شيدا د نازکخيالیو د فيض او معرفت له سيندونو څخه مې لپې لپې رڼا څښلې ده.

دلته بايد دې ټکې ته هم اشاره وکړم چې هېڅکله مې په عمدي ډول د بل چا پيروي او تقليد نه دی کړی او هم مې هېڅکله هم دا آرمان زړه کې نه درلود چې کاشکې د کوم بل ټاکلي شاعر په شان وای. خو دځنې شاعرانو له شعر څخه مې يوڅه زده کړي او همدا اوس هم په دا ډول زده کړه بوخت يم.

په لومړنيو شعرونو کې مې زموږ د هېواد د ستر شاعر او سیاسي شخصيت سليمان لايق د شعر اغېز شته او دا ځکه چې زموږ سياسي او ادبي لاره يوه وه او هغه زموږ د سياسي فکري کرښې له مشرانو څخه و. له دې پرته، لايق په څلوېښتمو، پنځوسمو او شپېتمو کلونو کې زموږ پر ادبي نسل ستر اغېز درلود. په زغرده ویلای شم چې دغه اغېز اوس هم سره له دې چې ځنې کسان ترې انکار کوي، د ډېرو شاعرانو پر شعر او ادبي پنځونو شتون لري.

شېبه: ستاسو په اند ښه شعر بايد کوم خصوصيات ولري؟

کاوون توفاني: زما په نظر ښه شعر هغه دی چې د شاعر له زړه را پورته شي او د لوستونکې او اورېدونکي پر زړه کښېني. خو فکر کوم چې تاسې به په دې لنډ او تنگ ځواب قانع نشئ. نو مجبور يم لږ پر مخ ولاړ شم او بحث لږ و غځوم.

کله چې شاعر د خپل ويښ ذهن په مرسته د انسان او طبيعت ترمنځ اړيکه منځ ته راوړي او په طبيعي او همدا رنگه معنوي پديدو کې تصرف کوي او د خپل ذهني برداشت او لوړپروازه خيال او ايماژ پر بنسټ ورته بدلون ورکوي او د شعر په بڼه يې وړاندې کوي، شعر يې ويلی دی. خو ښه شعر په فني لحاظ يو شمېر اړينې ځانگړنې هم لري چې بايد پام ورته وساتل شي لکه خيال، فکر، تصوير، آهنگ، ژبنۍښکلا، تشبيه، استعارات، سمبولونه، کنايې، اساطير او … نور.

ښه شعر د شاعر له احساساتو،عواطفو او دروني انفعالاتو څخه رازېږېدلې وينا ده چې د شکل او منځپانگې ښکلا ولري، خيال او ايماژ ولري او لکه د غره په لمن کې د رڼې چينې اوبه چې د سپينو شگو له فلتر څخه راوزي، او د ستړيو لارويانو تنده ماتوي سوچه او سپېڅلی وي او د شعر د مينه والو تنده ماته کړي.

ښه شعر هغه دی چې د خپلې زمانې درد و دوک منعکس کړي او ښه شاعر هغه دی چې د خپلې زمانې او خپلې ټولنې د غمونو او دردونو له غرونو څخه بې پروا او ناگاره تېر نه شي، ورته ودرېږي، فکر ورته وکړي او د شعر په ژبه، يعنې د هنر په ژبه يې منعکس کړي.

دلته به سمدستي ځنې کسان و وايي چې دا خو شعر نه بلکې شعار دی. زه به دا ډول کسانو ته د خسرو گلسرخي هغه خبره یاده کړم چې يو وخت يې ويلي وو: « هلته چې ژوند له ژوند سره ډېر لږ ورته والی هم نه لري، ولي بايد شعر، شعار نه وي. دا کفر دی چې په نږه شعر او د شعر په اوبلن (سيّال) جوهر پسې سينه څيرې کړو. زه له شعر څخه د ژوند په گټه دا طمعه لرم چې که لازمه وي، يوازې شعار نه، بلکې خنجر، رسۍ او زهر شي، گولۍ او سوک شي » د ستم  او ستمگرانو په وړاندې.

