مرحوم داؤد خان د خپل ترہ پر زوی کودتا وکړہ.
اعلان یې وکړ: شاھي ختمه او جمھوریت ته یک چکچک!
د ھغه جمھوریت د یوہ کس مطلق العنانه دیکتاتوري وہ چې پخپله پکې ولسمشر، صدراعظم، دفاع وزیر، بھرنیو چارو وزیر او نور و.
موږ داسې جمھوریت درلود چې د جمھوري پروسې ( انتخابات ) پر مټ نه بلکې د کودتا په وسیله راغلی و!
٭ که رښتیا ووایم؛ جمھوریت مو وشرماوہ!
خلقیانو ته مو په کمونیزم کې مارکس او انگلز نسوار ھم نه ښکاریدل او د سوسیالیستي نظام په تطبیق کې یې لینن او ستالین شاته پرې ایښي و.
د بیلگې په توگه لنین خیلو به د فیوډالیزم پخلاف مبارزہ کوله او زموږ جاھلانو به د لس جریبه ځمکې څښتن فیوډال باله او فیوډال مباح الدم!
٭ که په ایمان یې ووایم: کمونیزم او سوسیالزم مو و شرماوہ!
د روسانو پخلاف د جھاد پر مھال د
شھ دی سید قطب ورور او د نړیوال اخوانیزم سر لاری مرحوم محمد قطب پیښور ته راغلی و.
ھغه چې کله زموږ د اخوانیانو، گلبدین، رباني، او سیاف ناکړدې ولیدې، زہ یې نه وایم،
٭ محمد قطب ورته ویلي و؛ اخوان المسلمین مو وشرماوہ!
ھماغه مھال ځینې کونړي ملایان، لکه ملا حسین چې بیا وروسته شیخ جمیل الرحمن شو، ملا سمیع الله، حیات الله او نور د عرب وھابیانو په وسلو، پیسو او بسپنو دومرہ وپړسیدل چې په کونړ کې یې ځانته خپل اسلامي ام ا رت اعلان کړ، خو پخپله سیمه کې یې پر ولس د اسلام تر نامه لاندې دومرہ ظلمونه وکړل چې بیا پخپله د عربو سلفي مشرانو د خپلو ځانونو د برئت لپارہ ویل: نحن لسنا مثلھم ( موږ د دوی پڅیر نه یو )!
٭ که حقیقت ووایم: وھابیت مو وشرماوہ!
زموږ د جمھورو علماو په نزد تصوف تر اسلام او ایمان وروسته د دین دریم او تر ټولو اوچت پوړ یانې احسان دی، ھغه چې په اړہ یې پیغمبر علیه السلام فرمایلي: الإحسان، أن تعبد الله كأنك تراه، فإن لم تكن تراه فإنه يراك ( د الله داسې عبادت لکه چې وینې یې )
خو زموږ صوفیانو، پیرانو او خلیفه گانو د وجد، جوش، جذبې او نورو ښو اوصافو تر نامه لاندې خرافاتو، گډا، نڅا او انډوخر ته مخه کړہ!
تصوف چې د نفس تزکیه وہ را څخه د پیرانو او مرشدانو په عبادت بدله شوہ، ځکه خو ارواښاد استاد الفت وایي:
که پیر خس دی، بیا ھم مرید ته بس دی
مریدان دي ډیر کسان، که پیر ناکس دی
له مریدہ بندہ گي د خدای مو غواړہ!
که له خدایه ورته گران پیر یو په لس دی
که یې لنډہ او بې پردې ووایم؛ تصوف مو وشرماوہ!
امریکا خپل جمبوریان، پخواني استفراق شوي جنگسالاران، د شمال لنډہ غران د دیموکراسۍ د تمثیل لپارہ زموږ په څټونو را سپارہ کړل.
داسې حکومت یې راته جوړ کړ چې دوستم، محقق، فھیم و امثالھم یې راته د دیموکراسۍ څلي معرفي کړل.
ارگ مو د فضلي، محب، او نورو له لاسه د فحاشۍ پر اډہ بدل شوی و.
د نیویارک ټکسي وانانو او د پیزا چلونکو مو راته دفاع وزارت او حکومت چلاوہ.
د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې، په څلویښت میلوني ملت کې یواځې اته لکه رایې اچول شوې وې او ھغه ھم تقسیم پر دوہ! ځکه خو دوہ ولسمشرانو مو په یوہ ارگ کې د یوې څوکۍ لپارہ دوہ ځایه لوړې کولې!
٭ که یې پاکه ووایم؛ دیموکراسي مو تر ښنگرو پورې وشرموله!
اوسنیو د حکومت تر نامه لاندې د انډیوالۍ اکاړہ جوړہ کړې.
نه اساسي قانون لري، نه د اعیانو جرگه، نه د علماو شورا او نه د نظام چلونې او تداوم لپارہ کومه پالیسي او تگلارہ!
بس د یو څو متحجرو شیخانو شخصي سلیقه د دین په نوم پر ولس تپل کیږي.
د ولس نیم نفوس په ډیرہ متکبرانه توگه د جھالت تیارو ته ټیل وھل کیږي.
بدہ یې لا دا چې ځینې لنډیان یې ښکارہ په نغارہ د سټیج پر سر نارې وھي: زور لرم!
٭ اوس یې که په ایمان ووایم؛ حکومتولي مو ………. یرہ زہ یې ولې ووایم؟ د دې ھر څه د ویلو ټیکه خو ما نه دہ اخیستې!
دا دې لوستونکي ووایې!!
خو زہ به ھم دومرہ ووایم چې: موږ لوی رب د نورو شرمولو ته پیدا کړي یو!
والله المستعان
________________________
حفیظ الدین پیرزادہ
د دسمبر ۲۰/ ۲۰۲۴ م
لندن
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.