اسعداباد (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۳): د کونړ یو شمېر اوسېدونکي وايي، له تېرو درېیو کلونو راهیسې د ځینو ستونزو له امله د مناګي برېښنا بند له فعالیته لوېدلی او غوښتنه کوي چې حکومت دې هر څه ژر د دغه بند د بیا فعالولو چارې پيل کړي.
د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي له اسلامي امارته غواړي چې کونړ کې د یاد بند پاتې چارې بشپړې کړي څو دغه ولایت کې د برېښنا کمښت ستونزه ورسره تر یوه بریده حل شي.
د کونړ په وټهپور ولسوالۍ کې د پیج درې پر سیند د مناګي برېښنا کوټ چې د ۱,۲ مېګاواټ برېښنا د تولید ظرفیت به ولري په ۱۳۹۲ کال کې یې د جوړېدو چارې د ۸ اعشاریه ۹ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې وې. دغه بند یو ځل د تېر حکومت په وروستیو کې فعال شو خو دا چې چارې یې نه وې بشپړې شوې، له تېرو درېیو کلونو راهیسې له فعالیته لوېدلی دی.
یو کال مخکې د اسلامي امارت د وزیرانو شورا د اقتصادي کمېټې د پرېکړې پر اساس، د مناګي برېښنا بند د نیمګړو چارو د بشپړولو لپاره ۳ اعشاریه ۶ میلیونه افغانۍ بودجه ځانګړې شوه چې ټاکل شوې وه د څلورو میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي خو لا پیل شوې هم نه دي.
د کونړ د مرکز اسعداباد ښار اړوند د دوشاخیلو سیمې اوسېدونکي قومي مشر نورالرحمن د یاد بند په اړه وویل، د کونړ خلک لاهم په پرېمانه اوبو کې برېښنا نه لري چې حکومت باید په بنسټیزه توګه دا ستونزه حل کړي.
هغه زیاته کړه: «د مناګي برېښنا بند د فعالولو او نیمګړو چارو د بشپړولو لپاره د اوسني حکومت مشرتابه بودجه ځانګړې کړه او اعلان یې وکړ چې په څلور میاشتو کې به یاد برېښنا بند فعال کړي خو دا دی یو کال پوره شو، لاهم دا برېښنا بند هماغسې غیرفعال پاتې دی.»
دغه راز، د اسعداباد د کرهالې سیمې اوسېدونکي محمدعارف وویل، د مناګي برېښنا بند چې نږدې یوه لسیزه مخکې د مخکیني حکومت پرمهال یې د جوړلو چارې پیل شوې وې، تر اوسه نه دي بشپړې شوې.
هغه وویل: «په تېر نظام کې که فساد نه وای، نو دغه برېښنا کوټ به په خپله ټاکلې موده کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوی و، اوس مو له حکومته غوښتنه دا ده چې دغه بند راته ژر فعال کړي؛ ځکه په دومره پرېمانه اوبو کې موږ لا هم بېبرېښنا یو.»
د یادونې وړ ده چې شاوخوا یو کال مخکې د کونړ د برېښنا رییس شهابالدین یاسر پژواک خبري اژانس ته ویلي وو، د ولایتي ادارې په هڅو او د مرکزي حکومت په خاصې پاملرنې د افغانستان د برېښنا شرکت د تخنیکې ډلې له لوري د مناګي برېښنا بند د ترمیم او اساسي جوړونې چارې په عملي توګه پیل شوې چې په څلورو میاشتو کې به بشپړې شي.
پژواک هڅه وکړه چې د یاد بند د چارو په تړاو د دغه ولایت د برېښنا ریاست د مسوولینو تازه نظر واخلي خو له بار- بار هڅو سره خبرو ته حاضر نشول.
د دغه ولایت د برېښنا ریاست د مسوولینو په خبره، د مناګي برېښنا بند د جوړېدو قرارداد د تېر حکومت پرمهال د «امین ساپي» په نوم له یوه ساختماني شرکت سره شوی و چې اوس ورسره قرارداد لغوه شوی او ټولې چارې یې د برېښنا عمومي ریاست پر غاړه اخیستې دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.