زه د هغه شاعر او منتقد له دې وينا سره همغږی نه يم چې وايي: که شاعر د وينو د ډنډ خواته هم ولاړ وي بايد و نه وايي چې قاتلانو د وينو تويول بند کړئ. ځکه چې دا شعر نه بلکې شعار دی.  شاعر بايد د خپل شعر او هنر د صیقل په فکر کې وي او په نورو کارونو کې مداخله و نه کړي.

زه په لوړ غږ وايم چې دې عاليجناب خپل روح خرڅ کړی دی او خبرې یې له شعر او هنر سره هېڅ تړاو نه لري. زه وايم که شاعر په خپله ټولنه کې ظلم ويني، ستم او استبداد احساسوي او د تالانگرو او متجاوزينو په لاس د  بې گناه انسانانو د وينو توييدل ويني، د خلکو پر حقونو تېری ويني، بايد غلی پاتې نه شي، له شعر څخه د پرگنو د تخدير وسيله جوړه نه کړي، بلکې  په ټول قوت چيغه کړي چې ظالمانو د وينو تويول بند کړئ، ستم او استبداد پای ته ورسوئ او د خلکو پر حقونو پښې مه ږدئ! په داسې حالاتو کې دا مهمه نه ده چې دا خبره سل په سلو په هنري ژبه يا غير هنري عباراتو وشي. شاعر بايد خپله خبره وکړي او خپل رسالت تر سره کړي. هغه کسان چې د بې رسالته هنر مريدان دي پر هغو کار نه لرم. هغوئ دې د وينو په ډنډونو کې د خپل مراد، کبان و نيسي.

کله چې په ۱۹۷۳ کال په چيلي هېواد کې سي. آی. اې د يوې خونړۍ کودتا په وسيله د سلوادور النده ملي حکومت نسکور او د پنوچت  د واک ته رسولو په ترڅ کې يې د چيلي پايتخت د سانتياگو ښار کې د وينو حمام جوړ کړ، شاعر، موزيسين او سندرغاړي ويکتور خارا و نه ويل چې واه واه څه ښکلې وينې دي چې ټولې لارې او کوڅې يې رنگينې کړې دي. بلکې خپل زړه او روح يې د خپل شعر په حرف حرف کې غوټه کړ او لکه وسپنيز سوک يې د ستمگرو او متجاوزينو  پر خوله و واهه او چيغه يې کړه چې: يانکيانو وينې تويول و دروي. د چيلي ولس به هېڅکله د ستم او استبداد بت ته سجده و نه کړي. ويکتور خارا و وژل شو خو هغه حماسه يې چې په خپلو وينو وليکله د آزادۍ اوخپلواکۍ په منشور واوښته او تر اوسه د چيلي د ولس په غوږونو کې انگازې کوي.

همدا راز فلسطيني شاعر رفعت العرعير چې د ۲۰۲۳ کال د دسمبر په دولسمه د غزې په تړانگه کې له خپلې کورنۍ سره، د صهيونستي تجاوزگرانو له خوا و وژل شو، هېڅکله هم و نه ويل چې زه مې شعرونه د اسراييلي شوبلو او بمونو په وسيله د فلسطينيانو په ويجاړو شويو کورونو او د بې گناه ماشومانو په وينو کې صيقلوم او هنري رنگ ورکوم بلکې خپل شعر يې لکه گولۍ د صهيونيستي استعمارگرو پر مخ و ويشت. تاريخ له داسې، او دې ته ورته پېښو ډک دی.

زه وايم هو شعر هنر دی او شاعر هنرمند. خو د دې ترڅنگ شاعر يو ټولنيز انسان هم دی، په ټولنه کې ژوند هم کوي، لوستونکي او اورېدونکي يې هم د ټولنې ژوندي انسانان دي. نشي کولای د عاج ماڼۍ کې کښېني او و وايي، بلا مې ورپسې چې په ټولنه کې څه پېښېږي، زه مې دټولنې په غمونو او دردونو کې خپل هنر صيقلوم او د بې تفاوتۍ ترانې ورته وايم.

بله خبره چې بايد له پامه و نه غورځول شي، داده چې شاعر چاته او په کومه ټولنه کې شعر وايي، مخاطب يې څوک دي؟ خپل ځان ته شعر وايي؟ يو تعليم يافته او اکاديميک قشر ته، که د ټولني پراخو پرگنو ته؟ د شعر هدف يې څه دی؟ دا هغه ټکي دي چې د شاعر تگلوری ټاکي.

