په افغانستان کې د طالبانو حکومت هنرمنانو او پخوانیو محلي سندرغاړو ته د کار بدیل معرفي کړی دی.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران بي بي سي ته وویل، هنرمنان او سندرغاړي کولای شي د نعتونو جوړولو او اسلامي ترانو په کمپوز او تولید کې همکاري وکړي.
دی وايي، “زموږ ادارو له هغو کسانو سره اړیکې نیولي، چې پخوا یې سندرې ویلې او د دوی په اند هنرمندان وو. دوی دې راشي او خپل استعدادونه دې په هغو برخو کې وکاروي، چې له افغاني کلتور سره په ټکر کې نه وي. دوی دې د کمپوز، نعت ویلو، اسلامي ترانو او شعرونو په جوړولو کې همکاري وکړي.”
طالبان موسيقي حرامه ګڼي او په پرلپسې توګه یې د موسيقۍ الې نیولي او له منځه وړې دي. د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره، پر موسیقي بندیز ولګېد او د دې ډګر ټولو ښکېلو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړې.
ښاغلی غفران وايي، “د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هغو هنرونو ملاتړ کوي چې د افغانستان اصیل فرهنګ او اسلامي شریعت یې په تړاو ستونزه ونه لري. د ترانو، شعر او زمزمو په برخه کې موږ پیاوړي هنرمندان او سندرغاړي لرو. خو هغه څه چې په پخوا وختونو کې موسیقي یا سندرې ورته ویل کېدل او د افغاني کلتور برخه وه، له بده مرغه د موسیقۍ ناسم تعریف و. د افغانستان اصیل فرهنګ اړتیا نه لري چې ملاتړ یې وکړو.”
دا معلومه نه ده، چې څومره هنرمندانو دغه وزارت ته د کار موندلو او له طالبانو سره د همکارۍ په موخه مراجعه کړې، خو دوی وايي طالبان د سندرغاړو او موسیقارانو (موسیقي غږوونکو) په اړه مثبت نظر نه لري.
۶۱ کلن مهري یا میر مفتون، چې مشهور سیمه ییز سندرغاړی او د افغاني موسیقي یوه پېژندل شوې څېره ده، د خپل ځانګړي سبک له امله مشهور دی. هغه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په هېواد کې پاتې شو. هغه نژدې خپل هنر پرې اېښی دی او وايي په کرکېله بوخت دی.
هغه بي بي سي ته وویل، “هغه قانون چې په افغانستان کې دی، موږ د هماغه قانون تابع یو. دا چې موسیقي ته اجازه نه شته، موږ یې هم نه غږوو. زه د بدخشان د اشکاشم په یوه ښکلي کلي کې اوسېږم. زه کله کله کروندو ته ځم، که څه هم موږ بزګر لرو، خو زه ډېر کار کوم. ساعت مې تېر دی، خو موسیقي نشته.”
کله چې په وروستیو کې میر مفتون ته د موسیقي شوق ورشي، تاجکستان ته ځي. “کله چې د موسیقي شوق راشي، یوه میاشت تاجکستان ته ځم او بیا بېرته راستنېږم.”
خو د ټولو هنرمندانو لپاره له افغانستانه بهر د تګ شرایط هم برابر نه دي. په افغانستان کې د پښتو ژبې يو سندرغاړی وايي، کله ناکله د موسيقۍ الات غږوي، خو په پټه. هغه، چې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل، د سندرغاړو لپاره ژوند ډېر ستونزمن شوى دى.
“اوس ډېر داسې سندرغاړي شته، چې په ښار کې موټر چلوي، دا هغه سندرغاړي وو، چې سندرو او شهرت یې ډېر اغېزمن کړی وو، اوس په ښار کې وريجې پلوري یا هم ټکسي چلوي، ژوند یې خورا ستونزمن دی.”
افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د کنسرتونو، په رسنیو کې د موسیقي پروګرامونو او په شخصي او کورنیو محفلونو کې د ساز او سندرو خبر نشته. ډېری هنرمندان وايي، څنډې ته شوي او راتلونکې ته هېڅ هیلهمن نه دي.
ډېری دغه سندرغاړي د خپل وطن پرېښودو ته اړ شوي دي. زیاتره یې ایران او پاکستان ته کډوال شول. ځينې يې د ازبکستان، تاجکستان، ترکيې، هند او لوېدیځو هېوادونو ته ولاړل.
ناصر پرواني، محلي سندرغاړی دی چې د سندرو ویلو ۳۰ کلنه تجربه لري. ښاغلی پرواني واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته بیا ځلې د هېواد پرېښودو ته اړ شو.
هغه وايي په هغه شپه چې طالبان کابل ته ننوتل، “موږ په نهیلۍ د موسیقي ټول الات وسوځول.”
اټکل دی چې شاوخوا پنځه سوه افغان سندرغاړو او هنرمندانو یوازې په ایران کې پناه اخیستې ده. په ایران کې د هنري کار د محدودې ساحې له امله، دغه محلي سندرغاړی اوس په یوه هټۍ کې کار کوي. زوی یې چې جاز غږاوه د جامو ګنډلو په دوکان کې شاګرد شوی دی.
