خټینې کلاګانې: د افغانستان د کلتوري میراث یوه ژوندۍ نښه

فاطمه ملکزۍ

264

افغانستان د یوه لرغوني تمدن په توګه د بې‌ساری کلتوري میراث څښتن دی، چې د خټو کلاګانې یې د دې هیواد د تاریخ او کلتور یوه بې‌سارې برخه جوړوي. د خټو د کلاګانو د جوړولو تخنیکونه او جوړښت د افغانستان د جغرافیایي وضعیت، اقلیمي شرایطو، او ټولنیزو اړتیاوو ته ځواب وو. د دې کلاګانو جوړښت نه یوازې د جګړو پر مهال د دفاع لپاره مهم و، بلکې د ټولنیزو ،جوړښتونو څرګندونه کوي.

د افغانستان جغرافیایي جوړښت، غرونه، دښتې، او بیلابیل اقلیمي حالتونه د خټو کلاګانو جوړولو لپاره ځانګړې اړتیاوې رامنځته کړې وې. د دې کلاګانو جوړولو پروسه د افغانانو د کاري روحیې او هوښیارتیا څرګندونه کوي. خټو ته ځانګړې پاملرنه کېده، ځکه چې د خټو کیفیت د کلاګانو د مقاومت او دوام لپاره اړینه وه.

د خټو کلاګانو جوړولو تخنیک د افغانانو د معمارۍ د هنر یوه ځانګړې نمونه ده. پخوانۍ کلیوالې ټولنې به د خټو د چمتو کولو لپاره اشره کاوه، چې دا خپله د ټولنیز همغږۍ او همکارۍ یوه نښه وه. کلیوالو به په ګډه کار کاوه، غوایان یې پر خټو ګرځول او پر خټو به یې پلاستیکونه اچول ترڅو خټې ښه ورسېږي او نرمې شي.

ځانګړو خټګرانو به د خټو جوړولو لپاره ځانګړې مهارتونه لرل. دا کسان د ځانګړو تخنیکونو سره آشنا وو، د خټګرانو تخنیکونه او مهارتونه د کلاګانو د جوړولو لپاره بنسټیز وه، دا هنر د یوه کلتوري میراث په توګه نسل په نسل پاتې شو، او د دې میراث ساتنه د افغانانو لپاره یوه ملي دنده شوه.

د کلاګانو جوړښت د اقلیمي اړتیاوو سره په بشپړه توګه سمون درلود. دا کلاګانې د جغرافیایي شرایطو پر اساس ډیزاین شوې وې. په دې کلاګانو کې ځینې برجونه او څو پوړیز جوړښتونه وو چې د یرغلګرو په وړاندې د څارنې او دفاع لپاره استعمالېده. دې برجونو د کلاګانو دفاع ته ځانګړی اهمیت ورکولو، ځکه چې د هر ډول برید پر مهال دا برجونه د کلا ساتلو کې مرسته کوله.

کلا به معمولاً ۷ تهدابونه درلودل، چې هر تهداب یې یو متر و. کلا به څلور برجونه درلودل، چې د دفاع لپاره یې ځانګړی رول درلود. کله چې د کلا تهداب ایښودل کېده، بیا د کلا خاوند پسه یا چرګ به په هغه ورځ خیرات کاوه.

د دې کلاګانو د ساتنې او اوږد مهال لپاره د دښمنانو او طبیعي پېښو پر وړاندې مقاومت ډېر مهم و. دا کلاګانې د افغانانو د ټولنیزو، اقتصادي او امنیتي اړتیاوو په ځواب کې جوړې شوې وې، چې د سیمې د ژوند ژورې اړتیاوې پوره کړې.

هر چا به کوشش کاوه چې جګه او برج داره کلا جوړه کړي، او کلا کې به یې ښایسته غاټه د لرګیو دروازه کښینوله، بیا به یې د دروازې پر سر رنګا رنګ ټوکران وځوړول، ترڅو چې نظر نشي او د کلا ښکلا یې زیات شي.

