سيستماتيک فکر څه شی دی؟
سيستماتيک فکر يو جامع تحليل طرز دی چې د يو سيستم د برخو ترمنځ پر اړيکو، د وخت په اوږدو کې د سيستم پر کارکردګۍ او د نورو لويو سيستمونو په چوکاټ کې پر خپل ځای موندلو تمرکز کوي.
سيستماتيک فکر د دوديز تحليل سره توپير لري، چېرې چې سيستمونه د جلا عناصرو په توګه څېړل کېږي.
سيستماتيک فکر يو داسې طرز هم دی چې په تنظيم، پلان جوړولو او چارو ته په منظمه او علمي توګه د نږدې کېدو پر بنسټ ولاړ وي. په دې ډول فکر کې په جزئياتو او د هغو په يو بل پورې تړاو تمرکز کېږي، د علتونو او پايلو پلټنه کېږي، او هڅه کېږي چې ستونزې په منطقي او علمي طرز حل شي.
سيستماتيک فکر په بېلابېلو څېړنيزو برخو کې کارول کېدای شي، لکه د طبي، چاپېريالي، سياسي، اقتصادي، بشري سرچينو او تعليمي سيستمونو په څېړنه کې.
د سيستماتيک فکر ځانګړنې
د سيستماتيک فکر له مخې، د يو سيستم چلند د پياوړتيا (تقويې) او توازن پروسو د اغېزو پايله ده:
1. پياوړتيايي پروسه: د سيستم د يوې برخې د زياتېدو لامل کېږي. که دا پروسه د يوې توازني پروسې له لارې کنټرول نه شي، نو په پای کې د سيستم د له منځه تلو لامل ګرځي.
2. توازني پروسه: د سيستم په يو ټاکلي حالت کې د تعادل ساتلو ميل لري.
3. مخکنۍ پلان جوړونه: د وروستي هدف په پام کې نيولو سره اړينې لارې ټاکل کېږي.
4. په جزئياتو تمرکز: د ستونزې هر جز په دقت سره څېړل کېږي ترڅو د نورو برخو اغېز پرې وپېژندل شي.
5. تحليلي فکر: د معلوماتو، علتونو او پايلو تحليل کېږي ترڅو د ستونزې بشپړه انځور ترلاسه شي.
6. د حل پر لور تمرکز: د ستونزې عملي او اغېزمن حل ته پاملرنه کېږي.
په ځوابونو (فیدبک) باندې تمرکز د سيستماتيک فکر يوه اساسي برخه ده.
مثال: په پروژې مدیریت کې، دوديز نظر ښيي چې د ځنډېدلې پروژې لپاره د کارکوونکو زياتول ګټور دي، خو په عمل کې دا کړنه ممکن د پرمختګ سرعت کم کړي. په تېر وخت کې د دې ډول فيدبکونو په پام کې نیول مديرانو ته د نورو حللارو موندلو فرصت ورکوي او له سرچينو د بې ځایه مصرف مخنیوی کوي.
د سيستماتيک فکر کړنلارې
سيستماتيک فکر د سيستمونو د چلند د ماډل کولو، انځورولو او وړاندوينې لپاره د کمپيوټري سمولاسيون او بېلابېلو ډياګرامونو او ګرافونو کارولو ته اړتیا لري. ځینې د سيستماتيک فکر وسايل دا دي:
1. د وخت په اوږدو کې د چلند ګراف (BOT): د يو يا څو متغيرونو کړنې په ټاکلي وخت کې ښيي.
2. د علت او معلول کړۍ ډياګرام (CLD): د سيستم د عناصرو ترمنځ اړيکې انځوروي.
3. د مديريت پرواز سمولاتور: د يوې متقابلې پروګرام له لارې د مديريت پرېکړو اغېزې سمول کوي.
4. د سمولاسيون ماډل: د وخت په اوږدو کې د سيستم د عناصرو ترمنځ متقابل عملونه سمول کوي.
د سيستماتيک فکر تاريخچه
سيستماتيک فکر په 1956 کال کې هغه مهال رامنځته شو چې پروفيسور جي فوريسټر په MIT کې د مديريت د سلوون ښوونځي د سيستمونو د متحرکو ډله جوړه کړه.
د سيستماتيک فکر ګټې
1. د توليد ډېروالی: د اهدافو په مؤثره توګه ترلاسه کولو کې مرسته کوي.
