۲۷ ډسمبر ۲۰۲۴
د امریکا سره د دښمنۍ کول خطرناک دي، خو د امریکا سره دوستي مو مرګ ته رسوي!
قذافي د سوریې او خاورمیانه په اړه څه وویل؟
کوم عرب هېواد به راتلونکی قرباني وي؟
د امریکا او ترکیې زهرجن نږدېوالی په خاورمیانه کې
د امریکا پوځ منځنى ختيځ د خپلې امپراطورۍ د مرکز په توګه ګڼي او دا سیمه یې د “مرکزي قوماندې” په نوم تعریف کړې ده. د سوریې له منځه وړل یوه دروازه پرانیزي چې د راتلونکي قرباني لپاره لاره هواره کړي. دغه قرباني به احتمالاً د اتحادیه عرب غړی هېواد وي؛ هغه هېوادونه چې امریکا یې خپل متحد ګڼي.
په ۱۷ ډسمبر ۲۰۲۴ کې، ګریګورز براون، د اروپايي پارلمان یو پولنډی غړی، په یوه غونډه کې وپوښتل چې دغه قانون جوړونکی ارګان د “قتل او ویجاړولو” لپاره څوک نوموي. د دې وینا په ترڅ کې هغه په ډاګه کړه چې څنګه اروپا د سوریې پر ضد په دې جرمونو کې برخه لري. براون د اروپا دوهمخي پالیسۍ ته اشاره وکړه، په ځانګړي ډول په دې اړه چې څنګه دغه سیمه د لوټ او د مشروعیت له منځه وړلو لپاره د “مرستې” په نامه نښه ګرځول شوې ده.
هغه وویل چې هغه هېوادونه چې غرب د نابودۍ لپاره هدف ګرځولي، لکه سوریه، ایران، روسیه، شمالي کوریا او مولدووا، هېڅکله بل هېواد ته زیان نه دی رسولی. بلکه، هغوی یوازې ځکه هدف ګرځول شوي چې غرب د نوي استعماري پالیسۍ پیروي کوي.
“راتلونکی قرباني څوک دی؟”
دغه پوښتنه په منځنى ختيځ کې ځانګړی اهمیت لري، ځکه دا سیمه د ستراتیژیک ارزښت له مخې ډېره مهمه ده، او غرب په دې سیمه کې زیاتره هېوادونه له منځه وړي دي. نن ورځ د ترکیې نوي عثماني غوښتنې او د امریکا امپریالیزم چې د اسرائیلو له لارې څرګندېږي، ښيي چې نور هېوادونه به په دې سیمه کې په نښه شي.
په بده مرغه، د اتحادیه عرب مشران د سوریې د لنډمهاله وېش برخه ګرځېدلي دي. دا یوه همکاري ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان هم په کې ګډون کړی و.
عقبه غونډه: د مدرن سایکس-پیکو پېل
په ۱۴ ډسمبر ۲۰۲۴ کې، بلینکن او فیدان د اتحادیه عرب ۸ غړي هېوادونه په اردن کې د عُقبه په ښار کې راټول کړل ترڅو د سوریې په اړه د یوې استعماري پروسې پرېکړې تایید کړي. ګډونوالو د سوریې د وضعیت د حل لپاره داسې شرایط وټاکل چې مخکې یې پخپله نقض کړي وو. د بېلګې په توګه، هغوی د قدرت په مسالمتآمیزه انتقال ټینګار وکړ، په داسې حال کې چې د امریکا په ملاتړ یې تروریستان، لکه القاعده پورې تړلې ډلې، د بشار اسد د حکومت پر ضد جګړې ته هڅولي وو.
قذافي: د عربي هېوادونو د وېش وړاندوینه
د لیبیا مرحوم رهبر معمر قذافي په ۲۰۰۸ کال کې د اتحادیه عرب په یوه غونډه کې خبرداری ورکړ چې واشنګټن د عربو د سقوط او وېش لپاره پلان لري. قذافي وویل: “د هغوی پلان دا دی چې لبنان او سوریه له نقشه څخه حذف کړي، ترڅو د هغه څه چې موږ ورته اسرائیل وایو، حدود ترکيې ته ورسوي او له عربو هېوادونو سره هیڅ سرحد ونه لري. بدبختانه، تاسو به وګورئ چې دا پلان که زموږ په ژوند کې نه، نو زموږ د بچیانو په عصر کې به رښتیا شي.”
هغه زیاته کړه چې اسرائیل غواړي عرب هېوادونه په کوچنیو برخو ووېشي. هغه وویل:
> “مصر څلور برخې کول، سوریه پنځه برخې کول، او لبنان ته د ولایتونو، کمونونو او کانتونونو وېشل… دا نقشه مخکې چمتو شوې ده او هر څه لیکل شوي دي.”
امریکا: دوستانو ته خیانت
قذافي د صدام حسین مثال یاد کړ چې امریکا یې په یوه غیرقانوني پروسه کې اعدام کړ. هغه څرګنده کړه چې واشنګټن خپلو دوستانو سره هم خیانت کوي، لکه څنګه چې یې د صدام حسین سره وکړ.
پایله:
د تاریخ له سبقونو د زده کړې اړتیا ډېره مهمه ده. د امریکا او لویدیځ په وړاندې بېپروا پاتې کېدل کولای شي د عربو هېوادونو راتلونکي لا ویجاړ کړي. د عربي مشرانو باید له واشنګټن او بروکسل سره د اړیکو په اړه بیا کتنه وکړي ترڅو د خپلو هېوادونو بقا وساتي.
“هغه څوک چې له تاریخ څخه درس نه اخلي، محکوم دي چې هغه تکرار کړي.”
له فارسى څخه
ژباړه نصيراحمد څپاند
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.