د پاکستان ډبل ګیم یا دوه مخې سیاست

شاه محمود میاخیل

363

پاکستان همیشه افغانان او  دنیا په ډبل ګیم یا دوه مخي سیاست غولولې ده. د پاکستان خاص استازی له یوه خوا د طالبانو د ادارې د سیاسي مرستیال، مولوی کبیر سره ناسته کوي خو له بلې خو په برمل باندې همزمانه هوایي حمله کوي.

له یوه خوا طالبان او پاکستان د یو بل سره همدردي کوي خو له بله خوایي د پاکستان ملګرو ملتونو استازی او نور لوړ رتبه ملکي او پوځې چارواکي، طالبان د پاکستان په بد امنې او د پاکستاني طالبانو په حمایت تقبیح کوي.

له یوه خوا کابل ته د ملا فضل رحمن او ملاتقي غوندې د ملایانو، ژورنالستانو، پوځیانو، ملکانو او سیاسیونو ډلې لیږي او ورته وایي چې ډیر نامي اسلامي حکومتولي مو پیل کړې چې سارې یې نه په عربو او نه عجمو کې شته خو له بله اړخه بیا بیرته په رسنیو کې وایي چې د طالبانو د حکومتولې ماډل د اسلام سره خلاف او د پاکستان لپاره زهر هرحل دی.

له یوه خوا د طالبانو سره ښه روابط ساتي خو له بله اړخه پخواني جهادي قوماندانان یې په لسټونې کې ساتلي، هغوي دعوتوي او تشویقوي چې د طالبانو په ضد مسلحانه فعالیتونه په شمال او نورو سیمو کې پیل کړي.

پخوا به د پیښور نه د ځمکې او هوا له لارې شمال ټلوالې ته او هم د حکمتیار اسلامي حزب ته سلاوې او نور اکمالات تر سره کول چې کورني جنګ ته دوام ورکړي.

هم یې د امریکې او ناتو سره همکاري کوله او هم یې طالبان، بن لادن او نور افراطي ډلې په پوځي چوڼیو کې ساتل چې د دوی په ضد وجنګیږي.

د سوړ جنګ په دوران کې یې هم د شوروي اتحاد او د کابل رژیم په ضد مجاهدین او نورې افراطي ډلې استعمالولې او هم یې د عربو او عجمو نه د چین، او امریکې په شمول باخسته.

خبره دا ده چې د پاکستان په ډبل ګیم که افغانان او دنیا اوس هم نه پوهیږي نو څه وخت به پوهیږي؟

مهمه خبره بیا بیا تکراروله پخوانیو مشرانو ته او اوس طالبانو او نورو افغانانو ته تکراروو چې تر څو یو بل ونه منې، همداسې د پاکستان، د سیمې او دنیا د ډبل ګیم قرباني اوسي.

فرصتونه همیشه او پآیداره نه وي او د انترنیت د تیزوالي یا سرعت غوندې فرصتونه د لاسه وځي او بیا به نه شل وي او نه نونس. که تیرو حکومتونو او پخوانیو مشرانو د نفې او انحصار د قدرت د فرمولې په اساس فرصتونه د لاسه ورکړي او یا یې فرصتونه په بحران بدل کړیدي، دا اوس د موجوده مشرانو، کشرانو او لوبغاړو پورې اړه لري چې بیا به ټول لاس پړقوي خو هیڅ به نه وي.

شاه محمود میاخیل
د ننګرهار پخوانې والي او د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مشر

افغانستان ته خوشبیني او بدبیني؛ د راتلونکې لپاره روښانه تګلاره

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.