د خټو کلاګانې د افغانستان د هرې سیمې د کلتوري ځانګړتیاوو استازیتوب کوي. د هرات کلاګانې د معماري ښکلا له مخې بې‌سارې وې، چې د لویدیځو هنرونو اغېز یې درلوده. په ورته وخت کې، د کندهار کلاګانې د خپل مستحکم جوړښت له امله شهرت لري. د غزني کلاګانې بیا د زغم او استقامت یوه بېلګه وې، چې د وخت د امپراتوریو لپاره د ستراتیژیکې نقطې په توګه کارېدلې.

دا کلاګانې نه یوازې د معمارۍ د هنر یوه بېلګه وې، بلکې د وخت د ټولنیزو او اقتصادي جوړښتونو څرګندونه یې هم کوله. د کلا ګانو دیوالونه د تودوخې او یخنۍ پر وړاندې ځانګړی مقاومت درلود.

د افغانستان د خټو کلاګانې نه یوازې د تاریخ او معمارۍ د هنر سمبول دي، بلکې په ادب کې هم ځای لري. ډېرې شاعرانو او لیکوالانو د دې کلاګانو له لارې د خپلې خاورې د ژوند انځور وړاندې کوي. د جګړو او دردونو شاهدې کلاګانې د شاعرانو د الهام سرچینې وې. لکه یو ټپه ده:

پاس په زړه کلا کې شور دی
مور یې په مړه زوی پسې ډېر کوي ویرونه.

دا ټپه د هغو شېبو انځور وړاندې کوي چې کلاګانې د خلکو د ژوند د سختو پېښو شاهدې وې، خو بیا هم د هغوی د مقاومت او هوډ یوه نښه پاتې شوې دي. د خټو کلاګانې په ادب کې هم د افغانانو د ژوند او مقاومت یوه نښه ګڼل کېږي.

نن ورځ، په افغانستان کې ډېری تاریخې د خټو کلاګانې د جګړو، طبیعي پېښو، او بې‌پرواۍ له امله په خراب حالت کې دي. ډیری داسې کلاګانې شته چې یوازې د یوې کنډوالې په بڼه پاتې دي. دا کلاګانې د افغانستان د فرهنګي هویت یوه نه بېلېدونکې برخه ده، خو د بې‌پرواۍ له امله په ورکېدو دي.

که څه هم په کلیوالو سیمو کې اوس هم خلک د اړتیا له مخې کلاګانې جوړوي، خو دا کلاګانې د پخوانیو په څېر ښکلې، معیاري، او په لوړ کیفیت نه جوړیږي د وخت د شرایطو بدلون، او د تخنیکونو د له منځه تلو، له امله، د کلاګانو جوړښت او کیفیت کې د پام وړ توپیر لیدل کېږي.

ځینې محلي او نړیوالې موسسې د دې کلاګانو د ساتنې او بیا رغونې لپاره هڅې کوي، خو دا هڅې بسنه نه کوي. د دې میراث د ژغورنې لپاره یوه ملي ستراتیژي اړینه ده. سربېره پر دې، د نړیوالو بنسټونو همکاري او د خلکو عامه پوهاوی باید لوړ شي، څو دا تاریخي ارزښت لرونکی میراث راتلونکو نسلونو ته انتقال شي.

د افغانستان د خټو کلاګانې د دې هېواد د تاریخ، کلتور، هنر، او ټولنیزو اړیکو یوه ژوندۍ نښه ده. دا کلاګانې د افغانانو د زغم، مقاومت، او هنر څرګندونه کوي. د دې میراث د ساتنې لپاره ملي او نړیواله همکاري اړینه ده، څو راتلونکي نسلونه له دې کلتوري شتمنۍ برخمن شي. د خلکو ګډون او د دوی احساساتي تړاو د دې کلاګانو د بیا رغونې لپاره کلیدي اهمیت لري، ځکه چې دا کلاګانې یوازې معمارۍ نه بلکې د یوې ټولنې د ژوند یوه کیسه ده.

چیلم د دردونو لوګی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.