د کونړ اوسېدونکي پر کونړ سیند د ویجاړ شوو پلونو د بیارغونې غوښتنه کوي

239

اسعداباد (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۳): د کونړ یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت په شلتن، سرکاڼو او نورګل ولسوالیو کې پر کونړ سیند د پلونو له ویجاړۍ شکایت کوي او غوښتنه لري چې بېرته دې ورغول شي.

د کونړ ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې پر کونړ سیند د مخکني حکومت له لوري د خلکو د تګ راتګ په موخه پلونه جوړ شوي وو چې ځينې یې ویجاړ شوي او یو شمېر نور یې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.

د سرکاڼو ولسوالۍ د پشد سیمې اوسېدونکي محمداسماعیل وویل، له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې د دوی په سیمه کې د میلیونونو افغانیو په لګښت یو کانګریټي پل جوړ شوی و چې اوس ډېره برخه یې نړېدلې او خلک ورباندې تګ راتګ هم نشي کولی.

هغه وویل: «د پشد پل چې د تیر جمهوري نظام پر مهال جوړ شوی او میلیونونه افغانۍ لګښت پرې شوی و، ډېره برخه یې بېرته تخریب شوې او له کاره لوېدلی دی چې له امله یې مونږ له ګڼو ستونزو سره مخ یو.»

هغه زیاته کړه، د پل د خرابوالي له امله اوس اړ دي پر یوه بله لاره تر مرکز اسعداباده ولاړ شي چې د دوی ساعتونه وخت ضایع کوي او خپلو ورځنیو چارو ته هم پر وخت نه رسېږي.

دغه راز، د نورګل ولسوالۍ د زیړي بابا سیمې اوسېدونکي او قومي مشر نصرت‌خان وویل، په سیمه کې یې د کونړ سیند پر سر جوړ شوی کانګریټي پل د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی.

نوموړي وویل: «د زیړي بابا په سیمه کې د کونړ پر سیند د جوړ شوی کانګرټي پل په لومړیو کې محدوده برخه زیامنه شوې وه، خو حکومتونو ورته د بیا ځل جوړېدو په موخه پامرنه ونه‌کړه چې اوس دا دی د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دی.»

د دغه ولایت اوسېدونکي له حکومته غواړي چې د ژمي په موسم کې دې د کونړ پر سیند د ویجاړو شوو پلونو د جوړېدو چارې پیل کړي؛ ځکه د سیند اوبه کمېږي او دا د پلونو د بیارغولو لپاره یو ښه فرصت وي.

خو بل لور ته، د دغه ولایت مسوولین وايي، کونړ کې د تخریب شوو پلونو بیارغولو ته یې ځانګړې پاملرنه کړې ده.

د کونړ د ټولګټو چارو رییس قاري قدرت‌الله معاذ وویل، د نورګل ولسوالۍ اړوند زیړي بابا سیمه کې د مخکني حکومت پرمهال د جوړ شوي پل د بیا ځل اساسي جوړېدو لپاره بودجه منظور شوې او په نږدې راتلونکې کې به یې د رغولو چارې پیل شي.

هغه زیاته کړه: «سږ کال زموږ د غوښتنې سره سم د زیړي بابا په سیمه کې د کونړ پر سیند زیانمن شوي کانګریټي پل د ترمیم لپاره بودجه منظور شوې او تمه شته چې ژر پرې کار پیل شي چې په جوړېدو سره به یې د خلکو ګڼې ستونزې هوارې شي.»

د هغه په خبره، شلتن ولسوالۍ کې د نړېدلي کانګریټي پل پر ځای یې د خلکو د تګ راتګ لپاره استحکامي پل جوړ کړی او هڅه کوي چې د نورو زیانمنو شوو پلونو د رغولو ترڅنګ نوي پلونه هم جوړ کړي.

د یادونې ده، د تېر جهموري نظام پر مهال د امریکایي ځواکونو له لوري د سلګونه زره ډالرو په لګښت د کونړ پر سیند یو شمېر کانګریټي پلونه جوړ شوي وو چې له جملې یې د زیړي بابا، شلتن او پشد پلونه په سیند کې د اوبو د ډېروالي له امله تخریب شوي او د خلکو له تګ راتګ وتلي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.