د جومات نه یو عجیبه اعلان وشو چې هر اورېدونکی حیران پاتې شو.
اعلان داسې و، چې د جومات سره نژدې په یو کراچی کې د مختلفو ریسټورانټونو او هوټلونو د پاته شویو خوړو قرمه ، وریجی ترلاسه کولای شی. هغه غریب او بې وسه خلک چې وس نه لري، خپل لوښي دې راوړي او فی سبیل الله دې خواړه یوسي.
د تجسس په وجه زه هم جومات ته روان شوم چې وګورم دا څه حال دی. کله چې زه هلته ورسېدم، نو د ښځو او سړیو په شمول ګڼ خلک د خپلو لوښو سره هلته راغلي و. ځینې خلک وريجي او قورمه را اخیستل وروسته خپلو کورونو ته تلل، او ځینې د ترلاسه کولو په هڅه کې وو.
په کراچی درې لوښي ایښي وو، په یوه کې وریجی، په بل کې قورمه، او په درېیم کې د مختلفو سبزی مکس سالن و. لږ وخت وروسته دا درې واړه لوښي تش شول.
د خوړو اخیستونکو په مخونو کې د خوښۍ څرګندونه د لیدو وړ وه، او هغوی ټول دعاوې کولې.
زه د خوړو وېشونکي سړي سره ودرېدم او ترې مې پوښتنه وکړه چې دا نظریه یې له کومه کړی؟
هغه وویل:
“یوه ورځ مې په هوټل کې ډوډۍ وخوړه، نو د خوړو نیمایي برخه پاتې شوه. ما سوچ وکړ چې دوی خو به یې بېځایه ضایع کړي. نو یو ویټر مې راوغوښت او هغه ته مې وويل دا په پلاستیک کې واچوه او یو اړتیا لرونکي کس ته می ورکړه.
د دې کار نه وروسته مې زړه ډېر سکون ترلاسه کړ. باور وکړئ، د کلونو راهیسې مې د خوب ګولۍ خوړلې، خو په حیرانونکي ډول هغه شپه بې له ګولۍ ډېر ارام ویده شوم.
بس، بیا مې ددی سلسلې د پراخه کولو پرېکړه وکړه. د پنځو سترو رسټورانټونو مالکانو سره مې اړیکه ونیوله، نو ډېره مثبته ځواب مې ترلاسه کړ، او هر ریسټورانټ ته مې درې درې لوښي کېښودل. د الله پاک ډېر شکر دی چې زما د دې کار په وجه ډېر بې وسه کورونو ته غوره خواړه رسېږي.”
هغه دا خبرې داسې په خوشحالۍ سره کولې، لکه د هغه د لکونو لاټری چې وتلې وي. ما فکر کاوه چې واقعاً د هغه لکونو لاټری وتلې ده، او هغه لاټری د بې حده اجر او ثواب وه.
د الله پاک په نزد مقرب کېدو لپاره دا اړینه نه ده چې تاسې میلیونونه روپۍ مصرف کړئ یا کلونه کلونه عبادت وکړئ. ځینې وختونه یو وړوکی نېک کار هم هغه ټولو عبادتونو ته ماتې ورکوي چې موږ د عمر په اوږدو کې کوو.
تاسې هم د الله د مخلوق سره په ورځني ډول یو کوچنی نېک کار وکړئ. کېدای شي همدا نېکي ستاسو د جنت ته د تلو تله درنه کړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.