طالبان د ۱۹ پاکستاني سرتیرو او پاکستان د ۱۵ طالبانو او بهرنیو وسله والو د وژنې ادعا کوي

128

د دفاع وزارت یوې سرچینې ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا وکړه چې لږ تر لږه ۱۹ پاکستاني عسکر د دوی په بریدونو کې وژل شوي دي. د پاکستان پوځ بیا ویلي چې دوی د دغو بریدونو ځواب ورکړی او لږ تر لږه ۱۵ بهرني وسله وال یا افغان طالبان یې وژلي. پاکستان یواځې د خپلو دریو سرتیرو ژوبلېدل تایید کړي.

 

د طالبانو د دفاع وزارت وایي ډیورند کرښې ته نږدې پر هغو مرکزونو اوپټنځایونو انتقامي بریدونه کړي چې په ټکو یې وړاندې ترې پر افغانستان بریدونه تنظیمېدل.

د دفاع وزارت یوې سرچینې ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا وکړه چې لږ تر لږه ۱۹ پاکستاني عسکر د دوی په بریدونو کې وژل شوي دي.
ازادي راډيو ته د پاکستان د پوځ د سرچینو په حواله د رسېدلو معلوماتو په اساس پاکستان ادعا لري چې د طالب ځواکونو له پوستو څخه په کُرمې او شمالي وزیرستان باندې په څو سیمو بریدونه شوي.

د پاکستان د پوځ د ادعاو په اساس بهرنیو وسله والو چې دوی ورته د «خوارجو» نوم یاد کړی د طالبانو له پوستو په استفادې د پاکستان په خاورې بریدونه کړي.
د پاکستان پوځ ویلي چې دوی د دغو بریدونو ځواب ورکړی او لږ تر لږه ۱۵ بهرني وسله وال یا افغان طالبان یې وژلي.

پاکستان یواځې د خپلو دریو سرتیرو ژوبلېدل تایید کړي.

PAKISTAN/
PAKISTAN/

اخوا تر دې مخکې سهار وختي دطالبانو د حکومت دفاع وزارت په خپله ایکس پاڼه خبر ورکړی وو چې د افغانستان جنوب ختیځ کې ډیورند کرښې ته څېرمه یې د دوی په ټکو د «شریرو عناصو او د هغوی د ملاتړو» پر هغو مرکزونو او پټنځایونو انتقامي بریدونه کړي چې پر دغه هیواد یې بریدونه تنظیمول.

په خوست او پکتیا ولایتونو کې د طالبانو د حکومت امنیتي سرچینو ازادي راډیو ته وویل دا نښتې د شپې له درې بجو راهیسې پیل شوي او ادعاکوي چې د ډیورند کرښې هاغاړې ۱۹ پاکستاني پوله ساتو ته یې مرګ ژوبله اړولې او د دوی ګڼې پوستې یې تخریب کړي دي.

د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ ځینو اوسېدونکو بیا ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا وکړه چې د دغو نښتو له امله د ډنډ پټان ولسوالۍ په شپولې سیمې که درې ځایي اوسېدونکي چې دوی یې کوچیان بولي وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د دغې ولسوالۍ یو اوسېدونکي د نه نوم خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل:

«لومړی جګړه د ډنډ پټان د ګمرکاتو سیمو ته اړوند پیل بیا تر سپولې سیمې وغځېده، نو سهار د لمانځه پر مهال د پاکستان لخوا یو هاوان راغی چې جومات کې یې درې کسان شهیدان او پنځه ټپیان کړل،اوس هم د مُقبولو سیمې کې یو -یو ډز کېږي او حالت یو څه په کې ترینګلي دي.»

خو په ډنډ پټان ولسوالۍ کې له طالبانو ځواکونو یوه تن ازادي راډیو سره خبرو کې د وژل شویو شمېر اتنه تنه وښود او ویې ویل چې وژل شوي ټول ښځې اوماشومان دي.

ازادي راډیو نه شی کولای په خپلواک ډول د مرګ ژوبلې په اړه دا بیلابیلې ادعاوې تایید کړي او تر اوسه کوم بل خپلواک سازمان هم د مرګ ژوبلې دا خبرونه نه دي تاید کړي.

بلخوا د خوست ولایت د علیشېرو ولسوالۍ اوسېدونکو هم ازادي راډیو ته وویل چې په دې ولسوالۍ کې هم په صادقو ، کورکي او لینډرو کلیو کې چېرته چې جګړې روانې وې، خلک د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي.

د دغې ولسوالۍ د یادو سیمو دوو اسېدونکو خلیل الرحمن او نوري افغان ازادي راډیو ته وویل:

خلیل الرحمن:

«دغه پېښه د شپې ۳ بجې وشوه او تر سهاره یې دوام درلود، تر اوسه یې ځاني تلفات نه دي اړولي خو په سلو کې نوي کورونو نه خلک ووتل اونورو سیمو ته ولاړل.»

نوري افغان:

«تقریبا سهار څلور بجې اعلان وشو چې کورونه خالي کړئ، په دې سیمو کې ټول خلک قومونه له خپلو کورونو راوتلي، تر اوسه لا روان دي، که کوم څوک پاتې هم وي هغه غرونو کې پټ دي، خلک ستونزو کې دي هېڅ چا ځان سره څه نه دي راخیستي چا چې موټر درلودل، موټرو کې ولاړل چاچې نه درلودل همداسې راروان شوي.»

د خوست او پکتیا ولایتونو د اوسېدونکو په خبره د کرښې په اوږدو کې لا هم ځینې سیمو کې د ډزو غږونه اورېدل کېږي.

د ډیورند کرښې په اودو یا ورته څیرمه د نښتو دا راپورونه وروسته له هغه دي چې درې ورځې مخکې پاکستاني پوځیانو د جېټ الوتکو په وسیله د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ بدید کې د طالبانو حکومت د مرستیال ویاند حمدالله فطرت په وینا د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۲ کسان ووژل شول او ۶ نورټپیان شول.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ سازمان ( یونیسف ) ویلي ۲۰ تنه ماشومان هم وژل شوي.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت وړاندې خبرداری ورکړی وو چې د برمل د برید غچ له پاکستانه اخیستل کېږي.

پاکستان د دې حملې په اړه ویلي چې په یاده ولسوالۍ کې یې د دوی د حکومت مخالف ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) مرکزونه تر بریدونولاندې نیولي، خو د طالبانو حکومت دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې ( ټي ټي پي) په افغانستان کې نشته.

د یادونې ده چې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ د پاکستاني هوايي ځواکونو برید ته افغانانو او د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو په ګډون ګڼو بشري سازمانونو غبرګونونه ښودلي دي.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.