ژوند

ذبیح الله احساس

173
دومره دې بې وخته ورښت نه کېږي
ژوند دې وي پر ځمکه لکه کر د ګل
ژوند لکه خوږ بوی د ګلابي غېږې
ستا په اننګو کې دی، اثر د ګل
ژوند دی عشکده او څوکيدار يمه
ژوند همدا چې تا ته انتظار يمه
ژوند لکه تا غږ راباندې کړی وي
ژوند لکه زه حس کړم، چې پکار يمه
ژوند همدا شېبه ده چې در ګورمه
ژوند همدغه ناز دی چې دې وخندل
ژوند لکه چې شک مې ستا پرې شوی وي
بيا مې نن بې درېغه چا ته وکتل
ژوند لکه قدم قدم ګناه چې وي
بس يو ته يې رنګ د ثوابونو يې
ژوند لکه ازغي ازغي راوچوخي
ته څومره په خوی د ګلابونو يې
ژوند لکه کتاب، پاڼه يې واړوه
پرېږده چې دې غږ د بنګړو وخېژي
ژوند لکه د هيلو په ډول مست خلک
غږ يې په اتڼ د زلمو وخېژي
د قوس ۳۰مه، ۱۴۰۳لمريز
https://dawatmedia24.com/?p=162939

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.