شاعر بايد د خلکو د زړه غږ واوري، درد يې احساس کړي او د شاعر مخاطب بايد د شاعر د شعر په هينداره کې خپل ځان و ليدلای شي او خپلې خوښۍ او غمونه احساس کړای شي.

لنډه دا چې هغه شعر چې د لوستونکې یا اورېدونکي پر شونډو د خوښۍ او لذت د موسکا غوټۍ و نه غوړوي او يا يې سترگې لندې نه کړای شي، ښه شعر ورته نه شو ويلای.

شېبه: ادبیاتو کې په ځانګړي ډول په شاعرۍ کې کومې لاسته راوړنې لرئ؟

کاوون توفاني: که رښتيا ووايم نه يوازې په ادبياتو کې بلکې د ژوند په نورو برخو کې هم د يادونې وړ لاس ته راوړنې نه لرم.

ـ په ۱۳۶۲ لمريز کال کې مې د « سپرغۍ» په نامه د شعرونو ټولگه چاپ او خپره شو چې د هغه وخت د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا ورته د سنايي په نوم جايزه ورکړل شوه. د يادونې وړ بولم چې هغه مهال د جايزو د ژوري هييت مشر لوی استاد عبد الحی حبيبي و، د نوموړي په سپارښتنه « سپرغۍ» د جايزې وړ وگڼل شوه.

ـ په ۱۳۶۸ کال د افغانستان د ليکوالو انجمن له خوا راته د رحمان بابا ادبي جايزه راکړل شوه.

ـ په ۱۳۶۹ لمريز کال د ليکوالو انجمن د مشرتابه له خوا د افتخار نښان راکړل شوی دی.

ـ په ۱۳۶۳ کال د افغانستان د خلک دیموکراتيک گوند د مرکزي کميټې له خوا ستاينليک راکړل شو.

شېبه: د کډوالۍ ژوند څنگه تېرېږي؟ آيا هلته ادبي ناستې لرئ، يا هم داسې غونډې جوړېږي چې شاعران دې پکې راټول شي، ناستې او مشاعرې دې ولري؟

کاوون توفاني: زه مې د عمر هغه کلونه چې په مهاجرت کې ضايع شوي، د ژوند په ښکلو کلونو کې نه حسابوم. زما له نظره مهاجرت او د مور وطن له غېږې څخه جلا کېدل، د انسان په ژوندانه کې تر ټولو ترخه پېښه ده. سره له دې چې سړی له نويو ژبو، ناآشنا کلتورونو، پرديوخلکو او ناليدلو ښکلا گانو سره آشنا کېږي خو پر پردۍ ځمکه د شين کېدو توان او امکان نه مومي. مهاجرت يعنې بې ريښې کېدل، له خپل معنويت څخه ورو ورو لرې کېدل او له خپل ځانه پردی کېدل دي.

المانيان د ژوند لپاره دوه لغتونه لري. يو يې Leben دی بل يې Überleben، یعنې

« لېبن » د ژوند کولو په معنا او « يوبرلېبن » د ژوندي پاتې کېدلو په معنا ده. د مهاجرت ژوند، ژوند نه بلکې ژوندی پاتې کېدل يا د ژوندي پاتې کېدلو لپاره هڅه ده.

د ادبي ناستو، غونډو او مشاعرو په برخه کې بايد و وايم چې دلته ځنې فرهنگي ټولنې شته چې د خپل ملي فرهنگ او ادب ډيوه بله ساتي او سره له ډول ډول ستونځو، کله ناکله په بېلابېلو مناسبتونو، غونډې او مشاعرې جوړوي خو د گډون لپاره يې زما پښې گوډې دي. د واټنونو زياتوالی، ورځنۍ بوختياوې او ځنې نور لاملونه دې چې ډېر لږ کولای شم په دا ډول غونډو کې گډون وکړم.

شېبه:  ولې مو وطن ته خراب آباد یا دردآباد خطاب کوئ؟

کاوون توفاني: « خراب آباد » په اصل کې د دې دنيا يا عالم سفلی په معنا دی.

