انجنیر محمد عتیق ځاځی د دعوت سره په مرکه کې:
د طالبانو د نظام شکل د نړۍ په هیڅ ځای کې مثال نلري او نه په کوم حقوقي سند کې داسې نظام وجود لري کوم چې دوئ یې امارت اسلامي بولي
یادونه: دا مرکه د دعوت مجلې په ۲۵۲ ګڼه کې خپره شوې چې اوس د دعوت مېډیا ۲۴ لوستونکو او مینه والو ته وړاندې کیږي.
پوښتنه: د افغانستان روان وضعیت ستاسو له نظره څنګه دی؟
انجنیر محمد عتیق ځاځی: ډیر د خواشینې ځای دی چې پدې تیرو دریو کلونو کې طالبانو د موجوده طلایي چانس څخه د افغانستان د دردیدلي هیواد او ملت په ګټه سمه استفاده ونکړه. طلایی چانس پدې معنی چې دوی وکولای شوای چې هیواد له هغو پخواني مفسدینو څخه پاک کړي، سرتاسري امنیت راولي، د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د یوه لاس حاکمیت ټینګ کړي او افغانستان ته له ممکنه ملوک الطوایفي او حتی تجزیې څخه نجات ورکړي. په پیل کې د دوی دې لاسته راوړنو ته هم د افغان ځوریدلي ملت لبیک ووایه او په قدر یې ورته کتل او هم نړیوالو په افغانستان کې د جنګ په پای کې د مثبت بدلون انتظار درلود. مګر طالبانو پخپله په هغو لاسته راوړنو پخپل لاس د افراطي ذهنیت داسې تور څادر واچاوو چې د افغان او جهان له نظره یې ځانونه وغورځول. ځکه چې یوازې د تیر رژیم د مفسدینو تیښته او ظاهري امنیت دوی ته مشروعیت نشو ورکولای. ځکه نو د افغانستان اوسنی وضعیت ډیر نا امیده کونکی دی، داسې چې حاکم نظام نه افغان ته غوږ نیسي او نه جهان ته. د طالبانو د نظام شکل د نړۍ په هیڅ ځای کې مثال نلري او نه په کوم حقوقي سند کې داسې نظام وجود لري کوم چې دوی یې امارت اسلامي بولي. ددوی په نظام کې له امیره تر مدیره ټول ملایان دي، داسې چې پاته ملت هیڅ وجود ونلري یا دا چې دوی په بل چا اعتماد نلري. دوی وایي چې د دوی په نظام کې پنځه لکه پخواني مامورین کار کوي، دا ټول یوازې د ملایانو د لاس لاندې کارګران دي چې د پنځو روپیو صلاحیت نلري. تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې هیڅ هیواد یا نړیوال سازمان په رسمیت ندی پیژندلي، چې دا ډیر د خواشینې ځای دی، لکه داسې چې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان په نوم کوم هیواد هیڅ وجود ونلري. د فزیکي امنیت په بدل کې دوی له افغانانو څخه حتی ددوی ابتدایي انساني حقوق آخیستي دي. افغانان د خپلې ږیرې اختیار هم نلري، هغه هم باید د ملایانو په خوښه جوړه کړي. ټول افغاني مروج فرهنګي فعالیتونه لکه موزیک، سینما، تیاتر او حتی د پښتنو د پیړیو پیژندل شوی دود (اتڼ) یې بند کړی دی. د نجونو ښونځي بند شوي، ښځې له کار څخه منع کړل شوي او حتی د هلکانو په ښونځیو کې چندانې درس نشته، ځکه معلمان او کدرونه له هیواد څخه فراره شوي دي. مګر په عین زمان کې دیني مدرسې هره ورځ ډیریږي او خپریږي. که څه هم د افغان مهاجرو سره په همسایه هیوادونو کې ډیر بد او غیر انساني چلند کیږي، مګر بیا هم ځوانان د مرګ خطر په ځان مني او هره ورځ په زروګونه لوستي ځوانان له بیکاری څخه له هیواده تښتي. څو ورځې مخکې مو واورېدل چې د ایران سرحدي قواوو ۲۶۰ کسه افغان ځوانان په ګولیو ویشتلي او وژلي یې دي. لنډه دا چې افغانستان د یو سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او د تجرید د بحران سره مخامخ دی. نو داسې یو روان حالت به افغانستان ورځ په ورځ له بد څخه بدتر ته بوځي.
