د کفر او کافر مسئله

ژباړه: هیله تبسم

296

په شلمه پېړۍ کې کمونیسټي نظریه په پراخه کچه په ټوله نړۍ کې خپره شوه. دې نظریې انساني ټولنه په دوو طبقو ووېشله: یو د مزدورانو طبقه او بل د بورژوا طبقه.

بورژوا (Bourgeois) یو فرانسوي کلمه ده. په خپل لومړني مفهوم کې دا کلمه منځنۍ طبقې ته کارېدله. خو د مارکسیزم تر اغېز لاندې، دا کلمه یوه سپکه (تحقیري) کلمه وګرځېدله. د دې نظریې له مخې ټولنه په دوو طبقو وېشل شوې وه: یو د مزدورانو طبقه، چې په هره معنی یې د معصومو خلکو حیثیت درلود، او بل بورژوا طبقه، چې د مارکسیستي مفهوم له مخې، د پانګوالې طبقې سره برابر ګڼل کېده او د مارکس په وینا، د ټولنیزو او اقتصادي بدمرغیو اصلي ریښه وه.

همداسې یوه پېښه د کافر له کلمې سره شوې ده. په پیل کې د کافر کلمه یوازې یو ساده مفهوم درلود؛ په لغوي لحاظ، کافر هغه څوک دی چې انکار کوي. خو د وخت په تېرېدو، د کافر کلمه یوه تحقیري کلمه وګرځېدله. په اوسني وخت کې، په نظریاتي لحاظ، دا احتمالاً د مسلمانانو او غیرمسلمانانو ترمنځ تر ټولو لوی تنازع دی.

د یوې بیلګې وضاحت

د دې مسئلې وضاحت د اقبال د کورنۍ په یوه بیلګه کېدی شي. د اقبال کورنۍ په پیل کې د برهمن کورنۍ وه، خو وروسته یې اسلام ومانه. اقبال د دې حقیقت یادونه په خپل یو شعر کې داسې کړې ده:
“مرا بنگر که در هندوستان دیگر نمی بینی
برهمن زاده دانای رمز روم و تبریز است”

په دې شعر کې د برهمن زاده کلمه د اورېدونکو لپاره بده نه ښکاري. د لومړني مفهوم له مخې، برهمن زاده او کافر زاده دواړه یو ډول معنا لري. خو که د اقبال دا شعر په دې ډول بدلون ومومي:
“که کافر زاده دانای رمز روم و تبریز است”
نو ټول هغه خلک چې د اقبال مینه وال دي، پرې غوسه به شي. ځکه چې برهمن یوه ساده کلمه ده، خو کافر د استعمال په لحاظ یوه تحقیري کلمه ګرځېدلې ده.

د مومن او کافر د وېش ستونزه

د کمونیسټ او بورژوا وېش د شلمې پېړۍ په غیر کمونیستي نړۍ کې د کمونیستانو په اړه کرکه رامنځته کړه. دا ورته حالت اوس د مسلمانانو سره هم پېښ شوی. د مسلمانانو له خوا د مؤمن او کافر وېش غیرمسلمه نړۍ له مسلمانانو بېزاره کړې ده. ان تر دې چې اوس د هندوستان ځینې انتهاپسند مشران لکه اشوک سنګل او پروین توګړیا غوښتنه کوي چې اسلام باید بیاکتنه وکړي او د کافر کلمه باید له اسلام څخه لرې کړل شي. دوی ادعا کوي چې تر هغه پورې چې په اسلام کې دا اصلاحات رانه شي، مسلمانان او غیرمسلمانان په ګډه ژوند نه شي کولی.

د تعلیم یافته مسلمانانو اندېښنې

په نننۍ صنعتي ټولنه کې، مسلمانان او غیرمسلمانان یو ځای ژوند کوي. په داسې حالت کې ډېری تعلیم یافته مسلمانان دا احساس کوي چې دوی د “کافر” د رواج شوي تصور سره په ګډه ټولنه کې په عزت سره ژوند نه شي کولی. دوی په شعوري یا غیرشعوري ډول داسې احساسوي چې اسلام په نننۍ نړۍ کې خپل اثر او رسوخ له لاسه ورکړی.

د مسلې د حل اړتیا

دا واقعیت دی چې د کافر مسئله یوازې د غیرمسلمانانو لپاره ستونزه نه ده؛ دا اوس د مسلمانانو لپاره هم یوه جدي مسئله ګرځېدلې ده. اړتیا ده چې دا موضوع په ژوره توګه وڅېړل شي او د دې حقیقي مفهوم خلکو ته وړاندې شي، ترڅو اسلام د وخت یو اړوند دین ښکاره شي او مسلمانان او غیرمسلمانان په ګډ اعتدال سره ژوند وکړي.

د کافر کلمه د غیرمسلم مترادفه نه ده:
“The word Kafir is not synonymous with non-Muslim.”

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.