حقاني شبکه :
د مقاومت اوجهاد د کاروان سروال
( آرشیف ۲۰۱۸ م کال )
مولوي جلال الدین، د حقاني شبکې مخکښ مشر :
مولوي جلال الدين حقاني د نړۍ په کچه د افغانستان د مقاومت او جهاد يوه پېژندل شوې څېره وه. دی د افغانستان د فزيکي، جغرافيايي او فرهنګي جوړښت په کتلو سره، اشغال ضد ملېشيايي جګړه د افغانستان حالاتو سره سمونوالی، انتظام او ټينګښت ورکړ. مولوي حقاني د ملا داد الله په همکارۍ د استشهادي بم تکتيک د عراق نه افغانستان ته راوست . په افغانستان او پښتونخواه کې د افغانانو، تاجکستانيانو او ازبکانو د ملېشيايي مقاومت د تريننګ په مقصد روزنيز کورسونه جوړ کړل چې په کې د تصوير او ويديو د تخنيک نه ګټه پورته کېدله.
د سرک پر غاړه چاودېدونکي مواد استعمالول، هدفمنه وژنه، يرغمل نيول او ورته تکتيکونه د مولوي حقاني د هلو ځلو په نتيجه کې افغانستان ملېشيايي جګړې ته لار ومونده. د ملېشيايي جګړې د متخصصينو له نظره ، مولوي حقاني د ستونزمنو ملېشيايي عملياتو د تنظيم او تنفيذ جنگي نبوغ درلود. دی د ځانګړو عملياتو نوښتګر و.
– په ٢٠٠٨ م کال کې د کابل استخباراتو، حقاني شبکه د کرزي د ترور په توطئه او د هند پر سفارت بريد باندې تورن کړ. ٥٠ کسان مړه شول، خو حقاني شبکې په پېښه کې لاسوهنه رد کړه.
– په ٢٠١١ کال د سولې د عالي شورا رئيس برهان الدين رباني ترور او د امريکا پر سفارت بريد، بل پېچلو پوځي تکتيکونو ګڼلی شو چې د حقاني شبکې دقت، تخصص، پروفيشناليزم او پياوړتيا په ګوته کوي.
په سختو ملېشيايي عملياتو کې د مولوي حقاني د برياليتوب اصلي لامل دا و چې ده د مختلفو قامونو او مليتونو په منځ کې نفوذي کسان لرل او د عربانو له جنګي تجربې نه زده کول.
د جلال الدين حقاني جنګي نبوغ د دې لامل شو چې لويديز ښکېلاک د هغه نوم ترورزم سره وتړي او خپلواک افغانان يې د مقاومت او جهاد د سمبول په حيث وپېژني. د مقاومت سمپتايزران(ملاتړي) جلال الدين حقاني د افغانستان د جهاد کريسماتيک قهرمان په حيث پېژني.
نن حقاني شبکه په سيمه کې يو مليشيايي پياوړی ځواک دی چې د لويديز يرغل او کابل ګوداګۍ واکمنۍ پر ضد جنګيږي او د نړۍ په کچه ښه يا بد شهرت لري.
د روسانو پر ضد مقاومت :
مولوي حقاني د شورويانو د اشغال په وخت کې د روسانو لپاره ستر سرخوږی و. د شوروي اشغال په لومړيو کلونو کې مولوي حقاني د جهادي کورنيو په منځ کې د لومړيو قوماندانانو څخه وو چې په شمالي وزيرستان کې د مقاومت د يو غټ مرکز په جوړولو کې يې ونډه لرله. مولوي په جګړه کې د زړورتيا، استعداد او زيرکتيا په ښودلو سره د امريکا او پاکستان د استخباراتو پام ځان ته راجلب کړ او د امريکا او سعودي عرب د زياتو مرستو برخمن شو.
په ١٩٨٧ جمهوريخواه سناتور ’’ چارلي ويلسون‘‘ څلور ورځې د مولوي جلال الدين مېلمه و.
کله چې ولسمشر رېگن ته د جلال الدين حقاني مېړانې، وړتيا او پياوړتيا ثابت شول، په ١٩٨٠ يعنې د شوروي ضد مقاومت د لسيزې په لومړيو کلونو کې يې په سپينه ماڼۍ کې ورته هرکلی وويل. خو د امريکا بل ولسمشر کلنتن د امريکايي اشغال پر مهال حقاني شبکه د تروريستانو په لېست کې ورګډ کړ او د سراج الدين حقاني پر سر باندې يې ١٢ مېليون دالره جائزه وټاکله.