پوښتنه: روان وضعیت به تر کومه دوام وکړی چې نوی واکمن نه د ولس او نه هم د نړۍ سره یوه ژبه پیدا کولی شي. اوږد مهال به یې تاثیر څه وي؟
محمد عتیق ځاځی: ددې پوښتنې ځواب د اوس لپاره د هیچا سره نشته. لومړی خو دا چې د افغانستان روان حالات اوس نړیوالو ته کوم اهمیت او لومړیتوب نلري. د نړۍ په ځینو نورو سیمو کې ډیرکړکیچن حالات روان دي چې نړیوالو ته او خصوصاً لویو قدرتونو ته هغه سیمې ډیر اهمیت لري، ځکه نو افغانستان کرار کرار له جهانیانو څخه په هیریدو دی. له نړیوالو کوم امید نشته چې افغانستان ته به جدي توجه وکړي. دداسې نا امیده وضعیت اوږد مهاله منفي تاثیر به لا نور هم بد او بدتره وي. ها خوا په افغانانو کې هم تر اوسه داسې یو ملي او مدني حرکت ونه لیدل شو چې ددې تور تونل په آخر کې د یوه رڼایي د راتلو زیری د ځانه سره ولري. نه هم طالبانو تراوسه له سلیم عقل څخه کار واخیست چې ددې موجوده طلایي چانس څخه کار واخلي، د خلکو زړونه خپل کړي او د یو ملي مشرعیت په لور ګامونه واخلي. ځکه نو هیڅوک نپوهیږي چې دا وضعیت به ترکومه دوام کوي.
پوښتنه: پوښتنه: د افغانستان او سیمې راتلونکې څنګه وینئ؟
محمد عتیق ځاځی: په سیمه کې حالات په ګړندي توګه په تغیر کې دی. د دریو لویو قدرتونو اقتصادي ګټې زمونږ د سمیې په شا او خوا کې راڅرخي او دا امکان لري چې دوی د خپلو ګټو د ساتلو لپاره افغانستان بیا مستقیمه یا غیر مستقیمه د خپل نیابتي جنګ مرکز وګرځوي، چې نتیجه به یې افغان ملت ته نورې بدې پایلې د ځانه سره ولري. زمونو دوه مهم همسایه ګان یعنی ایران او پاکستان هم استقرار نلري. پاکستان د یو ژور سیاسي، اقتصادي او امنیتي بحران سره مخامخ دی او ایران په منځنۍ ختیځ کې د دخالت په وجې تر سخت تهدید لاندې دی. پدې دواړو هیوادونو کې چې هرڅه پیښیږي او هر مثبت یا منفي تغیرات چې راځي هغه مستقیماً په افغانستان مثبت یا منفي تأثیر کوي.
