ستر پښتون، ملی مفکر او زعیم مومند بابا
(پنځلسمه برخه)
د مطبوعاتی شخصیت محمد ایوب مومندی د ۸۴ کلنۍ ژوند خاطرات:
کله چی زه ۱۳۲۹ کال د وړانګی د ورځپانی د چلوونکی او د اطلاعات او کلتور د لوری د مدیر په حیث می په پکتیا کی ماموریت درلود، یوه ورځ زما یو دوست چی سید حنان نومیده او د خوست اوسیدونکی وه، د وزیر محمد ګل مومند د میړانی او پښتونولۍ په اړه یی یوه تاریخی خاطره راسره شریکه کړه.
سید حنان وویل:«چی ( ۱۳۰۳) کال په شا او خوا کی غازی امان الله خان د سلطنت په وخت کی چی د وزیرو او قبایلی خلکو، د غلیمانو په لمسون، د خوست عسکری قشله او د ولایت مرکزی برخی کلا بندی کړی وی، نو عبدالحکیم نومی اعلی حاکم، چی ما ورسره د سکرتر په حیث کار کاوه، ډیر په ډار او ویره کی و. (دا ډارن او بی ایمانه او بی پښتو، اعلی حاکم عیدالحکیم بارکزی شاغاسی، د ډاکټر حیدرخان شاغاسی پلار وه و چی د سردار صاحب داؤد خان په جمهوریت کی د کابل د پوهنتون رئیس او د ربانی په دوره کی لمړی د احمد شاه مسعود پنجشیری سیاسی مشاور او ورسته سفیرشو، اعلی حاکم عبدالحکیم شاغاسی وروسته د سقویانو ملګری او د خدمتګار په توګه وظیفه اجراء کوله.
څه وخت چی داکتر حیدرخان د نظار شوری حامی او پلوی وګرزید ، ما ورسره خپل ډیر دوستانه روابط قطع کړل.مومند)
خوشحال بابا فرمایی:
تف په ږیره د همه واړو بارکو
لا زما په ږیره هم چی زه بارک یم
کله چی به د یاغیانو او د حکومت مخالیفینو لخوا به د اعلی حاکم یعنی عیدالحکیم خان د هستوګنی پرځای ډزی وشوی نو ده په نارو، سورو او واویلا شروع وکړه او په فارسی ژبه یی ویل چی:«مشران لشکررا بفهمانید که هدف خود را تشخیص کرده، فیر کنند.»
(دی بی فرهنګه، تش په نامه ډارن بارکزی، خپله ملی او د پلرونو ژبه نه وه زده- داؤد مومند)
خو د بلی خوا د فرقی عسکری قوماندان، محمد ګل خان مومند، تولو منصب دارانو ته په کلکه امرکړی وه، چی باید د ټوپک یوډزهم د مخالفینو خواته صورت و نه نیسی.
دوه دری ورځی د مخالفو لښکرو لخوا چی شمیر یی اوه زره تنه اټکل شوی و، د خوست په مرکز مخصوصاْ قرارګاه په زر ګونو ډزی او فیرونه وشو، خو د عسکری قوماندان محمد ګل خان مومند په امر یو ډزهم متقابلتا عملی نشو.
د څلورمی ورځی د لسو بجو په شا او خوا کی محمد ګل خان مومند په تیلفون کی حاکم اعلی عبدالحکیم خان ته وویل: چی که له ما سره ملګری کوی، نو زه درته انتظار باسم، که ته نه راځی، نو زه په تش لاس لښکریانو ته ور روان یم.
عبدالحکیم خان شاغاسی ماته په فارسی ژبه وویل چی:«آغای مومند خو یک آدم سر تیر است، من نمی خواهم خود را زنده به دست دشمن بسپارم، تو از طرف من آقای مومند را همراهی کنید.»
ما چی د حاکم اعلی دا خبره واوریده، نو می دده پیغام محمد ګل خان مومند ته ورساوه.
پدی وخت کی محمد ګل خان مومند د خپلی سپرلۍ دپاره یو سپین آس زین کړی وه او بی لدی چی یو ټوپک هم د ځانه سره واخلی، له یوه وړوکی ضابط او یو پیاده عسکر ورسره چی سپین بیرغ یی په لاس کی و، د لښکریانو په لور ور رهی شو.
زه هم ورسره رهی شوم، کله چی له سیند نه تیر شو، نو د لښکرو په مینځ کی یی خپل آس ودراوه او په دی هسک کمره باندی ودرید او په لوړ آواز یی لښکریانو ته ستړی مشی او هرکلی ووایه او زیاته یی کړه چی د لښکریانو مشران دی لږ نږدی راشی چی یو د بل اوازونه واورو.