خواجه حافظ شیرازي وايي:

بیا بيا که زمانی ز می خراب شويم

مگر رسیم به گنجی در اين خراب آباد

د حضرت بيدل وينا ده چې:

در خراب آباد هستي از کدورت چاره نيست

دوش مـزدوريـم بـایـد خاک و گل برداشتن

خراب آباد بېلابېلو شاعرانو په خپل کلام کې کارولی دی او له دې کلمې څخه هر څوک خپل برداشت لري، خو ما په خپلو ځنې شعرونو کې بيخي په بله معنا کارولی دی. يعنې

هغه آبادي، کور يا هېواد چې د غمونو، دردونو، بديو، بې غوريو او خرابيو په پايله کې ويجاړ شوی وي.

همداسې راواخله درد آباد، غم آباد، ماتم آباد، زورآباد، گل آباد او نور چې ځنې يې مثبت او ځنې يې منفي بار لري.

صايب تبریزی وايي:

هر کـه آمـد در غـم آبـاد جـهان چـون گرد باد

روزگاری خـاک خورد، آخر به خود پيچيد و رفت

زما د يوه غزل يو بيت داسې دی:

د تيارو پيره ولاړه، پر ويجاړ څراغ آباد

تور بنديز دی لگېدلی، د رڼا په دروازو

شېبه:  له تاسو، وخت ورکولو او له دومره ارزښتمنو خبرو مو نړۍ مننه. په پای کې د وطن د حالاتو په هکله څه نظر لرئ او د دعوت مجلې لوستونکو، په ځانگړي ډول ځوان نسل ته مو پيغام څه دی؟

کاوون توفاني:  زموږ هېواد، افغانستان د خپل تاريخ په ډېرو حساسو او نازکو شېبوکې دی. د ځينو داخلي او بهرنيو ناسالمو ځواکونو منگُلو تر اوسه پورې زموږ د هېواد او خلکو گرېوان نه دی خوشې کړی. ځينې د دين ځينې د دنيا په نامه د خپلو او خپلو بهرنيو متحدينو د گټو د خوندي کولو هڅې کوي. ځينې د هغه  متل په پيروۍ چې وايي « تفرقه واچوه، حکومت وکړه » divide et) impera   (د ورونو ولسونو په منځ کې قومي، ژبنيو، مذهبي او اتنيکي اختلافاتو ته لمن وهي او هڅه کوي يو ځل بيا په هېواد کې د جگړو اوربل کړي او ملي گټي د خپلو شخصي، حزبي او تنظيمي ناروا گټو د خوندي کولو لپاره د وينو په سين لاهو کړي.

په دغو حساسو، نازکو او برخليک ټاکونکو شېبو کې د ټولو ملي، وطنپالو او ديمو کراتيکو ځواکونو او شخصيتونو دنده ده چې د افغانستان د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتيا او ملي گټو د تامين او ټينگښت لپاره، له خپلو شخصي او حزبي کوچنيو او حقيرو گټو څخه تېر شي، خپل اختلافات د خبرو او بين الافغاني تفاهم له لارې حل کړي. ټولو بهرنيو لاسوهنو او د هغو رنگينو وعدو ته نه و وايي او د يوه آزاد، آباد او پرمخ تللي افغانستان د جوړولو لپاره لکه خويندې او ورونه يو بل سره لاسونه ورکړي او متحد شي.

جنگ او جگړه د کړکېچ د حل لار نده. سياسي اختلافات بايد له سياسي لارو حل شي. هغه سودپرسته سياستبازه افراد او ډلې چې په تېرې درې لسيزې کې يې د سیاست  او حکومت دارۍ په ډگر کې خپل امتحان ورکړی او ناکامه شوي دي، د افغانستان خلکو ته نور د باور وړ نه دي.

د مور وطن زخمي زړه د سولې او ورورۍ مرهم ته اړ تيا لري، نه د کرکې او دښمنۍ زهرو ته.

