پر زړه د عشق غزله

هاجره حرکت

134
د بـرخـلـیک لاره مـو تـللـې سـر بـدلـه
په اخـتیار کې مـو د ژونـد برخـه شـډله
هغه مستې سندرمارې پيغلې غـږ اوس
پاس هـوا کې لاړ ورکـيـږې له کابـلـه
د ژوندو له پاره ټول چاپيريال تنګ شو
ساه يې بـنـده شـوه، بدن يې شو خــزله
موږ د کـومې ګـناه پور پر غـاړه کړی
کـه بــخــت نــه لــرو لـه اره لــه ازلــه
ميندې خويندې يوو يـو غـږ ته راولاړې
لاس پـه لاس يــوو تـلـوسه لرو هـم زلــه
که رارسي اوس يې وار دی چې راځي به
دا غورزنګ انګازې کړې تر پاس مورچله
د تــورتــم زړه څـــيــره وو رڼــا رابـاســو
زلــوو سـپـيــن مـشـعــلــونـه ډيـوه بــلــه
د تـیـارو راخــپـرونـکي بــه پـنـاه کــړو
که تعـبـيض دا کـږه لار نـه شــوه بـدله
د ولسونو پر خلاف واک نـه چـلـيـږي
موږه لــوڼـه د هـېـواد ټـولـیـږو خـپـله
میوندي ټـپـه بـه نـوی بـرم بـيا راوړي
تل مـو زړونو کې ساتو د عشق غـزله
د واکدار زيره تسبو کې که برکت وایې
د اقـــرا ايــت بـــه يــې هـم نه هیریدله

د هاجرې حرکت څو څلوریزې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.