د مرغومي یا جدي شپږمه پر افغان خاوره د شورویانو یرغل

لیکنه: شېرمحمد امیني ستانکزی

237

د مرغومي یا جدي شپږمه، چې د ۱۳۵۸ هجري لمریز کال د افغان خاورې پر وړاندې د شوروي اتحاد د یرغل پیل و. په دې ورځ شوروي یرغلګرو د افغانستان پلازمېنې کابل په ګډون؛ د هېواد په نورو سیمو کې مېشت او ځای پر ځای شول، دا پېښه په تاریخ کې د شوروي یرغل یا د شوروي جګړې په نامه یادېږي او همدارنګه په تاريخ کې د تورې ورځې په نوم هم ثبت شوې.
د دې یرغل یوازینی لامل په هېواد کې سیاسي بې‌ثباتي وه، چې په ۱۳۵۷ هجري لمریز کال کې د شهيد سردار محمد داوود خان حکومت د ډیموکراتیک ګوند لخوا نسکور شو، چې هماغه کمونستي حکومت د خپلو اصلاحاتو او کمونستي سیاستونو له امله ډېرې ستونزې رامنځته کړې.
د خلق او پرچم حکومت له شورويان غوښتنه وکړه، چې افغانستان ته راشي او د حکومت سره مرسته او یو ځای له مجـاهد ولس سره وجنګیږي. هماغه و، چې شوروي یرغلګرانو د خپلو نفوذ د پراختیا لپاره افغانستان ته تر سلو زرو زیات خپل نظامي پوځونه له درندو او پرمختللیو جنګي ابزارو سره راولېږل.
پر افغانستان د شورویانو د یرغل اغیزې د اوږدې جګړې سبب وګرځېدل، چې تر ۱۳۶۷ هجری لمریز کال د سلواغې ۲۶ مې پورې یې دوام وکړ. دا جګړه د افغانانو لپاره د سرخوږۍ، مجبورۍ، کډوالۍ، ويجاړۍ، تباهۍ وروسته پاتي والي په شمول، د سل زرو تنو لازیاتو هېوادوالو د شهادت سبب شوه.
مېړنیو افغانانو د شوروي یرغلګرو پر وړاندې وسله‌واله مبارزه او مجاهده پیل کړه. ترهغه پورې مبارزه يې وکړه، چې افغانستان يې آزاد او د کمونیزم او سیوسیالیزم مفکورې يې له خاورو سره دړې وړې کړې.
زیاتره سیاستوال پر افغان خاوره د شوروي یرغل؛ د پاکستان او نورو سیمه‌ ییزو هېوادونو په سیاستونو خبرې کوي وايي، چې پاکستان د افغان مجاهدینو ملاتړ يې د خپل سیاست پرمخ بیولو لپاره ترسره کړ او د شوروي ځواکونو پر ضد د افغانانو همکاریو ته يې دوام ورکړ. خو خبره د همکارۍ نه؛ بلکې د ځان ساتنې او دوه مخې سیاست و، چې نباید دا کار پاکستان کړې وای.
له هغه وروسته پاکستان تل د افغانانو پر وژنه او په دې خاوره د اور بلولو لپاره هڅې کړي دي او لا هم دې کار ته دوام ورکوي، چې بیلګه يې وړمه شپه د پکتیکا ولایت په برملې ولسوالۍ هوايي بمبارد یادولای شو.
له دې سره سره امریکا هم د شوروي یرغل پر وړاندې د افغانانو ملاتړ وکړ او مجـاهدینو ته يې مرستې برابرولې. خو دا د افغانانو د همدردۍ لپاره، نه؛ بلکې د خپل سیاست چې د ختځ سترځواکي (شوروي) هېواد تضعیفول و دې کار ته يې ملا وتړله.
وروسته امریکا هم د شوروي یرغلګر هېواد په شان سره د متحدینو يې افغانستان ته په بې سترګۍ یرغل راوړل، کابو شل کاله د افغان مبارزو مجاهدینو له تندریزو ګوزارونو سره مخ شول، چې بالاخره د شوروي یرغلګر هېواد په څېر له کلکې ماتې سره مخ شو.
په افغانستان د شوروي یرغل او په دې خاوره بې سارې ظلمونه او ناروایانې د نړۍ ډېری هېوادونو په کلکه توګه وغندل او د شوروي هېواد دا کړنې یې له جنایته ډکې وبللې.
د شوروي یرغلګرو له ماتې وروسته افغانستان د یوې کورنۍ جګړې لامل شو، چې څو کاله د بې‌ثباتۍ، سیاسي اختلافونو او بشري بحرانونو سره مخ شو. خو له نېکمرغه د افغانستان اسـلامي امارت وتوانېدل، چې رامنځته شوي بي ثباتۍ، د اوږدې جګړې ناورین، د شر و فساد او نورو ظلمونو مخه يې ډب کړه او افغانستان یو ځل بیا د باثبات هېواد په لوري ګام پورته کړ.

کومې کړنې ښې پايلې لري؛ نمایشي که بنيادي!؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.