ډېرې راغلې ډېرې لاړې زمانې د ژوند په لاره
معطل نه شولې هيچا ته قافلې د ژوند په لاره
چا ته زهر د زقوم او چا ته ګوټ د ژوندانه شوې
ډکې راغلې تشې لاړې پيمانې د ژوند په لاره
د ملالې د پت کړيکه د ناهيد د وينو څاڅکي
پاتې کېږي ننګيالو نه افسانې د ژوند په لاره
يوه لار د ميکدې ده د ذاهد او ميخور ښار کې
ماتې شوي دي له ډېرو نه توبې د ژوند په لاره
چا ېې لاس د ساقي ښکل کړ چا ېې واړول جامونه
ابادېږي او ورانېږي ميخانې د ژوند په لاره
نه ېې شور له برمه پرېووت نه مزل باندې شوې ستړی
په تڼاکو پښو تپېږي زولنې د ژوند په لاره
څو قلم ګرځي په ګوتو د متين د احساس لاس کې
يو په بل پسې به ليکي ترانې د ژوند په لاره
————–
فبروري – ۱۲ – ۲۰۰۴
ټريسي – کليفورنيا
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.