2. د تېروتنو مخنیوی: ګډوډۍ ته لاره نه ورکوي.
3. د پرېکړو ښه والۍ: د ستونزې او حل لپاره روښانه انځور وړاندې کوي.
4. د وخت او انرژۍ سپما: د ښه پلان او دقيق عملي کولو له لارې.
د سيستماتيک فکر ګامونه
1. د ستونزې يا هدف پېژندنه.
2. اړوند معلومات راټولول.
3. د معلوماتو تحليل او د انتخابونو ټاکل.
4. يو روښانه د عمل پلان جوړول.
5. د پلان عملي کول او پايلې څارل.
6. د پايلو ارزونه او له تجربې څخه زده کړه.
سيستماتيک فکر يوه وړتيا ده چې زده کېدای او د تمرين له لارې ښه کېدای شي. دا په مديريت او د ستونزو په حل کې يوه ډېره مهمه طريقه ده.
د “سيستماتيک فکر”، او “سيستيم فکر” ترمنځ توپير
د دې درې اصطلاحاتو په اړه توپيرونه ډير وخت عمومي بڼه لري او ځانګړې ماناوې د هغو په کارېدو او چوکاټ پورې تړاو لري. په ځينو حالاتو کې، دا اصطلاحات يو بل ته ورته ماناوې لرلای شي، خو په نورو کې بيا د پام وړ توپير لري.
په ځانګړو برخو لکه کمپيوټر پروګرام جوړونې، رياضياتو، ارواپوهنې، ټکنالوژۍ او فلسفې کې دا اصطلاحات ځانګړي تعريفونه خپلولی شي چې د عمومي ماناوو څخه توپير لري.
1. سيستم فکر (Systems Thinking)
سيستم فکر د يوې موضوع د تحليل لپاره د ځانګړو سيستمونو يا عملونو په پېژندنه او کارونې باندې تمرکز کوي. ځينې سيستمونه ممکن وپېژندل شي او وکارول شي، خو ځينې نور ممکن له پام څخه پاتې شي.
عمومي تعريف: دا د يوې موضوع د څېړنې لپاره د سيستمونو د اصولو کارونه ده.
2. سيستيماتيک فکر (Systematic Thinking)
سيستيماتيک فکر د يوې ځانګړې طريقې يا متود په کارونې د يوې موضوع د تحليل لپاره کارول کېږي. دا يو منظم بهير دی چې له ټاکلي پلان او مرحلو سره پرمخ وړل کېږي. ځينې فکري کړنې ممکن په دې پروسه کې ځای ونه لري.
عمومي تعريف: دا د يوې موضوع د تحليل لپاره په منظم او ترتيبي ډول د مشخصو طريقو کارونه ده.
3. سيستيماتيک فکر (Systemic Thinking)
سيستيماتيک فکر د يوې موضوع د څېړنې لپاره د فکر کولو هغه طريقې کاروي چې د تحليل ساحه او حدود ټاکي. دا د يوې موضوع د سيستم د ټولو اړخونو او اړوند برخو ټوليزه کتنه کوي.
عمومي تعريف: دا د تحليل لپاره د يوې موضوع د ټولو اړخونو په يو ځای کولو او د هغې د اغېزو او اړيکو پېژندنه ده.
د توپيرونو په اړه يادونه
په ځينو حالاتو کې، دا درې اصطلاحات کېدای شي ورته ماناوې ولري.
په نورو حالاتو کې، د دوی ترمنځ واضح توپيرونه شته، چې د فکر کولو د طريقې، حدودو، او کارېدونکو سيستمونو په توپير پورې تړاو لري.
د يوه منطق پوه لپاره، ځانګړي معلومات اړين دي ترڅو د دې اصطلاحاتو د ځانګړو معناوو ترمنځ توپير وپېژني.
عمومي پایله:
که څه هم دا درې اصطلاحات ځينې وختونه يو بل ته نږدې معناوې ورکوي، خو د دوی ځانګړې معناوې د هغه ساحې او چوکاټ پورې تړاو لري چېرته چې کارول کېږي.
سرچينه : تيچ تارګيټ ډاټکام ويب سايټ
او کوراډاټکام ويب سايټ
www.techtarget.com
www.quora.com
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.