لومړی څپرکی – ښځه په اسلام کې

لیکوال: مولانا وحیدالدین خان - ژباړه: هیله تبسم

378

قرآن وایي چې الله تعالی انسان (نارینه او ښځه) له یو نفس څخه پیدا کړي دي. (النساء: ۱) دا معنا لري چې الله تعالی نارینه او ښځه دواړه له یو شان مادې څخه پیدا کړي دي. ټول بشریت د آدم او حوا، یعنې د لومړني نارینه او لومړنۍ ښځې څخه پیدا شوی دی. په دې توګه، د ځمکې ټول انسانان د وینې وروڼه او خویندې دي.

د اسلام سپیڅلي کتابونه په ښکاره توګه څرګندوي چې نه نارینه له ښځې لوړ دی او نه ښځه له نارینه. خو بیولوژیکي او رواني څېړنې ښيي چې نارینه او ښځه له

یو بل سره توپیر لري او هر یو د ځانګړي هدف لپاره خلق شوي دي. د همدې لپاره د اسلام قاعده داسې ده: “په درناوي کې برابر، خو په رول کې مختلف.”

په اسلام کې ښځه د نارینه په څېر ورته مقام لري. د مقام، حقونو، او نعمتونو په لحاظ په دې نړۍ او آخرت کې د نارینه او ښځې ترمنځ هیڅ توپیر نشته. دواړه د ورځني ژوند په چارو کې مساوي ګډون کوونکي ګڼل شوي دي. نارینه او ښځې د یو ګاډي دوه ټایرونو ته ورته دي. د ګاډي د حرکت لپاره هر ټایر په مساوي ډول مرسته کوي. که د دې ټایرونو څخه یو هم خراب شي، ګاډی به ودریږي. په همدې ډول د نارینه او ښځې د ګډ کار او همکارۍ له لارې د ژوند سیستم په مؤثر ډول پر مخ ځي.

نو د انسانانو د نارینه او ښځې په توګه وېش د خالق له منظم پلان څخه سرچینه اخلي.

د کفر او کافر مسئله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.