زبر ځواکونه د وخت غوښتنې سره سم په یوه شپه د قهرمان نه تروریست او د تروریست څخه قهرمان جوړولي شي.
جلال الدين حقاني د مخکښ قوماندان په توګه په ١٩٩١ کې د کابل د فتحې په موخه د مجاهدينو کاروان سره يو ځای شو.
د امريکا او ناټو پر ضد د حقاني دريځ :
زما له نظره د شوروي او امريکا ضد اشغال په مقاومت کې د مولوي حقاني ونډه د ملا عمر په پرتله زياته ده. مولوي حقاني د امريکايي اشغال په درشل کې د جهاد د لسيزې جنگي تجربه د امريکا د نوي نيواک پر وړاندې وکاروله او يو وار بيا يې خپل جنګي نبوغ نندارې ته کېښود.
مولوي حقاني په افغانستان کې د امريکا له يرغله وروسته (سپتامبر ٢٠٠١) شمالي وزيرستان ( ميران شا ) د مقاومت او جهاد په ټينګ مورچل بدل کړ چې په کې يې د افغانستان د ټولو قومونو جنګيالي راټول شوي و. د ځوانانو لس کسيزه ډله ييزه قوماندانان يې وټاکل. هغوی دنده لرله چې په هغو سيمو کې چې د طالبانو نفوذ لږ دی، له جنګي ډلو ټپلو سره په پوهاوي يا تطميع طالب ملېشيا ليکو ته پراختيا ورکړي. په هرات، لغمان او لوګر کې د سيمه ييزو جګړه مارانو پر پيروۍ زيات لګښت راغی.
ډله ييز قوماندانان د ډېورنډ د کرښې په اوږدو کې يعنې په هلمند، کندهار، پکتيا او پکتيکا کې يې د طالب په ليکو کې د نوو ځوانانو په استخدام زياتې لاسته راوړنې درلودې. موخه د امريکا او ناټو اشغالګرو قوتونو سره د مقاومت د ګوزارونو تنظيم و.
حقاني شبکه او نړیوال جهاد :
حقاني شبکه په واقعيت کې له ١٩٧٠کاله وروسته د جهاد د لسيزې د اړتياو له مخې په لويه پکتيا کې سر راپورته کړ. هغه وخت مجاهدين، د خليج هېوادونو مرستې ته په تمه و. جلال الدين حقاني په روانه عربي ژبه خبرې کولې او په پاکستان کې يې د بن لادن او نورو عربو جهاديستانو سره معاشرت درلود. خو دغه معاشرت هيڅ وخت د متابعت کچې ته نه وو ټيټ شوی. په ١٩٩٦ کې کله چې بن لادن د امريکا د فشار له کبله له سوډانه وتلو ته اړ شو، مولوي حقاني په خوست ژوره کې يو عملياتي مرکز د القاعدې سروال ته ورکړ.
د مولوي حقاني کوربه توب د دې لامل شو چې لويديز تبليغات حقاني شبکه القاعدې سره وتړي.
طالبانو په خپل ټول ظرفيت غوښتل بهرني جهاديستان تر خپلې ولکې لاندې ولري.
فرانسوي تکړه ژورناليست ’’ ژارژ لوفورو ‘‘ وايي :
’’ طالبانو په ٢٠٠٤ کال کې د يو تحريک په حيث د افغانستان جګړې ته يې مخه کړه، خو د طالب تحريک د القاعدې کومه انشعابي ډله نه وه، بلکې غوښتل يې د القاعدې بنسټ پالنه تر خپلې څارنې او ادارې لاندې ولري او اَن يې په خپل تحريک کې مدغم کړي‘‘ .
په ٢٠٠٦ کال کې د ملا داد الله په هلو ځلو يوه درې کسيزه پلاوی د ابومصعب زرقاوي ( په عراق کې د القاعده مشر) په مشرۍ افغانستان ته ولېږل شو چې بن لادن د ملا عمر بيعت ته وهڅوي. په پلاوي کې ايمن الظواهري (د القاعده دوهم کس) هم غړی و . درې واړه عرب مشرانو د ملا عمر جهادي قيادت ومنل. بناً افغانان تل په دې لټه کې وو چې د بهرني اشغال پر وړاندې د مقاومت نوښت په لاس کې ولري او بهرني جهاديستان د بلواکۍ پر ضد وکاروي.