پوښتنه: درې کاله کیږي چې د نجونو پرمخ د ښونځیو او لوړو زده کړو دروازې بندې دي ستاسو په نظر د دې لنډ او اوږد مهال تاثیر به په افغانستان او د وطن په ښځینه قشر څه وي؟
محمد عتیق ځاځی: زه خپله یو پخوانی معلم یم او ۱۵ کاله مې تدریس کړی دی. هم د شاګردی له وخته او هم د معلمی له وخته دا عملي تجربه لرم چې که یو شاګرد حتی د یو څو لنډو ورځو لپاره هم له درس او صنف څخه غایب وي، هغه شاګرد به د کال تر پایه د غیابت د هغو ورځو جبران ونشي کولای او پوره جبران یې تقریباً نا ممکن دي. نو چې کله اوس له ښونځیو څخه د نجونو درې کلن غیابت ته ګورو، په تآسف سره باید ووایم چې ددې دریو کلونو جبران ناممکن کار دی. هیڅ امکان نلري چې هغه نجوني چې دا درې کاله وخت یې ضایع شوی دی په آسانی سره خپل له لاسه وتلی وخت جبران کړي. دا یوه لویه ملي فاجعه او یو نه بښل کیدونکی بشري جنایت دی چې نیم نفوس ورسره مخامخ شوی دی. طالبان هیڅ دیني، کلتوري او شرعي دلیل نلري چې نجونې له ښونځي او ښځې له کار څخه منع کړي. حتی مونږ یې وینو او آورو چې ددوی ځینې لوړ پوړي چارواکي پدې حالت سخت ناراضه دي او کله کله خپل غږ اوباسي. مګر د امارت نظام پداسې یو مرموز سیستم چلیږي چې حتی همدا کسان لا خپل غږ یو مسئول ځای ته نشي رسولی. فرمانونه له کندهار څخه لداسې یوې مرجع څخه راځي چې حتی دا لوړ پوړي چارواکي لا د هغې مرجع سره مخامخ نشي کتلی تر څو په مهمو مسائلو بحث وکړي. له بله پلوه په ملي کچه د جنګ ځپلي هیواد په بیا رغونه او آبادی کې مونږ د هیواد نیم نفوس له لاسه ورکړی دی، کوم چې نه جبران کیدونکی تاوان دی. په یوه ټولنه کې چې د هغې ټولنې ښځې را ونه اووځي او د نارینه وو سره اوږه په اوږه د ژوند په هره برخه کې ګډ کار ونکړي، هغه ټولنه هیڅ ځای ته نشي رسیدلای. مونږ لوستي او مسلکي ښځو ته د ژوند په هره برخه کې ضرورت لرو. دا چې دوی تر شپږم صنفه پورې نجوني ښونځي ته پریږدي، دا ښونځي هم ښځینه معلمانې غواړي، دا معلمانې به له کومه کیږي؟ دا چې دوی وایي مونږ په طبابت یا نرسنګ، یا امنیتي ادارو کې یا ځینو نورو برخو کې ښځینه مامورینې لرو، دا خو له پخوا څخه پاته یو څو لوستي ښځینه مامورین دي. د همدې پورتني مسلکونو د ښځینه وو د روزلو لپاره بیا هم ښځینه استادانو ته ضرورت دی. چې ښونځي بند وي، پوهنتونونه بند وي نو دا ښځینه استادان به له کومه کیږي. همدا اوس په ټول کابل کې یوه ښځینه متخصصه نشته، تر څو به افغان مریضان د پاکستان په دروازو کې د ګدایګر په شان زاری کوی؟
ها خوا په رواني لحاظ هم افغان نجونو او ښځو ته دا حالت یو رواني ناورین دی. تاسې فکر وکړئ چې له یو چا څخه په فرمان د هغه امیدونه، خیالونه او آرمانونه واخیستل شي او هیڅ چاره هم ونلري، دا په رواني لحاظ تباهي دی. تاسې هغه نجوني په نظر کې ونیسئ چې دوی د پوهنتون په مختلفو پوهنځیو کې په اول، دوهم یا آخري صنفونو کې وو. دې نجونو په ډیر نږدې وخت خپلو آرمانونو ته د رسیدلو ورځې حسابولې. یا هغه نجونې چې په دوولسم صنفونو کې وې او د خپل د خوښې مسلک ته یې تیاریانې نیولې وې چې د کانکور امتحان ورکړي، یا د هغو نجونو د فامیلونو امیدونه چې ټول په یوه ورځ کې له منځه ولاړل. هغه ښځې چې په مختلفو شعباتو کې یې په کلونو کار کاوو او د خپل فامیل نفقه یې برابروله، ددوی د ټول ژوند لاسته راوړنې د خرافاتو د طوفان قرباني شول. همدا اوس په سلګونه او ممکن په زرګونه هغه لوستي او با شخصیته ښځې هلته شته چې نه یوازې یې ټولنې ته په ډیر ویاړ خدمت کاوو، بلکه د خپل فامیل یوارنی نفقه رسانې هم وې. اوس هغه ښځې په ډیره بې عزتي په کورونو کې احتیاج او نا امیده پاته دي. دا ټولې د ښونځیو او پوهنځیو نجونې او ښځینه مامورینې د طالبانو ددې ظالمانه او غیر قانوني پریکړو په نتیجه کې کم یا زیاد د صحي او رواني ناروغي سره مخامخ شوي دي چې د ورځې په تیریو سره دا رواني حالت لاهم سختیږي. آیا طالبان دا خواشینی حالت نه ویني؟
دا حالت په هیڅ صورت هیچا ته د منلو ندی او امید دی چې د امارت چارواکي دې تبا کونکي حالت ته متوجه شي او د حل لپاره یې ژر تر ژره اقدام وکړي.
