زړه مې خوږېږي ولې او رنګ مې تور ولې دی
زه خو له تا سره يم۔ په ما بل اور ولې دی
ژوند که يو څو ديدنه۔ وي ښه په ډکو سترګو
ما خو ژوند کړی نه دی۔ په ما ژوند پور ولې دی
ساه به مې هم وخيژي۔ دنيا به ړنګه نه شي
خبره دا ده ياره چې زړه نسکور ولې دی
ګوره يې دوه سترګو ته په کې دې دوه ځوابه
عشق مرتبه ولې دی او عشق پېغور ولې دی
په جنتونو پسې۔ يم په دوزخ اوښتی
په شته جانان کې وطن رانه ورک کور ولې دی
که غږ دې نه رارسي بيا خو ما مړ وبوله
په خاموشی ميينې په ما کې شور ولې دی
کابل به نه وي سقوط۔ ځه دا به هم ومنم
دا دی څو کاله وشول ژوند په لاهور ولې دی
2024دسمبر24
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.