که موږ خپلو دیني مدارکو او نصوصو ته مراجعه وکړو نو پوہ به شو چې د انساني تاریخ په آخري پړاو کې قرار لرو.
دا د فتنو، دجل او فریب زمانه دہ. ډیر څه چې موږ ته څرنگ ښکاري یا ښودل کیږي، حقیقت یې بر عکس وي.
شام او په تیرہ بیا دمشق چې پیغمبر علیه السلام خیر المدائن ( بھتر د ښارونو ) بللی، د تاریخ په دې مھم پړاو کې د ځانگړي فضیلت او اھمیت لرونکی ښار دی.
دا ښار به د الملحمة الکبریٰ یا سترې جگړې ( غالباً دریمه نړیواله جگړہ) پر مھال د مرکزي کردار څښتن وي.
ھمدا راز د صحیحو احادیثو څخه دا ثابته دہ چې عیسی علی نبینا و علیه السلام به ھم په ھمدې ښار کې نزول کوي.( د بې ځایه طوالت له ویرې، تفصیل ته پکې نه ځم ).
سوریه تر حماس او لبنان پس، د اسلامي قلمرو دریمه مورچه دہ چې پر اسلامي جذبې سمبال ځوانانو د امریکا، اسرائیل، قطر، ترکیې او ناټو په مستقیمه مرسته فتحه کړہ.
دا جگړہ، د سوریې د تسخیر د قوماندې مرکز څخه چې په ترکیه کې دی د اسرائیلي، امریکایي او ترکي فوځي پرسونل لخوا رھبري کیدہ.
د سوریې په جگړہ کې د منافقې ترکیې رول بالکل ھماغه و، کوم چې د افغانستان په دواړو جھادونو کې د منافق پاکستان و.
یانې د یو څو پیسو لپارہ خپل مسلمان گاونډی ورور کفارو ته را څملول!
که د سوریې پر حالاتو پوھیدل غواړو، نو راځئ یو څو کاله شاته لاړ شو.
د غرب او اسرائیلو سیاسي دکتورینو او پالیسي جوړونکیو په عربي ټولنو کې د فساد، بیکارۍ، سیاسي استبداد او قدرتي انحصار څخه د ناراضه ولس د قھر، غصې او انزجار څخه په گټه اخیستنې د عرب پسرلي ( الربیع العربي ) طرحه جوړہ او د یوې ښې موکې په څاو کې کیناستل.
دا موکه ورته ډیر ژر په لاس ورغله.
په ۲۰۱۰ م کې په تونس کې د محمد البوعزیزی په نوم یو ځوان ځانته اور واچوہ.
خواله او نورو غربي رسنیو دې تراژیدي واقعې ته ھوا ورکړہ. غربي رسنیو، ټولنیزو بریښنایي پاڼو او په ځانگړي ډول فیس بک د یوہ ولسي پلیټ فارم په توگه د خلکو انسجام، د خبرونو خپراوی او د ولسي ذھنیت جوړونې په عمل کې رغندہ رول ولوباوہ، چې په پایله کې یې د ولسي تظاھراتو پر مټ په تونس، لیبیا، مصر، او یمن کې د زین العابدین، معمر القذافي، حسني مبارک او علی عبدالله الصالح مستبد رژیمونه ړنگ شول.
دا رژیمونه یواځې ولسي تظاھراتو ړنگ نه کړل بلکې د پردې تر شا د ناټو او اسرائیلو پوځي مداخلو یې په را پرځونه کې اصلي کردار لوبولی دی. د بیلگې په توگه د معمر القذافي حکومت د ناټو ھوایي بمباریو او د سترو میزائلو حملو را وپرځاوہ.
په ۱۹ مارچ ۲۰۱۱ م کې بي بي سي پخپل راپور کې وویل: امریکا، انگلستان، او فرانسې د خپلو کروز میزائلو په لومړۍ حمله کې د لیبیایي پوځ تر شلو زیات مرکزونه تخریب کړل.