پوښتنه: ستاسو په نظر طالبان ولې د انجونو د تعلیم او کار مخالفت کوي؟
محمد عتیق ځاځی: لکه څرنګه مې مخکې وویل طالبان هیڅ دیني، شرعي او کلتوري دلیل نلري چې نجونې له تعلیم او ښځې له کار څخه منع کړي. یوازنی علت یې زه دا وینم چې هلته په کندهار کې ددوی مشر او دده شا او خوا نور مولایان هغه کسان دي چې له ماشومتوبه دوی د افغانستان له لیرې پرتو کلیو څخه پاکستان ته مهاجر شوي دي او د پاکستان د ستراتیژیک پلان سره سم د جوړو شوو دیني مدرسو په منګولو کې لویدلي دي. دې کسانو خپل ټول عمر د هغو مدرسو او جوماتونو په تنګ محیط او ماحول کې تیر کړی اوهمالته لوی شوي او روزل شوي دي. دوی خپل ټول ژوند پداسې تنګ محیط او ماحول کې تیر کړی او ټول عمر ورته د پاکستاني ملایانو لخوا همداسې شرعیت تدریس شوی کوم چې دوی یې عملي کوي. دوی هیڅکله دا چانس ندی پیدا کړی چې زمان او مکان په خلاصو سترګو وویني او د یوویشتمې پیړۍ د نړۍ له حالت څخه خبر شي. دوی له جهان څخه او د یوویشتمې پیړۍ څخه ناخبره ساتل شوي او روزل شوي دي. مثلاً د افغانستان په یو لیرې پرتې کلي کې تاسې یو کلیوال سړی په نظر کې ونیسئ چې هغه پخپل ټول عمر کې نه مکتب لیدلی وي، نه یې تعلیم لیدلی وي، نه یې د نجونو د مکتب په نوم څه آوریدلي وي او نه یې حتی نجونې له کورنو څخه بهر لیدلي وي، نو داسې کس ته به د نجونو د تعلیم یا د ښونځي خبره د نه منلو او نا آشنا نوم وي. د طالبانود رهبري شورا په کندهار کې همداسې ناخبره ملایان دي.
پوښتنه: د جمهوریت له سقوط وروسته په لکونو تعلیم یافته افغانان له هېواده ووتل د دې تعلیم کړو د وتلو علت او تاثیر به د افغانستان په نن او راتلونکې څه وي؟
محمد عتیق ځاځی: افغانستان داسې یو بدبخته هیواد دی چې دا د ماغزو فرار څو ځلې پدې هیواد کې پیښ شو. پداسې یو هیواد کې چې مونږ ٪۵ باسواده خلک لا نلرل، پدې بیچاره هیواد کې یو څو د ګوټو په شمار لوستي، مسلکي او د تخصص کسان په ډیر زحمت روزل شوي وو، مګر تیرو مختلفو جنګونو هماغه لوستي کدرونه را څخه واخیستل. یو وار د کمونستانو د اختناق له لاسه، بیا د جهادیانو د خپل منځي وحشي جګړو له لاسه، بیا د طالبانو د دوه واري اقتدار له لاسه. دا یوه لویه او نه جبران کیدونکي ناورین دی. ددې ناورین نتیجه به دا وي چې مونږ به تل پردیو ته احتیاج پاته وو او د یو ډیر عادي مسلکي کار لپاره به پردي را غواړو. همدا اوس آوریدل کیږي چې په ډیرو تخنیکي چارو کې پاکستاني ټکنیشنان کار کوي. په روانو حالاتو کې او د کدرونو د نشتوالي په سختو شرایطو کې ددې لویې خلا ډکول په لنډ وخت کې ناممکن دی.
