غزل

جلال امرخيل

131
دا خلک ولې خلک وژني په دوې څۀ شوي دي
عقل یې پښو کې دے که سر کې یې واښۀ شوي دي
د سرو لمبو په چاپیریال کې مې ساړه شوي دي
په ما څۀ بل ډول کانې د بیلتانۀ شوي دي
کابل مې نۀ شي د نفرت په رهبرانو پيرزو
هلته زما او ستا اول ځلې کاتۀ شوي دي
چا دې د خولې هره خبره په حجرو ویشتې ده
او ګوره څوک دې تمامي عمر په خولۀ شوي دي
اوښکې مې سترګو کې د ډيرې ناچارۍ نښې دي
د زړۀ پۀ زخم کې مې تکې شنې اوبۀ شوي دي
د مرور غزل په شان دې مرورې شونډې
تاوو، راتاوو قافیوو ته دې باڼۀ شوي دي
هسې دې سر ته زنګنونه تکیه کړي نۀ دي
جلاله یاره څۀ ناڅۀ خو دې په زړۀ شوي دي
https://dawatmedia24.com/?p=171700

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.