تنده تېره شوه په تږو بې شبنمه سهار راغی
ما يې شونډو ته کتل او ما يې ښکل کړې دواړه سترګې
خو د يار له ويجاړ کلي خالي لاس مې ريبار راغی
د ديدن کنډو يې وران شو د پرون په زلزلو کې
ځای يې تش او وخت د يار د ښکلي مخ د ديدار راغی
له نصيب مې شرط ګټلی ماتوم توبه د عمر
ساقي! ډکه پياله را که ماتېدو ته مې وار راغی
لکه زاڼې دنګه غاړه د مماڼې خال په زنه
ډک د سرو لبانو جام سره ساحل ته نګار راغی
بې د يار د لب له خياله نه ساقي نه صراحي شته
نه پوهېږم چې دا څنګه مې لېمو ته خمار راغی
نزرانې د سپلنيو د لوګو مې شوې قبولې
د متين د يار په ژبه نن د مينې اقرار راغی
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.