پوښتنه: که وکتل شي په افغانستان کې هیڅ یو لوی ملي، سیاسي او افغانستان شموله حرکت نشته څه باید وشي تر څو ډیر افغانان په یوه حرکت یا یوه ټغر راغونډ شي؟ او که راغونډ نه شي څه به وشي؟
محمد عتیق ځاځی: په اوسني وخت کې د طالبانو هیڅ بدیل نشته او نه هم په یو لرلید کې یې بدیل لیدل کیږي. یواځنی لاره داده چې افغان روشنفکران، پوهان، ملي شخصیتونه او مدني ټولنې په ملي مسئولیت په یو ملي ائتلاف سره یو موټی شي او یوه ملي او افغاني ټولنه تشکیل کړي، کوم چې دا ټولنه به هم نړیوالو ته یو پیژندل شوی آدرس وي او د طالبانو د تماس او خبرو لپاره به یوه مرجع هم وي چې د افغانانو آواز هم نړیوالو ته او هم طالبانو ته ورسوي. ددې مرجع استازي به د طالبانو د چارواکو سره مستقیم یا غیر مستتقیم خبرې کوي او کوشش به پدې وي چې د طالب چارواکو ځینې نسبتاً پوه کسان خپل ملي مسئولیت ته متوجه کړي. دوې باید پدې خبرې جداً وپوهوي چې روان حالات نه یوازې چې د هیواد او ملت په ګټه ندی، بلکه ددوی په ګټه هم ندی. که دوی خپلو تګلارو ته تغیر ورنکړي، دوی به د خپل نظام پښې پخپله ووهي چې دا یو واقعیت دی. دوی باید پدی پوه کړل شي چې دوی اوس یوه مخالفه جنګي ډله نه بلکه یو دولت دي. د دولت وظیفه د خلکو د عقیدو تفتیش یا خلک په زوره جنت ته لیږل ندي. دین او عبادت د یو انسان شخصي او فردي کار او د خالق او مخلوق ترمنځه مستقیمه رابطه ده، پدې رابطه کې نه دریم عنصر ته ځای شته او نه د بل مداخلې ته. د دولت وظیفه د خلکو د سر او مال، د بشري حقوقو، د بیان د آزادي، د فردي آزادی ساتل دي. هیڅوک باید دا حق ونلري چې د یو فرد په شخصي مسائلو کې مداخله وکړي. د دولت وظیفه دا نده چې مأمورین یې را اووځي او د خلکو د ږیرو انداره تفتیش کړي، بلکه برعکس د دولت وظیفه داده چې هغه کسان چې داسې د خلکو په شخصي حریم تجاوز کوي هغه منع کړي. دولت باید یو حقوقي او قانوني مرجع او ملي قانون ته مسئولیت ولري، مګر اوسنی نظام هیڅ قانوني مرجع ته مسئولیت نلري او هیواد د یوه شخص په فرمانونو چلیږي. ځکه نو په هیواد کې د یو ملي قانون لرل لومړنی شرط دي او هغه قانون به د دولت مسئولیت او صلاحیت ټاکي او هم به هماغه ملي قانون د خلکو حقوق او مسئولیتونه ټاکي. ملي قانون د خلکو لخوا او د خلکو په رایه او توافق جوړیږي. مونږ خوشبخته یو چې په افغانستان کې یوه ستره عنعنوي مرجع لرو چې هغه زمونږ پیژندل شوی لویه جرګه ده. د افغانستان په تاریخ کې په ملي مسئلو کې د حل عالي ترینه مرجع همدا لویه جرګه ده. دا جرګه به ملي قانون جوړوي او د ملي قانون په اساس به د نظام نوعیت، د دولت صلاحیت او د اتباعو حقوق ټاکي. دا تغیرات باید ډیر ژر راشي، مخکې لدې چې ټول فرصتونه له لاسه ورکړو. حتی خپله طالبان
باید دا مسئولیت احساس کړي چې د هیواد د نجات لپاره د ملي شخصیتونو سره په تماس کې شي، شرط ندی چې د پخواني رژیم مفسدینو سره خبرې وشي.