د لويديزو محققينو د تحليل له مخې جلال الدين حقاني يو سوچه ناسيوناليست مسلمان و چې نړۍوال اسلامي انقلاب ته يې د غير عملي خيالاتو په بڼه کتل. خو د ده زامن، سراج الدين حقاني پر دې باور و چې له عرب انقلابيونو سره اختلاف په افغانستان کې د مقاومت پوتانسيل(قوت) کمزوری کوي. دی د ابو الليث الليبي ( د ليبيا تبعه او د اسامه بن لادن قوماندان) ملګری و.
واقعيت دا دی چې د جګړې مجبوريتونو سراج الدين حقاني د عربي کړيو مرستې خوا ته هڅولی و.
حقاني او د طالبانو تحريک :
جلال الدين حقاني طالب يعنې د ديني مدرسې فارغ التحصيل نه و. د ده دواړه زامن سراج الدين حقاني او بدرالدين ( نظامي قوماندانان ) له ديني مدرسې فارغ شوې وو.
مولوي جلال الدين په ١٩٩٤ کال کې د طالبانو اسلامي تحريک سره يو ځای شو. ده تر ٢٠٠٦ کال پورې تر زياتې اندازې پورې جهادي عمليات ځنډولی وو، خو کله چې له افغانستانه د شورويانو له وتلو نه وروسته امريکا د يوې مغرضې لوبغاړې په توګه له سيمې پښې سپکې کړې او د افغانستان جګړه ماران يې جګړې ته خوشې کړل، مولوي حقاني معرکې ته ورګډ شو.
د طالبانو په ګټه ستر فتوحات لکه کابل، کندهار او هرات ( ١٩٩٦ ١٩٩٤٫او ١٩٩٥) د جلال الدين حقانې او د ده د کورنۍ د بې سارې سرښيندنې په بدل لاس ته راغلې، خو ملا عمر او ملګرو يې هغو کسانو ته چې له ديني مدارسو فارغ نه وو، چندان نظر نه کاوه. طالبان مولوي حقاني د پولو د وزير په توګه وګمارل چه يوه تشريفاتي پوست وو. طالبانو په سياسي موضوعاتو کې له ده سره مشوره نه کوله. بناءً د طالبانو په امارت کې د مولوي حقاني د شهرت او خدمتونو قدر ونه شو.
له الفه تر يا پورې له طالبه نظام جوړول د طالبانو ستره غلطي وه چې د اسلامي امارت پر وړاندې يې له کور او بهره د دښمنۍ جذبات وپارول.
د کورنيو جګړو پر مهال د حقاني دريځ :
جلال الدين حقاني د جهاد په لسيزه کې د جنګي ډلو ټپلو تر منځ دښمني د افغانستان تباهي ګڼله. ده د متخاصمو ډلو تر منځ د سولې په راوستلو کې څو واره د منځګړيتوب ناکامه هڅه وکړه. برخلاف مولوي حقانې د پاکستان فوج او د پاکستاني طالبانو تر منځ په شخړه کې د سولې لاسته راوړنې درلودې. دلته د دوه پیښې یادونه کوو :
– په ٢٠٠٦ کال کې د پاکستان فوج او آي، اس، آي په وزیرستان کې تصفیوي عملیات
تر لاس لاندې ونیول. خو د عملیاتو د پیل نه مخکې ګن شمیر عربان او د مرکزي آسیا جهادیستان له سیمې نه وتلې وو. پاتې شویو بهرنيو جهادیستان، القاعده او پاکستاني طالبان د ’’ جیش القباد الجهاد ‘‘ او ’’ جندالله ‘‘ په لیکو کې جذب شول.
حاجي نظیر د پاکستاني استخباراتو اجنت، د اربکیانو د یوه لویه دله سروال وو. دي بهرنیو جهادیانو ته دوه وړاندیزونه وکړ : فوج ته تسلیمیدل یا په افغانستان کې د اشغالګرو قوتونو سره جنګیدل. دواړه توافق ته ونرسید. د ٢٠٠٧ کال د مارچ په میاشت په نښته کې ١٤٠ کسه ووږل شول. جلال الدین حقاني د سولې د قهرمان په رول میدان ته ورګد شو. د سراج الدین حقاني، ملا داد الله او نور محمد ثاقب په غړیتوب د جوړ جاړي یوه درې کسیزه پلاوې وتاکل شو. د سولې پلاوې پدې بریالي شو چه پاکستاني فوج شاتګ ته اړ کړي. بهرنیان ( دیرکي عرب ) د سیمې نه ووتل او عراق لورې ته ولاړل.
