د زمانې جبـر کانې وکړلې

عبدالعزیز نایبي

265

زما رنځور پلاره، ستومانې مورې

ستاسو بېلتون مې کړوي هره ورځ

لکه د جنگ میدان کې گیر سرتیری

مجبوریتو پر ما یرغل کړی دی

لکه قفس کې بندي شوی مرغه

وزرونه نشم وهي، نشم درتلی

دې کې به څه حکمت وي؟

دا دومره لوی واټن مو ولې ترمنځ؟

ژوند دی په منډه – منډه، نه تمېـږي

زه دلته لـرې اروپا وخوړم

تاسو وطن کې شیرین عمر لنډ کړ

یواځېتوب لکه لمبه رانه تاو

زړه نه گلخن د سرو سکروټو جوړ دی

اوس مې ستومانه اروا دې گلخن کې

ده لالهانده صبر ورک دی ځینې

ډیرو فکـرو نه لېونی نشمه

پوښتنې ډېرې، د ځواب څوک نشته

بېچارگي ده، بله لار نه لرم

د زړگي خونې ته مې سر ښکاره کړم

پاس له تاخچې د خدای کتاب راواخلم

گوندې ورک شوی قرار وموممه

عبدالعزیز نایبي
ستاکلهم، سویدن
https://dawatmedia24.com/?p=171631

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.