هغه بي بي سي ته وویل: “سندرغاړو له مجبورۍ ایران غوره کړی دی. که موسیقي نه وي، یو بل کار پیدا کېږي، چې د یوې ډوډۍ پیسې ترلاسه کړي. موږ په سختۍ وخت تېروو.”
ښاغلی پرواني په ایران کې د افغان هنرمندانو وضعیت ستونزمن بولي او وايي، د ملګرو ملتونو دفتر ته له څو ځلو سفرونو سره سره د دوی وضعیت ته چا پام نه دی کړی. “خدای شاهد دی چې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي.”
ناظم بخش او ورور يې نظیم بخش نور هغه هنرمندان دي چې د طالبانو له خوا پر موسيقۍ له بنديز وروسته پاکستان ته ولاړل. دوی د مشهور سندرغاړي کورنۍ غړي دي. د دوی پلار ندیم بخش او نېکه یې استاد رحیم بخش دی.
د خرابات د کوڅې دا دوه ځوانان په خپله کورنۍ کې لږ تر لږه شل هنرمنان لري. خرابات د افغاني موسیقۍ هنر د پیدایښت او ودې ځای بلل کېږي دغه دواړه هنرمندان په سر کې شوقي او وروسته یې په مسلکي توګه موسیقي زدکړه.
ناظم بخش چې شاوخوا ٢٤ کلن دی وايي: “موږ د خپلو خلکو په خوښيو کې برخه اخيسته، ډېر بوخت وو. که په اونۍ کې به مو يوه شپه هم په کور تېره کړه، زموږ پاچاهي وه.”
ناظم بخش طبله غږوي او ورور يې سندرې وايي. هغه وايي، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته يې څه موده په افغانستان کې ژوند وکړ، خو مجبور شول موسيقي پرېږدي او نورو غیر هنري کارونو ته مخه کړي. “زموږ کار ته یې اجازه را نه کړه، موږ هم وویل، تاسو چې خرابات تړئ، دا زموږ د اوسېدو ځای نه دی، ټول سوالګر شول. ما خپله کړاچۍ چلوله او مزدوري مې کوله، بیا مې لوبیا او منتو پلورل…”
په پاکستان کې حالات هم ورته مناسب نه دي. د نیولو او بېرته افغانستان ته د شړلو وېرې د ناظم بخش او د هغه د کورنۍ خوب تښتولی دی. “اوس مهال موږ په پاکستان کې بې روزګاره یو، په میاشت کې یو یا دوه محفلونو ته ځو او بس.”
خو د یو شمېر افغان هنرمندان او سندرغاړو بخت کار کړی او لوېدیځو هېوادونو ته ولېږدول شول. په دوی کې یو شمېر بیا توانېدلي چې د افغانانو ترمنځ بیا خپل ځای ومومي.
خو له افغانستان څخه بهر د موسيقۍ توليد او دغه هنر ته وده ورکول ګران پرېوزي، ځکه ډېرى هنرمنان اړ کېږي چې خپل هنر پرېږدي او د خپل ژوند د دوام لپاره په غير هنري کارونو بوخت شي.
په پرتګال کې د افغانستان د موسیقۍ د انستیتیوت مشر احمد ناصر سرمست بي بي سي ته وویل، افغانستان په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې په خاموشه حالت کې دی او په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان د موسیقۍ د ښې راتلونکې وړاندوېینه نه شي کېدای.
دی وايي، که د طالبانو په تګلارو کې بدلون را نه شي، په نژدې راتلونکې کې به د افغانستان موسیقي چې ټکنۍ شي، له منځه ولاړه شي.
ښاغلی سرمست وايي، د دې وخت دی چې دیني عالمان رامخې ته شي. “هغه افغان دیني عالمان چې دا علوم یې په ریښتیا هم په علمي بڼه زدکړي دي، باید دا حقیقت په ډاګه کړي او ووايي چې د قرآن کریم په هېڅ ځای کې موسیقي نه ده منع شوې.”
هغه خبرداری ورکوي، د موسیقۍ په برخه کې د طالبانو د تګلارو اوږد مهاله اغېز به له یوې خوا د افغانستان د توکمونو او ملیتونو د بډایه میراثونو په زیان تمام شي او له بل پلوه به افغانستان په یوه ناروغ هېواد بدل شي.
ښاغلى سرمست وايي، موږ په بهر کې د موسیقي د ساتنې او راتلونکو نسلونو ته د لېږدولو لپاره هڅې کړي، خو له بده مرغه بنسټيز کار نه دى شوى، هنرمندان په خپل ورځني ژوند کې بوخت دي او تر يوه چتر لاندې نه دي را غونډ شوي، چې د خپلې موسیقۍ او افغانستان د خلکو د حق لپاره غږ اوچت کړي.
بی بی سی / پښتو
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.