افغانستان د خپلو ټولو بچو گډ کور دی. ټول بايد په خپل گډ کور کې آزاده سا واخلي، ټول بايد ښځې دي که نارينه، د ژوندانه په ټولو برخو کې له خپلو طبيعي او مدني حقونو لکه د زده کړو حق، د کارحق،د فکر او بيان او عقيدې د آزادۍحق، دانتخابولو او انتخابېدلو حق،… له جنسي، نژادي او عقيدوي تبعيض پرته، په مساوي ډول برخمن شي.

زموږ د هېواد ځوان نسل بايد د تېرو نسلونو له سياسي ناروغيو او مرگنيو اشتباهاتو زده کړي او د هغوئ په کږو پلونو پل کښې نه ږدي. د هغوئ له مثبتو تجربو څخه گټه واخلي او د منفي کړنو له تکرار څخه يې ځان وژغوري.

لومړی بايد خپله ټولنه او د ټولني تاريخ، معنوي جوړښت، او د پراخو پرگنو له ديني، روحي او فرهنگي ارزښتونو سره ځان په واقعي معنا بلد کړي او بيا يې د تغيير او بدلون په فکر کې شي. تاريخ د ځوان نسل پر اوږو د يوه خپلواک، بسيا او سرلوړي افغانستان د جوړولو مسووليت ايښی دی. دا يو ډېر ستر کار دی. ستركارونه په پوهه، درايت، له ځانه تېرېدنې، او د هېواد د ټولو  هستوگنو پرگنو، حقونو ته په ژور احترام تر سره کېدای شي.

زرين شال د پلوشو
مستان وچې شونډې گرځي، ښار خالي له میکدو
نـه خـندا د صـراحي شـته، نه شرنگا يې د پیالو
نه په شنه ساغر کې ناڅي مرغلرې د صهبا
نـه نغـمې د رباب اورم، نه ژړا د سریندو
نه د خُم په زړه کې اور شته، نه د دروي خوله کې شور
نه گرمي د تودو غېږو، نه سکروټې د بوسو
نه نارې د « انالحق» شته نه ټپې د مینتوب
د هوا ځولۍ ده ډکه، له هی هی او له هو هو
زه د لمر په انتظار وم، ما څارله د ژوند لار
د قیامت استازی راغی، توره شپه یې پر اوږو
نه د شونډو په باده کې، سره اورونه د مستۍ
نه ښایسته نرگسي سترگې، نه ځلا د اننگو
نه دمن دمن غاټول شته، نه چمن چمن گلاب
دښتې خړ ټيکري اغوستی، ځولۍ تشه د وږمو
نه په تالو کې شوې پلنې د ښایسته زرکو نغمې
نه په دښتو کې شوې تيتې انگازې د غرڅنو
د تیارو پيره ولاړه، پر ويجاړ څراغ آباد
تور بندیز دی لگېدلی، د رڼا په دروازو
نه سپوږمۍ مخ را ښکاره کړ، بیا د ورېځو له ټيکري
نه د لمر لوڼو اغوستی، زرين شال د پلوشو
نه د باغ اننگي سره شول، نه د راغ لمنې شنې
نه د غرونو وږمې راغلې، نه شمال د سردرو
دا نو څنگه پسرلی دی، چې نه گل شته او نه مُل
چنارونه په ملا مات دي، سروې سر په زنگنو
بد شگونه راته ښکاري، دا بې گلو پسرلی
دا د باغ مينځلی ذهن، د بلبلو له نغمو
زه په خپله لار روان يم، زاهد ځي په خپله لار
زه مين د يار په سترگو، دی عاشق په سيپارو
د جانان د حسن توري، لکه ستوري د آسمان
زه يې شمارم په جامونو، شیخ یې شماري په سجدو

د شپې په غېږه کې

لا مې د ژوند یو څو شېبې پاتـــــــې دي

چــــې مې په زړه تا ته اسرې پاتې دي

زلفې خورې کړه خوب مې سترګې څاري

د شپې په غېږه کې مې شپې پاتې دي

ستا په خمارو تورو ستـــــــــــــرګو پسې

له مانه ټولــــــــــې میکدې پاتــې دي

زړه دې کانــــې د مغلوالــــــــــــې کوي

سترګې دې اوس هم پښتنې پاتې دي

زه ګنهـــــکار یمـــــــــه چې مینــــه کوم

کنه له تا نه څه ګیلــــــــــې پاتې دي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.