ما ته له ډنډه خټه راوړئ
د اوسنۍ زمانې یار تري جوړومه
څلور پینځه زنگه دې وکړل
صبر دې وشه، پۀ لمانځه ولاړه یمه
زما قاتل لالا ته وایه
ته خو راخلاص شوې، زه بندي د عمر شومه
د لنډیو د دې برخې لهپاره لاندې لنډۍ برابرې شوې دي:
خدای دې له دې حاله راجوړ که
وریـتـه زړگـیـه بـیـا دې نــه مـئـیـنـومــه
چې لالي بل چا سره وینم
سر په زنگون ږدم، خپل نصیب ته وژاړمه
څنگه نرۍ یې لکه لښته
مېـړه دې ړوند شه چې په تا ماشوم ساتینه
څنگه غریب ولاړ دی مورې
یوځل به ورشم، په رسول که کمه شمه
ما ته له ډنډه خټه راوړئ
د اوسنۍ زمانې یار تري جوړومه
څلور پینځه زنگه دې وکړل
صبر دې وشه، پۀ لمانځه ولاړه یمه
د کوټې تیر راباندې پروت وای
راباندې نه وای د زاړه سړي لاسونه
زما قاتل لالا ته وایه
ته خو راخلاص شوې، زه بندي د عمر شومه
زما دې څه وکړه چې لاړې
نری نازک زړگی به ستا راپسې چوینه
چې پښور جانان ازاد شي
کابله بيا به دې اسان شي ديدنونه
تسبې مې زر دانې پوره کړې
پس له لمانځه مې خدای نه وغوښتې مئینه
ستا د بنگړو په شان وعدې دي
چې زور پرې راشي دړېوړې شي میئنه
نن دې د خیال باڼه لانده دي
ادې په ناز ساتلې، څوک دې ژړوینه
اینې ته گورم په ژړا شم
بدرنگه نه یم په نېستۍ یې پرېښودمه
مرگیه ودرېـږه لاړ نشې
ژوند ته یو څو گیلې کوم درسره ځمه
د بېلتون ډار مې په زړه ښخ دی
وړه خبره مې رنگ زیـړ وتښتوینه
بلها دردونه مې پرې تېر کړل
زه به د زړه د لاسه خاص دوزخ ته ځمه
په توره شپه ته رانه لاړې
دغه زیاتی به دې تر مرگه یاد ساتمه
د بېلتانه غم دې راکم شو
لالیه ټگ وې او که زه نامرده یمه
د وضاحت مې بېوسي ده
گونگی داستان دی، ژبه بنده گرځومه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.