– په ٢٠٠٨ د پاکستان فوج په باجوړ کې له جنګیالو سره په تکر کې وو. د مولوې جلال الدین او سراج الدین په وساطت د متخاصمو دلو ( د پاکستان فوج، پاکستانې طالبان او القاعده ) ترمنځ اوربند نافذ شو.
په شمالي او جنوبي وزیرستان کې دیرکي ولس ځان افغان ګني او د افغاني طالبانو نه ملاتړ کوي.
په لر او بر کې کې د مولوي حقاني د کورني د منځګړیتوب کامیابه ونده په پښتونخواه کې د افغانانو د ولسي رسوخ ښکاره بیلګه ده.
د امريکا او ناټو پر ضد وروستۍ جګړې :
پر موږ باندې تپل شوې جګړه د زبرځواکونو تر منځ د تقابل او ټکر له امله راپيدا شو. له همدې کبله مولوي حقاني د افغانستان د څلوېښت کلن ناورين پړه پر روسانو او امريکايانو وراچولې وه.
زموږ په خاوره کې د بهرنيانو اوږدمهاله حاکمانه حضور، مولوي حقاني دې ته اړ کړ چې وسله پر زمکه کېنږدي. مولوي حقاني د زغم، روغه جوړه اود سولې سړی و. د جګړو په بهير کې يې د راکړې ورکړې پخې تجربې لرلې، خو مغرورې امريکا چې د افغانانو په سرښيندنه د سړې جګړې فاتحه وه، تروريزم سره د جګړې تر نامه لاندې يې د افغان مقاومت پر ضد دريځ ونيو.
په لسهاوو کرته جلال الدين حقاني او د هغه کورنۍ د امريکايي ډرون په واسطه په نښه شوې. په وروستي بريد يې ( د اکتوبر ١٧- ٢٠١٧) چې د تلفاتو شمېر يې ٢٠ ښودل شوی و او په کې نه يوازې د حقاني کورنۍ غړيو، بلکې سلګونه ملکي کسان تلف شوي وو.
امريکا د پاکستان د سياستونو تر اغېز لاندې د ډېورنډ د دواړو خواوو د ولسونو په ځپلو کې ستره ستراتژيکه غلطي وکړه. په لر او بر کې د پښتونخواه سياسې- مذهبې مشران او قوماندانان لکه بيت الله مسود او حکيم الله مسود د پاکستان د سياسي هژموني(غلَبې) پر وړاندې بالقوه کلک مورچلونه او د سولې او امن ستنې وې چې د امريکا د ډرون په وسيله شهيدان شول. دواړه د امريکا د مذهب ضد هستري ( یو دول روحي ناروغي ) او د پاکستان د هژمونستي سیاست ښکار شول.
د پاکستان په مرسته د ملا عمر او ملا منصور شهادت د امريکا بل جنايت دی چې په پښتونخواه خاوره کې يې افغانستان د خپلو نفوذي کسانو له حضوره بې برخې کړ.
په همدې لړي لطیف الله محسود چې د پاکستاني طالبانو یو مهم قومندان وو په لوګر کې د افغان امنیتي پرسونل له خوأ ونیول شو ( د اکتوبر میاشت ٢٠١٣ ) . دي امریکايي ځواکونو له افغان ځواکونو په زور یووړ او تر اوږدې مودې زنداني کولو وروسته یې د پاکستان سره د کابل حکومت د زندانیانو په تبادله کې ( په پاکستان کې د اشرف غني د ضد ملي معاملې له مخې ) پاکستاني حکومت ته وسپاره.
انس حقاني او د ده ملګری حافظ رشید د قطر په هوایي میدان کې د امریکا د استخباراتي سازمان سي آی اې په غوښتنه د نړیوالو پولیسو لخوا ونیول شول او دوبۍ ته راوړل شول او هلته یې د افغانستان استخباراتي کسانو ته وسپارل.
د امريکا د يرغل په درشل کې ٢٠ زره وزيرستاني د افغانستان په شمال کې خپلو افغان ورونو سره د امريکا پر ضد جګړه کې لګيا وو. د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې څلوېښت کاله جګړه او د کډوالو او جنګياليو تګ او راتګ، کرښه په دوفکتو دول له منځه وړې ده. خو امريکا او پاکستان، افغانستان د اشغال په منګولو کې دومره بوخت او کمزور ساتلی چې د سيمې د سياسي ودې نه ګټه پورته کولی نه شي. ’’ پای‘‘ فرانسه
01/03/2018
٠١/٠٣/٢٠١٨
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.