ځوان څوک دی؟

زړګی صافی

230

ځوان هغه څوک دی چې ټولنه یې سترګې پر ځان وي او د هغې څخه سترې هیلې لري. ځوان نه یوازې د عمر په اعتبار، بلکه د خپلې ارادې، هڅو، او د خپلو خلکو لپاره د خدمت په معنا تعریف کېږي. ځوانان د ټولنې هغه ځواکمن ځواکونه دي چې د پرمختګ، بدلون او نوښت لپاره ګامونه پورته کوي. ځوانان هغه کسان دي چې د خپلو هڅو، پوهې، او خلاقیت له لارې د ټولنې د راتلونکي جوړولو لپاره کار کوي.
د ځینو لیکوالانو په وینا، ځوانۍ یوازې د عمر یوه کچه نده چې ټاکل شوې وي. ځوان یوازې هغه څوک نه دی چې د ۱۸ او ۳۰ کلونو تر منځ عمر لري، بلکه ځوان هغه دی چې د خپل وطن او ټولنې په خدمت کې وي، د پرمختګ لپاره هڅاند وي، او د خپلو خلکو د روښانه راتلونکي لپاره کار وکړي. ځوانان یوازې د خپلو حقونو لپاره نه، بلکې د ټولنې د هوساینې او پرمختګ لپاره هم خپله انرژي، وخت، او هڅې لګوي.
(د ځوانانو پاملرنه او د دولت مسؤلیت)
په نورو هیوادونو کې، ځوانان د پام وړ ګامونه پورته کوي او د ټولنې لپاره لاسته راوړنې ترلاسه کوي. دغه لاسته راوړنې یوازې د ځوانانو د هڅو نتیجه نه ده، بلکې د دولت د پوره پاملرنې او ملاتړ محصول دی. په دې هیوادونو کې، دولت د ځوانانو وړتیاوو ته ارزښت ورکوي، د هغوی لپاره د پرمختګ فرصتونه برابروي، او د ټولنې د ښه راتلونکي لپاره یې یو مهم ځواک ګڼي. په دې توګه، ځوانان د خپل هېواد د پرمختګ لپاره بنسټیزه برخه ګڼل کېږي.
خو د افغانستان په څېر هیوادونو کې ځوانان د کمو فرصتونو او حمایې سره مخ دي. دولت د ځوانانو لپاره کافي پاملرنه نه کوي، چې له دې امله ځوانان د ټولنې په اوږو بار ګرځي. د ځوانانو لپاره د روزګار، تعلیم، او پرمختګ فرصتونه محدود دي، او په دې لاره کې باید د دولت د پاملرنې له لارې د هغوی لپاره فرصتونه پیدا شي.
(د ځوانانو د خدمت او ټولنې پرمختګ)
ځوانان د ټولنې په پرمختګ کې مهم رول لري. د ځوانانو خدمت، نوښت، او د هېواد د پرمختګ لپاره هڅې د ټولنې راتلونکی جوړوي. ځوانان باید پوه شي چې یوازې د خپل ځان لپاره نه، بلکې د ټولنې د ښه راتلونکي لپاره هم مسؤلیت لري. د ځوانانو د پاملرنې پرته، د ټولنې پرمختګ ممکن نه دی. که ځوانان د پرمختګ لپاره هڅه ونه کړي، نو ټولنه به د بدبختۍ په لور روانه شي.
ځوان ته پاملرنه یواځې د هغه د فردي ژوند د ښه کولو لپاره نه، بلکې د ټولنې د پرمختګ، سوکالۍ، او د وطن د جوړولو لپاره هم اړینه ده. کله چې ځوانان د ټولنې په هوساینې او پرمختګ کې برخه اخلي، دا نه یوازې د دوی شخصي ژوند بډایه کوي، بلکې ټولنه هم په دې لاره کې پرمختګ کوي. د ځوانانو د هیلې او ارمانونو درناوی کول، د هغوی وړتیاوې تقویه کول، او د هغوی د پرمختګ لپاره زمینه برابرول د ټولنې د ښه راتلونکي لامل ګرځي.
(د ځوانانو د خیال ماڼۍ)
د ځوانانو د پرمختګ لپاره پاملرنه کول، یوازې د هغوی د ارمانونو او هیلو درناوی نه دی، بلکې د ټولنې د پرمختګ ته لار پرانیزي. ځوانانو ته د امکاناتو، فرصتونو، او پاملرنې ورکول د ټولنې د پرمختګ لپاره اړین دي. د ځوانانو د خیال ماڼۍ ویجاړه کول، یا د هغوی ارمانونو ته درناوی نه کول، د ټولنې د شتمنیو، ظرفیتونو او استعدادونو ضایع کول دي. باید د ځوانانو د خیال ماڼۍ ته چکر ووهل شي، نه دا چې د هغوی د خوبونو او هیلو ماڼۍ ویجاړه شي.
(خصوصي سکتور او د ځوانانو لپاره فرصتونه)
د ځوانانو د پرمختګ لپاره، یوازې د دولت پاملرنه کافي نه ده، بلکې د خصوصي سکتور هم باید په دې لاره کې فعال وي. خصوصي سکتور کولی شي د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو، روزنې، او مهارتونو پراختیا لپاره ډېر مهم ګامونه پورته کړي. که چیرې د خصوصي سکتور په مرسته ځوانانو ته د روزګار فرصتونه پیدا شي، نو دا نه یوازې د ځوانانو د ژوند کیفیت لوړوي، بلکې د ټولنې د اقتصادي پرمختګ لپاره هم یو مهم عامل ګرځي. خصوصي سکتور باید د ځوانانو د مهارتونو پراختیا، د هغوی د وړتیاوو تقویه کولو، او د هغوی د کار کولو شرایطو ته وده ورکړي.
ځوانان د هرې ټولنې ځواک او راتلونکی بنسټ جوړوي. د ځوانانو د هوساینې، تعلیم، او پرمختګ لپاره باید د دولت او خصوصي سکتور له خوا پوره پاملرنه وشي. که ځوانانو ته د پرمختګ فرصتونه برابر شي، نو دوی کولی شي د خپل وطن د سوکالۍ، امنیت، او پرمختګ لپاره ستر بدلونونه راولي. راځئ چې د ځوانانو د ارزښتونو او هوساینې لپاره په ګډه کار وکړو، ترڅو د ټولنې راتلونکی روښانه کړو.
د الله ج په دربار کې زما همیشه دا سوال دی چې ای الله ج، په ټولنه کې د داسې ځوانانو د زیږولو لامل وګرځې چې د وطن ننګه وکړي او د ټولنې پرمختګ ته ګامونه پورته کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.