دیره، حجره

زلمی نصرت

168

زه خو هغه پورنی نه یمه څه

چې زما پر مټو دې کابل گټولو

 بیا دې پر ژبه زما ریشخند وهلو

نشه مې والوته او ویښ دې کړمه

چې چوکیدار شوم او تا عیش کولو

 زه اوس قلم، کتاب دفتر غواړمه

 سوا جگړو نه خپل مقر غواړمه

ځان مستقر غواړمه

 له سر درو نه مې دلبر غواړمه

 پـرون پـرمـا چـې و حـرام

هـغـه حلال غـواړمه

ځان ته اقبال غواړمه

هم مې حساب غواړمه

خپل انـتـخـاب غـواړمـه

 ربـاب، سیتار غـواړمـه

فـرهـنـگ تـه کار غـواړمـه

خپله دیره، خپله حجره غواړمه

د تاک نـه لاندې مې نشه غـواړمـه

 نشه د پیازو د شړمبو او د اینځرو نشه

د چنار لاندې په گودر کې د زمزمو نشه

نه د قصرو، نه د مرگو نه د سرو زرو نشه

دنمارک ـ د وایلې ښار

۱۸.۱۲.۲۰۲۱

بیابان

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.