د بي بي سي په قول د پنټاگون د یوہ راپور له مخې یواځې ھماغه مھال ( فبروري-اپریل ۲۰۱۱ م ) امریکا او انگلستان د لیبیا پر پوځي تنصیباتو تر ۱۱۰ ډیر کروز میزائل توغولي او د فرانسې د ھوایي بریدونو په پایله کې د بن غازي او څو نور ښارونه د جیش التحریر الوطني اللیبي او نورو آزادي غوښتونکیو (!) ملیشو لاسونو ته لویدلي و.
ھمدا راز په نورو عربي ھیوادونو لکه مصر، تونس، یمن، بحرین او سوریه کې د عرب پسرلي د تظاھراتو انسجام، او وسله والو ته یې د وسلو، پیسو، نخچو او نورو امکاناتو برابرول د یوہ نامرئي لاس په توگه د یھود او غربي ائیتلاف کار او لاسته راوړنه وہ. یواځې بحرین چې قاطع اکثریت یې شیعه گان دي، د ولسي مظاھرو پر مټ ځکه و نه پرځید، چې مستبد سني حاکم ته یې د سعودي، کویت او اماراتو پوځي مرسته را ورسیدہ او غربيانو یې ھم په پرځیدو کې چندان دلچسپي نه لرله.
که د سوریې مرستې ته روسیې او ایران را دنگلي نه و، نو ھغه به ھم لا پخوا، غالباً ۲۰۱۲ م کې د لیبیا په برخلیک اخته شوې وہ.
خو اوس، سوریه د قطري شیخانو او اردوغاني سیکولر قومپرستانو په لاس پر صھیونستانو وپلورل شوہ.
پایله
لکه څرنگ چې زموږ ځینې جذباتي ملگري ورته خوشاله دي، د سوریې د بخت ستوری پر ھغه خوا نه دی روان.
سوریه د یوې سیاسې موامرې په ترڅ کې نړیوال صھیونیزم ماته کړہ تر څو د لوی اسرائیل د جوړیدو د لارې دا خنډ ھم د منځه لاړ شي.
غرب او اسرائیلو د منافقې ترکیې او وھابي قطري شیخانو په ملاتړ وکولای شو سوریه تسخیر کړي.
لکه څرنگ چې یو مھال زموږ ډیری اسلامپالو جذباتي ملگرو په لیبیا کې د مطلق العنان معمر القذافي را پرځیدو ته لاسونه پړکول، اوس ھماغه دوستان د بشار الأسد پر نابودۍ د الله اکبر چیغې وھي.
لکه څرنگ چې متحدہ لیبیا پر ملوک الطوایفي بدله شوہ، ټولې طبیعي زیرمې یې د غرب لاسونو ته لاړې او اوس یې په رسنیو کې څوک نوم ھم نه اخلي، ھمدا کار د سوریې سرہ روان دی.
قذافي او اسد خراب وو ځکه، دیکتاتوران وو خو په موجودیت کې یې لیبیا او سوریه متحد ول.
د سوریې برخلیک چې په بدلون کې یې د اسلام د دښمنانو لاس دی، بې له شکه د لیبیا پڅیر د خراب څخه د خراب تر پر لور روان دی!
ابو محمد الجولانی به راسخ العقیدہ مسلمان ځوان وي، ھمدا راز د تحریر الشام، جبھة النصرة او نورو اسلامي خوځښتونو متحدین یې ھم.
خو د بشار الاسد پر ضد نامتجانس اتحاد چې د ایډیالوژۍ له اړخه د سلفي ( وھابي )، تکفیري، صوفي، نیشنلي، سیکولر او د اسد د رژیم له ناراضه پوځیانو او نورو فریکشنونو جوړ دی, به کله د یوہ رښتیني اسلامي نظام پر پلې کولو سرہ جوړ شي؟!
ښایي سوریه په نژدې راتلونکې کې د یوې بلې خانمانسوزې کورنۍ جگړې ( لا قدر الله ) کوربه وي!