که می رښتیا و پوښتۍ ما خپل ټول عمر له عسکری صاحب منصبانو او دولتی لویو مامورینو او قومی مشرانو سره تیر کړی او په ډیرو جرګو او مرکو کی می برخه اخسته ده، خو دومره د خبرو فصاحت او بلاغت او استعداد او زړوه ورتیا او شهامت چی می د محمد ګل خان مومند په وجود کی ولیده د بل هیچا نه ما نه وه لیدلی.
محمد ګل خان مومند په ډیره فصیحه او روانه پښتو ژبه سره داسی جالبه او زړه راښکونکی خطابه ورکړه، چی لښکریان، خاصتاْ د لښکر مشران یی دومره د اغیزی لاندی راوستل، چی ټول ورته ګوته په غاښ شول او په یوه آواز یی وویل:«چی زموږ پښتونه مسلمانه وروره !
تر پرونه پوری چی زموږ د ټوپکو خولی ستا د قشلی او چوڼۍ په لور وی او ستا او ستا د عسکرو او منصبدارانو سینی مو هدف ګرزولی وی، تاسی په موږ یو ډزهم ونکړو او تا ته د خپل مشر، مسلمان او پښتانه ورور په صفت د ورورۍ لاس درکوو او که امان الله خان سوچ کافر هم وی، خو چی تا غوندی مسلمان او میړنی پښتون منصبدار لری، زموږ ورسره کار نشته.
اوس ستا پړی او رسۍ او زموږ یی غاړه.
د غرمی د دولسو بجو په شا او خوا کی، دا غونده د ټوپکو په ډزو او د خوښۍ به نارو او چکچکو سره پای ته ورسیده او مومند بابا، مشرانو ته مخ واړاوه، چی غرمه زه ستاسی ملمه یم، او یا که تاسی زما میلمه کیږۍ؟
قومی مشرانو په لوړ آواز وویل: «زموږ مشره وروره، خوښه یی ستا، که زموږ ملمه کیږی هم سترګی په بڼوو، او که موږ ملمانه کوی هم درسره ځو او په ډیر ویاړ او افتخار سره د غرمنۍ په خوړلو کی برخه اخلو.
لښکر مات شو او د لښکر مشران د مومند بابا سره یو ځای د خوست د قشلی په لور را وخو ځیدل، کله چی د عسکرۍ چوڼی (چمڼۍ) ته راوورسیدل د عسکرو لخوا د ټوپکو په ډزو په شانداره مراسمو یی دروند هرکلی وشو.
کله چی ټول ملمانه د مومند بابا د دفتر خونی ته ننوتل، نو مومند بابا تیلفون واخست او د اعلیحضرت امان الله خان سره یی د خبرو په ترڅ کی ورته په پښتو ژبه وویل چی:
اعلیحضرته!
د وزیرو او نورو قومونو مشران په خپله خوښه خوست ته ما سره راغلل، څو ورځی به دلته زما ملمانه وی او بیا که ژوند باقی و، له خپلو ملمنو سره مرکز ته درشو او ستاسی په حضور به مشرف شو.
امان الله خان په ټیلفون کی په مکرره لهجه خدای بخښلی مومند بابا ته ددی ستر بریالیتوب مبارکی ورکړه او کابل ته یی د دوی د ژر راتګ غوښتنه وکړه.
خدای بخښلی محمد ګل خان مومند په ډیره نرمه لهجه او مؤدبانه توګه اعلیحضرت امان الله خان ته ډاډ ورکړ، او ورته یی وویل:
دا خلک سوچه پښتانه، مسلمانان او نارینه خلک دی او زموږ سره یی د استقلال په جګړی کی پراخه برخه اخستی وه او اوس هم زموږ سره په کلکه ملګری او د هرغلیم په مقابل کی د یوه پاخه سنګر په توګه زموږ تر څنګ ولاړ دی.
دوه دری ورځی وروسته مومند بابا له دی قومی مشرانو سره کابل ته ولاړ او څو ورځی وروسته چی کله بیرته خوست ته راستون شو، نو یی علاوه د عسکری قوماندان په توګه، د اعلی حاکم فرمان هم د ځانه سره راوړی و، او د اعلیحضرت امان الله خان په امر سره یی، شاغاسی عبدالحکیم بارکزی، اعلی حاکم تحت الحفظ کابل ته واستاوه.
قومی مشران څو ورخی نورهم په خوست کی د ملمنو په حیث پاته شول او کله چی د خپلو کورونو په لور تلل، نو له ډیری خوشحالۍ په جامو کی نه ځائیدل او ټولو مومند بابا ته د ورورۍ کلک لاسونه ورکړل او د هرډول مرستی وعده یی ورسره وکړه.
د محمد ایوب مومندی صاحب د نورور خاطراتو، سلسله د کتاب په شپاړسمه برخه کی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.