د موجوده امنیت په شرایطو کې طالبان کولای شي او باید دا وکړي چې لویه جرګه راوغواړي تر څو د جرګې غړي په یو منل شوي ملي قانون یوې جوړې ته سره ورسیږي. دا جرګه باید یوه واقعي لویه جرګه وي، یعنی د ټولو قامونو او اقشارو واقعي استازي باید راټول کړل شي، نه یوازې ملایان. د خوشبختی ځای دی چې مونږ په همدې ورځو کې د لرو پښتنو د واقعي لویې جرګې یو ژوندی مثال ولید او ومولیدل چې داسې جرګې څومره یو نه ماتیدونکی قوت دی. د لرو پښتنو سیاسي او قامي شعور زمونږ لپاره یو لوی درس دی. د پښتنو د لوی تاریخي کور په صفت دا باید مونږ وای چې ټولې نړۍ ته موښودلي وای چې افغانان کولای شي په ملي هوډ په یوه ټغر سره راټول شي او د سولې او ورورولي په فضا کې ملي مسائل حل کړي، مګر لرو پښتنو ځان راڅخه مخکې کړ.
پوښتنه: هغو پیغلو او ځوانانو او په ټوله افغانانو ته پیغام او مشوره څه ده هغوئ چې له هېواده بهر او په لویدیځو او نورو هېوادونو کې ځای په ځای شوي دی څه باید وکړی او خپل وخت په څه تیر کړي مقصد لومړیتوب یې باید څه وي؟
محمد عتیق ځاځی: دا پوښتنه خصوصاً هغو ځوانانو ته متوجه ده چې په دا تیرو دریو کلونو کې له افغانستان څخه وتلي دي. دا ځکه چې دا ځوانان د افغان په محیط او ماحول کې لوی شوي او روزل شوي دي او د خپل کلتور سره پوره آشنایي لري. اکثره دا ځوانان لوستي کسان هم دي چې د هغو ځوانانو په پرتله کوم چې په بهر کې لوی شوي دي خپل وطن بهتره پیژني. زما مشوره دوی ته داده چې خپل وخت په سالمو مصروفیتونو تیر کړي، وطن هیر نکړي او هر هغه مرسته یې چې له لاسه کیږي د خپلو وطنوالو سره وکړي. د تکنالوجي پدې عصر کې فاصلې ډیرې لنډې شوي دي او مونږ له زرهاوو کیلومترو څخه لیرې خپل هیواد او خلکو ته هغه څه کولای شو چې څو کاله مخکې یې چا خوب هم نشو لیدلای. د خپلو خلکو سره یوازې مادي مرستې د لنډ محال لپاره سمې او ضروري دي، مګر په اوږد محال کې له ګټې یې تاوان ډیر دی، ځکه چې خلک د همداسې بیکاره او مُفت ژوند سره عادت کیږي. د خپلو خلکو سره د مادي مرستو ترڅنګ معنوي، کلتوري، علمي، تعلیمي او مسلکي مرستې هم باید وشي. د امکان ترحده باید کوشش وشي چې د وطن هغو نجونو ته مو د مرستې لاس ورسیږي کوم چې له تعلیم او تحصیل څخه پاته دي. په بهر کې ځوانان کولای شي چې له لیرې فاصلې څخه هغو نجونو ته د تعلیم د دوام زمینه مساعده کړي.