د دې لیکنې تر وخته، اسرائیلو تر پنځه سوہ زیات او امریکا نژدې ۲۵۰ ھوایي بریدونه د سوریې پر تسلیحاتي مرکزونو او په مدیترانه کې د ھغې پر سمندري بیړیو کړي.
اسرائیلو د جولان په لوړو کې د یھودو ابادکاري دوہ چندہ کړې او قواوې یې په دمشق کې د سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله د مدفن تر دیرش کیلومترۍ ور رسیدلي.
د سوریې کلکه ھوایي دفاع او سمندري ځواک د منځه وړل شوی.
د سوریې مجاھدینو لا ھیڅ بالفعل عکس العمل نه دی ښودلی. تحریر الشام ھغه مھال ھم د اسرائیلو خلاف عملاً څه نه کول، کله چې یھود په غزہ کې د حماس او په لبنان کې د حزب الله پر بیخ کنۍ لگیا و.
اوس چې دا مجاھدین د سوریې واکداران دي، نه پوھیږم لاندې پوښتنو ته به کوم ځواب ولري:
۱- آیا د یھودو د تیري ځواب به ورکړي؟!
دوی خو اوس د سوریې په شمال کې د ترکیې د خوشالۍ لپارہ د مسلمانو کردانو سرہ په داسې یو حالت کې په جگړہ بوخت دي چې اسرائیل د دمشق شاوخوا ته رسیدلي.
۲- د ااا سرہ به یې تعامل څرنگ وي؟
آیا اما رت به چې د خپلو ټولو نیمگړتیاو سرہ د نړۍ پر مخ یواځیني سوچه اسلامي نظام دی، په رسمیت وپیژني؟
۳- د افغانستان ځیني شیعه ځوانان د ایراني اخوندانو، او خاینو افغان شیعه جنگ سالارانو لکه محقق، خلیلي لخوا په فاطمیون او نورو جنگي گروپونو کې ځای پر ځای شوي او سوریې ته د جگړې لپارہ استول شوي و.
آیا ام ارت یې د بیرته را ستنیدو په اړہ کوم فکر کړی؟ آیا سوریې یې په اړہ کومه پریکړہ کړې؟
د دې ځوانانو راتلونکی به څه وي؟
وطن ته راستنول یې یو جنجال او پریښودل یې بل!!
۴- آیا تحریر الشام به د را منځته شوي غیر متجانس اتحاد له لیارې وتوانیږي په سوریه کې د یوہ رښتیني اسلامي نظام بنسټ کیږدي؟
۵- د سوریې نوی نظام به په التنف او نورو ځایونو کې د امریکایي پوځي اډو سرہ څه کوي؟
که دا اډې پاته وي نو د داسې یو اسلامي نظام شرعي حیثیت به څه وي چې د حربي کفارو د نظامي کمپ تر سیوري لاندې جوړیږي؟
۶- د سوریې نیم نفوس د تیرې یوې نیمې لسیزې په اغتشاش کې بیځایه شوی.
تحریر الشام به یې د بیرته را ستنولو او بیا ابادکارۍ دې سترې ننگونې ته څرنگ ځواب وایي؟
زہ داسې انگیرم چې محمد الجولاني او نور جذباتي مسلمان ځوانان به د تیکنالوژۍ په دې عصر کې، دمشق او نورو ښارونو په واټونو کې پر سرونو او مټو د الله اکبر پټۍ تړلې، وسلې په لاسونو کې د خپلې بریا نمانځنه داسې مھال د الله اکبر په نعرو کوي چې فضا او سمندر به یې د ناټو او یھودو تر کنترول لاندې وي.
ښایي د سوریې تر وھلو او ھضمولو وروسته د عراق، یمن او ورپسې د ترکیې یا پاکستان وار وي، تر څو ایران په سیمه کې منزوي او بیا ووھل شي، تر څو د لوی اسرائیل د جوړیدو په مخکې ھیڅ تھدید پاته نشي!
والله المستعان
__________________________
حفیظ الدین پیرزادہ
د دسمبر ۱۷/ ۲۰۲۴ م
لندن
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.