لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۳۰۱ لومړۍ برخه
یوه بله پته چې زه ورنه نوې لنډۍ راخوندي کوم د «مرغلرې دات اورگ» (Malghalarey.org) فیسبوکپاڼه ده. په دې پته کې ډېرځلې نوې لنډۍ پرلیکه کېـږي او داسې په مینې او زحمت سره کار پرې کوي چې د هرلوستونکي او لیدونکي لهپاره په زړهپورې وي. په دې فیسبوک پاڼه کې هره ورځ یا یوه ورځ منځ کې یوه یا څو نوې لنډۍ له عکس یا ویدیو سره انلاین کېـږي.
دا یې له عکس سره د یوې انلاین کړې لنډۍ بېلگه ده:
کومې لنډۍ چې په یاده فیسبوکپاڼه چې اېښودل کېـږي، کله نوې وي او کله ـ کله زړې لنډۍ په لږڅه بدلون سره پورته کوي.
ما هڅه وکړه چې د لنډیو په باب د دې فیسبوکپاڼې له مسؤل څخه، د دې پاڼې د فعالیتونو په هکله له څه معلومات وغواړم. په همدې هیله مې د ۲۰۲۴ ام میلادي کال د دسمبر پر لسمه مې د یادې فیسبوکپانې په مسنجر کې داسې پیام ورولېـږه:
«سلامونه! هیله ده هرڅه ښه وي.
زما نوم آصف بهاند دي، پخوا په کابل پوهنتون کې استاد وم، اوس په ډنمارک کې ژوند کوم. شاعر، لیکوال او څېـړونکی یم، لکه پخوا اوس هم خپلو فرهنگي کارونو کې فعال یم. زما د کارونو یوه برخه د «لنډۍ، د راټولو ستونزه» ترسرلیک لاندې ده. تر اوسه مې د لنډیو څلور ټولگې خپرې کړې دي او د لنډیو په باب مې گڼې څېـړنیزې مقالې خپرې کړې دي چې شمېر یې تر اوسه ۲۹۸ مقالو ته رسېدلی دی.
له څه مودې راپه دېخوا ستاسو له فیسبوکپاڼې نه هم نوې لنډۍ راخوندي کوم او غواړم د لنډیو په باب ستاسو پر فعالیت باندې هم یو څه ولیکم. ایا تاسو کولای شئ چې له ما سره په دې برخه کې مرسته او همکاري وکړئ؟ که ځواب مو هو وي، څه ډول زه له تاسو سره اړیکې نیولای شم؟
د سترگو په رپ کې یې داسې ځواب راکړ لکه چتجيپيټي، دا یې متن دی:
«موږ ته د پیغام رسولو لپاره مننه. موږ هڅه کوو چې څومره ممکنه ځواب ووایو. موږ به ژر تر ژره تاسو ته ورسوو.” مننه #Malghalarey.org»
زه اوس ورته گورم چې دوی کله او څه ډول ځواب راکوي.
درې ورځې مې ورته وکتل، دوی ځواب رانهکړ. بیا مې د ۲۰۲۴ ام کال د دسمبر په دیارلسمه داسې ورته ولیکل:
بیا سلامونه! زه خپله غوښتنه بیا تکراروم: څه ډول زه له تاسو سره اړیکې نیولای شم؟ چې د پښتو لنډیو په باب ستاسو د کار د څرنگوالي په باب معلومات ترلاسه کړم.
دوی بیا هم د سترگو په رپ کې د چتجيپيټي په څېر خپل هماغه پخوانی ځواب راولېـږه:
“موږ ته د پیغام رسولو لپاره مننه. موږ هڅه کوو چې څومره ممکنه ځواب ووایو. موږ به ژر تر ژره تاسو ته ورسوو.” مننه #Malghalarey.org»
وروسته تر دې مې بلڅه ورته ونه لیکل، خو زه د لنډیو دې پتې ته هره ورځ سر ورښکاره کوم او نوې لنډۍ ورنه راخوندي کوم.
په دې فیسبوکپاڼه (ملغلرې دات اورگ (Malghalarey.org) کې کله، کله له مسؤل یا مسؤلینو نه تېروتنې هم شوې دي، داسې لنډۍ هم په دې پاڼه کوې پورته شوې دي چې د لنډیو له تعریف، اصولو او چوکاټ سره مغایرت لري، دا یې څو بېلگې دي:
لومړی مثال:
که مې نصیب درسره نه وی
رنګ به دی هیر کړم په نامه به دی یادومه
په دې لنډۍ کې تېروتنه دا ده چې دویم نیم بیتی دیارلس سېلابه نه، بلکې څوارلس سېلابه دی.
دویم مثال:
ده پېغلو دوه څیزه مزه کښه
چي خؤلۀ درکې سترګې مړې درواړه وينه
په پاسنۍ لنډۍ کې د دویمې مصرې یوه هجا کمه ده.
د «مرغلرې دات اورگ» (Malghalarey.org» په فیسبکپاڼه کې د انلاین شوو لنډیو څو بېلگې دلته له تاسو درنو لوستونکو سره شریکوم:
په زړه تنگون مې يار خبر کړئ
د بېلتانه په لمر يې وچه پاڼه کړمه
د تورو سترگو اشنا ښۀ وي
څوک چې شین سترگی یار لري، برباد به وینه
که سپينې خولې ته دي زړه کېـږي
کړکۍ ته راشه چي درګډه وډه شمه
شـونډو دې بيا پتري نيولي
اثار د ژمي دي، که غاښ پرې کړې دينه
زما لۀ څنگ نه لالــی بیایـې
سپېره بېلتـونه! څۀ سپېرۀ کړې عادتونه
په نوم يې زه بد نامه گرځم
جانان چې بله خوښوی دله به وینه
جانانه غم دې سور کافر دى
پر ما د ژمي شپه په ویښه تېروينه
لالیه بیا پهٔ مخه راغلې
ما خو د زړهٔ زخمونه اوس گنډلي وونه
کـه بـربـادېـږم، زه بـه کېـږم
لالی دې خپله پښتو پالي، خوښ دې وینه
په کومه لاړي غږ دې ورک شو
ناځوانه تا خو د قيامت تړل شرطونه
څرمن يې سپينه، زړه يې تور دی
زه يې په سپينه څرمن هسې تېروتمه
ړومبی باران دی، ژمی راغي
یاره رایاد مې شول ړومبی ملاقاتونه
ناز به دې ولې نه وړم یاره
په دومره خلکو کې دې زه انتخاب کړمه
د زړه له سوخته به نارې کړم
تا بې اسرې کړم د پردو محتاجه شومه
راشه د زړه فرياد مې واوره
ما په ټپو کې راټول کړي ستا يادونه
قیصه اوس ختمه دہ جانانه
د ژوند په هرہ لار دې زه بایللی یمه
پهٔ چا مې سترگې نه خوږېـږي
بلا دې واخلم پهٔ رښتیا نیمگړې شومه
په تور ماښام دې غاړه راکړه
د مرگي هېره شې چې نه دې یادوینه
جانانه سم دم رانه هېر وې
چرته سندرې ژغيدې خراب يې کړمه
چې به پۀ کوم حال وې لالیه
ماته زېـړی مازیګر تا رایادوینه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.