د یلدا شپه یوازې یوه اوږده شپه نه ده، بلکه د نوي پیل، رڼا، او هیلو یوه بېلګه ده.په ګڼو کلتورونو کې د ژوند د نوي پیل د سمبول په توګه لمانځل کیږي
د یلدا شپه د سریاني ژبې کلمه ده چې معنی یې زیږون ده. په ۳ مه میلادي پېړۍ کې، میترا پرستان دا اصطلاح په ځانګړې توګه د هغې شپې لپاره کاروله چې په هغې کې الهه میترا زېږېدلې وه.د دې کلمې معنا د اوږدې شپې پای او د نوې رڼا د پیل سمبول دی. چې له دې وروسته د ورځو د اوږدوالي زیری ورکوي.
په لرغوني ایران کې د یلدا شپه ځانګړی ارزښت درلود. زردشتیانو او ساسانیانو باور درلود چې د اوږدې شپې په پای کې رڼا د تیارې په وړاندې بریا ته رسېږي .د همدې لپاره یې د یلدا شپه د طبیعت او کائناتو د بیا ژوندي کېدو د جشن په توګه لمانځله.
د یلدا شپه د شمالي نیمه کرې د ژمي د موسمي انقلاب سره تړاو لري. د دې ځانګړتیا په اوږدوالي کې ده؛ یعنې دا د کال تر ټولو اوږده شپه ده. له دې شپې وروسته، ورځې ورو ورو اوږدېږي او شپې لنډېږي.
د یلدا شپه د نړۍ په ادب کې یو ځانګړی مقام لري. په فارسي ادبیاتو کې حافظ، مولانا، او سعدي دا شپه د اوږدې تیارې او د رڼا د انتظار په بڼه انځور کړې ده. د حافظ په غزلو کې د یلدا شپه د مینې او زغم سمبول ګڼل کېږي، چې میین په اوږدې تیارې کې د خپلې محبوبې د رڼا انتظار کوي.
د سعدي په دې مشهور شعر کې هم د یلدا شپه او د رڼا د زیږیدو مفهوم څرګند دی:
نظر به روی تو هر بامداد نوروزیست
شب فراق تو هر شب که هست یلداییست
په دې شعر کې سعدي د یلدا شپه د فراق او هیلې په توګه انځوروي، چې رڼا او تازه پیل یوازې د انتظار وروسته راځي.
که څه هم په افغانستان کې د یلدا شپه په رسمي توګه نه لمانځل کېږي، خو په مزار شریف او یو څو نورو لویو ښارونو او کلیوالو سیمو کې یې دودونه ژوندۍ پاتې دي. د دې شپې ځانګړتیا د کورنۍ راټولېدل او د کیسو روایت دی. مشرانو به خپلو کشرانو ته د شاهنامې نکلونه، د مینې کیسې، او د ځینو تاریخي پېښو داستانونه اورول.
په ځینو سیمو کې ځوانان له خپلو ملګرو او دوستانو سره وخت تېروي. پخوا به د یلدا شپه د مینې د پیغامونو او پیغام رسولو لپاره ځانګړې وه، خو اوس د ټولنیزو ستونزو له امله دا دودونه کمرنګه شوي دي.
ایران د یلدا د شپې اصلي کور دی، چې زرګونه کلونه یې د دې شپې ځانګړي مراسم ساتلي دي. په دې شپه کورنۍ په ګډه راټولېږي، هندواڼه، انار، او نورې مېوې خوري. انار د ژوند، محبت، او برکت نښه ده، او هندواڼه د تازه والي او خوښۍ تمثیل ګڼل کېږي.
د دې ترڅنګ، خلک د حافظ دیوان پرانیځي او د خپل راتلونکې په اړه فالونه ګوري. په ایران کې د یلدا شپه د کورنۍ د اتحاد، محبت، او خوښۍ یوه ښکاره بېلګه ده.
په هند او پاکستان کې خلک د ژمي د راتګ نمانځنه د دعاوو او مذهبي مراسمو له لارې کوي. که څه هم دا شپه هلته د “یلدا” په نوم نه یادېږي، خو د ژمي لومړۍ ورځ د دعاګانو په څنګ کې د کورنۍ لپاره ځانګړې ګڼل کېږي.
په روسیه کې د یلدا شپه د ځانګړو جشنونو سره نمانځل کېږي. خلک په دې شپه خپلو دوستانو ته ډالۍ ورکوي او د خپلو کورونو ښکلا ته ځانګړې پاملرنه کوي.
سکاټلنډیان په دې شپه ځانګړی دود لري، چې یو کس د اوږدو تورو وېښتانو سره د خپلو ګاونډیانو کورونو ته ځي او د مېلمستیا لپاره خوراکي توکي راټولوي.
په جاپان کې د یلدا شپه “توئوجی” نومیږي او ځانګړي دودونه او آداب لري. د دې دودونو له ډلې څخه یو د نارنج حمام دی. په دې دود کې، خلک د حمام د اوبو حوض دنارنجو ډکوي. کله چې د حمام ګرمې او بخار لرونکې اوبه له د نارنج له پوستکې سره ګډي شي خوشبویي یې په فضا کې خپرېږي. جاپانې خلک په هر توئوجی (یلدا) کې دا ځانګړی حمام کوي او په دې سره خپل بدن او روح تازه کوي.
همدارنګه، د میوو او سبزیجاتو خوړل هم د “توئوجی” یوه برخه ده، که څه هم دا دود په ځوانانو کې تر یو حده کمزوری شوی دی.خو اوس هم ځنې خلګ دغه دودونه تر سره کوي
د یلدا شپه یوازې د اوږدې تیارې نمانځنه نه ده، بلکې دا شپه موږ ته درس راکوي چې تر هرې تیارې وروسته رڼا ضرور راځي. دا د ژوند د ستونزو پر وړاندې د زغم او امید نښه ده.
د یلدا شپه د کورنۍ، مینې، او اتحاد پیغام لري. نو راځئ چې دا شپه د خپلو ملګرو سره په خوښۍ تېره کړو او د ژوند هره ستونزه د صبر او باور په وسیله مات کړو.
یلدا مو مبارک شه.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.