پوښتنه: بهر میشتې افغانان د خپل هېواد او خلکو له پآره څه کولی شي او څه باید وکړي؟
محمد عتیق ځاځی: بهر میشتو افغانانو ته مې هم همدا پیغام دی؛ چې له هر امکان څخه چې په لاس کې لري په وطن کې د پاته وګړو سره مادي او علمي مرستې وکړي. لکه چې وینو په بهر کې ځینې پوهانو او استادانو مختلف علمي ټولنې او انجمنونه جوړ کړي دي او د همدې لارې دوی تلاش کوي خپله پوهه د خپلو خلکو سره له لیرې فاصلې څخه شریکه کړي. دغسې علمي انجمنونه باید نور هم پراخه شي او دا کار په بهر کې د میشتو افغانانو په مرسته کیدای شي.
همدارنګه په بهر کې میشت زمونږ پوهان، استادان، سیاسیون او علمي کدرونه دا مسئولیت لري چې په طالب چارواکو دوامداره خپل فشار وساتي پدې امید چې که دا پوهان پخپل علمي حوصله وکولای شي د طالب چارواکو په ذهنیت اثر وکړي که ګوندې دا حالات یو مثبت لوري ته په حرکت راشي.
پوښتنه : په پای کې مو افغان ولس ته پیغام څه دی؟
محمد عتیق ځاځی: افغان اولس ته مې، که فرد دی، که فامیل او که ټولنه ده دا پیغام دی چې د تل په شان لدې پاسیف حالت څخه باید ځانونه اوباسي. که د تیر په شان داسې وي چې هر یو لاس په دُعا ناست وي چې الله د رحم وکړي، یا دا چې خدای مو دِ له بدتره ورځې و ساتي، یا دې ته انتظار وي چې بیا به له بهر څخه پردي راځي او زمونږ ژوند به بدلوي، نو فکر نکوم چې د افغانانو حالت بدل شي یا بهتره شي. افغانان پدې عقیده لري چې الله (ج) په قرآن کې ویلي دي چې هر قام چې د خپل حالت د تغیر لپاره حرکت ونکړي زه به د هغه قام حالت بدل نکړم. دا یو ډیر واضح پیغام دی چې باید د خپل ژوند د بدلولو لپاره که په فردي لحاظ وي یا ټولنیز لحاظ باید په ټینګ عزم حرکت وشي. آباد ملتونه هیڅکله لاس په دُعا نه کیني، هیڅکله د بل مرستې ته انتظار نه باسي، بلکه د هر مشکل حل پخپل لاس را اوباسي، خپل حالت بدلوي او خپل سرنوشت پخپل لاس ټاکي.
د ښاغلي انجنیر محمد عتیق ځاځی لنډه پېژندنه:
انجنیر محمد عتیق ځاځی د ملګرو ملتونو د سازمان یو متقاعد مامور او د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجي د انستیتوت پخوانی استاد دی، چې په هغه علمي مؤسسه کې یې ۱۵ کاله د مسلکي او تخنیکي مضامینو تدریس کاوو. په کال ۱۹۹۲م کې چې کله مجاهدین په کابل ننوتل او په کابل کې کوڅه په کوڅه جګړه او یو عام قتل پیل شو، نو د نورو ملي مؤسساتو په شان د مخابراتو انستیتوت هم تخریب او و تړل شو. په هماغه کال یې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د ناظمې ادارې سره د یو تخنیکي پرسونل په صفت کار پیل کړ، چې بیا وروسته د روان جنګ په علت خارجي مؤسسات هم له کابل څخه وتلو ته مجبوره شول او اسلام آباد ته انتقال شول. بهرني مؤسسات له هغه ځایه د کابل په شمول د افغانستان په ټولو ولایاتو کې فعالیت کاوو. د ۱۹۹۶م کال په پیل کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتونکو سازمان دی د بوسنیا او هرزه ګوینا هیواد ته وغوښت. له هماغه ۱۹۹۲م بیا تر کال ۲۰۱۷م پورې یعنی تقریباً ۲۵ کاله یې د ملګرو ملتونو د سازمان سره په مختلفو هیوادونو کې د اروپا او افریقا په شمول کار کړی دی. په ۲۰۱۷م کال کې یې له ملګرو څخه تقاعد واخیست. اوس په کاناډا کې د خپلې کورنۍ سره میشت دی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.