کډوالي” کتاب له چاپ څخه راووت”

عبدالوهاب مومند

144

دا کتاب لوستونکو ته د کډوالۍ د پېچلو واقعیتونو ژوره پوهه وړاندې کوي چې د کډوالو پر کلتوري، ټولنیزو او احساساتي ننګونو رڼا اچوي او د دوی له کیسو سره د خواخوږۍ او ژورې اړیکې احساس راپاروي. همدارنګه د پېژندګلوۍ، ادغام او د بې‌ ځایه کېدو د تلپاتې اغېزو په انتقادي تحلیل سره دا کتاب د لوستونکو لپاره په نوي لیدلوري بحث کوي چې غواړي د کډوالۍ د پېچلتیاو او د هغه د فردي او ټولنیزو اغېزو ژور درک ترلاسه کړي.

د دوکتور وحید وطنیار له لوري لیکل شوی “کډوالي” اثر تازه په کابل کې اکسوس کتابپلورنځي په ښه صحافت او کیفیت په ۱۱۱ مخونو کې د چاپ په ګاڼه سمبال کړی. یاد کتاب څلور برخې لري او نوي موضوعات د کډوالو پر ژوند او د هغوی پر وړاندې د کوربه ټولنو د چلند په اړه یو ځانګړې څېړنه وړاندې کوي، چې په کې د ګواښونو، ننګونو، تمو او حقیقتونو هر اړخیز تحلیل شوی دی.

د کتاب لومړۍ برخه کې د کډوالۍ موضوع په تیوریک ډول څېړل شوې ده او د څېړنې میتودلوژي په واضحه توګه تشریح کوي.
په دویمه برخه کې د خپل هېواد پرېښودلو سره د ریښو پرې کولو درد او لوېدیځو هېوادونو ته د کډوالۍ پر ننګونو او خطرونو تفصیلي خبرې شوې دي.
په درېیمه برخه کې کوربه ټولنو ته د کډوالو په رسېدو وروسته ټولنیزې ستونزې او کلتوري توپیرونه ارزول شوي دي، کوم چې هر کډوال یې خامخا تجربه کوي.
په څلورمه برخه کې چې وروستۍ برخه ده د کډوالۍ هر اړخیزې اغېزې څېړل شوي، د څېړنې پایلې وړاندې شوې دي او د معتبرو ماخذونو یادونه هم شوې ده.

د کتاب مینوال کولای شي له اکسوس سربېره د هېواد په نورو مشهورو کتابپلورځیو کې یې یاد کتاب ترلاسه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.