پښتو متل دی چې: « مړ هم زه، پړ هم زه.» او همدا متل دا څو ورځې کېږي چې زه یې ډېر په شدت محسوسوم. سره له دې چې ۴۶ کاله کېږي موږ افغانان مړه هم یو او پړه هم یو خو دومره برم مو درلوده چې زموږ په خاوره د پاکستان پوځ د بمبارۍ جرآآت نه لره خو نن ورځ داسې راغلې ده چې د پاکستان پنجابي ریاست ښه ګستاخانه جراآت کوي او هر وخت چې یې زړه وغواړي د افغانانو تاریخي اتلان، تاریخ او خلک سپکوي او هم په افغانه خاوره بمونه اوروي چې په دې سپکه کې افغانان هم مړه دي او هم پړه دي ځکه د ترهګرو د پاللو او ساتنې نوم ورپورې دی.
تېرو څو ورځو کې د پاکستاني چارواکو له لوري د افغانستان د تاریخي اتلانو سپکه او بمباري دواړه په یو وخت کې تر سره شول خو له بدمرغه په بې صاحبه لوی افغانستان کې یوه نیابتي جهادي ډله حاکمه ده چې د پاکستان سیاسي او پوځي ګستاخي ته یې لاره پرانېستې ده.
د برمل له بمبارۍ یوه ورځ مخکې د طالبانو د ټولنیزو رسنیو له بیانونو خبره شوم چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د اسلامي تمدن ستر امپراطور سلطان محمود غزنوي او د لوی افغانستان باني ستر احمدشاه بابا ته سپک الفاظ کارولې دي. نوموړي د سترو افغان امپراطورانو په هکله ویلي و چې:« احمد شاه بابا او سلطان محمود غزنوي په هند د لوټ او تالان په موخه حملې کولې.»
د پاکستان د دفاع وزیر له دې خبرو یوه ورځ وروسته د برمل ولسوالۍ بمبار شوه او له بمبار څخه وروسته د پنجابي ریاست ملنډې هم پیل شوې. د دې ملڼدو یوه بېلګه په اوردو ژبه لیکل شوې دا لاندې جملې دي چې د پاکستان دفاعي خفیه ادارې په خپلې ایکس( X ) پاڼې د پاکستاني او طالباني امارت د چارواکو د لیدنې له یوه عکس سره لیکلي وې:
« اج دن کی ملاقات، رات کو نتیجه،
ساډې جهاز، ساډې مرضي، سټیکر»
دا جملې د اوردو او پنجابي ژبې ګډې جملې دي، زه پوهېږم ډیری افغانان په اوردو او پنجابي ژبه پوهېږي خو زه غواړم دا کرکجنې جملې پښتو ته وژباړم، ښایي ځیني لوستونکي به په اوردو نه پوهېږي:
« د نن ورځې لیدنه او شپې ته پایله،
زموږ الوتکې، زموږ خوښه او بیا د ملنډو یو سټیکر»
پاکستاني چارواکو او پوځي ادارو یوازې په دو جملو او دو خبرو کې خپل اشغال تایید او زموږ د تاریخي اتلانو او ځمکنۍ بشپړتیا حیثیت داسې بې ابه کړ چې هر وطنپال افغان یې په لوستلو د شرم احساس کوي. د دې کرکجنو جملو په لوستلو لکه زه ښایي میلیونونه نور افغانان هم ځورېدلي وي او دا له ملنډو ډک بیان په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني ګستاخ پوځ له بمبارۍ سره سم خپور شوی دی او موږ افغانانو په بې وسۍ، څو څاڅکو اوښکو او په تش لاس د مکار او ګستاخ پنجابي پوځ د رسنيزو ملنډو په ننداره کې د خپلو شهیدو هېوادوالو په ویر کې غمشریکي وکړه نور مو څه په وس کې نه و.
څو ورځې کېږي چې د پاکستان د ګستاخ پوځ ټولنیزې رسنۍ کرکجن او مغرضانه بیانونه خپروي چې له سپکاوي او ملڼدو سره مل وي. دې بیانونو ته د افغانستان پخواني او اوسني سیاسي او پوځي واکداران پرته له غندنو نور څه نه شي کولای خو یوازې یو څو تکړه مبارزین او رسنۍ دي چې دوی ته ځواب وایي.
همدارنګه د همدې خفیه ادارې یو بل پوست مې تر سترګو شو چې د مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود عکس یې خپور کړی و او لیکلي و چې :«د مقاومت جبهې تاجکې ډلې د پاکستان د بمبارۍ هر کلی کړی دی». د دې بیان په لېدو افغانان وپوهېدو چې د داسې بیانونو خپرول د مکار پوځ د قومي جنګونو پالیسي ده چې له ۴۶ کالو راهیسې روانه ده.
سره له دې چې احمد مسعود په رسمي ډول هر کلی نه دی کړی خو چوپتیا یې ښیي چې هرکلی به یې کړی وي او د پلویانو خوښي یې ښیي چې دوی په پټه هرکلی کړی او د خپلو مظلومو هېوادوالو په شهادت خوښ دي په دې اړه د جبهې د پلویانو نظرونه هم خپاره شوي دي. دا یوازې د مقاومت د جبهې هرکلی نه دی، بلکې د حاکمې طالبانې ډلې ټول حکومت په پټه له پاکستان سره مل دی.
ځینو طالبانو یو څه غندنې وکړې خو محافظه کاري یې خپله کړې ده ځکه د دوی غندنې دوستانه ښکاري. دا چې طالباني رژیم د پاکستان د کنترول لاندې دی، خپله طالبان هم ډاریږي او په جراآت غندنه نه شي کولای او د هېواد پخوانیو چارواکو او مبارزینو ته د طالبانو له پیغوره ډک نظرونه دا څرګندوي چې دوی غواړي له اصلي موضوع د خلکو پام بلې خواته واړوي.
د طالبانو د دوستانه غندنو یو مثال د مرغومې د ۶مې نېټې په نمانځغونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي دوستانه غندنه ده، هغه په خپلې وینا کې وویل: « د پاکستان خلک دېر شریف خلک دي خو ځني مغرضې کړۍ زموږ اړیکې له پاکستان سره خرابوي.»، د متقي دغې دوستانه غندنې ته د طالبانو د ټولنیزو رسنیو فعال جنرال مبین لیکلي و: « هم یې بمبار کړی، هم یې ولس شریف ده، هم یې حکومت شریف او محترم ده، بیا خو معلومه خبره شوه مونږ بېشرفه یو.» جنرال مبین په څو دقیقو کې له ډاره دا بیان (پوست) زر رنګ کړ.
د تېرو ورځو د سپکاوی او بمبارۍ موضوع له ختمه نه ده چې یو ځل بیا د سپکاوي څخه ډک بیان راغی او د پاکستان د پوځ ویاند شریف چوهدري د خپل پوځي مشر هغه خبره بیا تکرار کړه چې:« د یوه پاکستاني ژوند او خوندیتوب ورته تر ټول افغانستان غوره او لومړیتوب لري.»
د پاکستاني پوځیانو هر سپکاوي ته طالبان داسې چوپ دي لکه هېڅ چې پېښ شوي نه وي او جالبه دا ده چې د پاکستان له هرې حملې سره طالبان مخترع شي او د ماشومو نجونو د نانځکو په څېر نقلیه وسایط اختراع کړي او یا یې د جوړېدو زیری وکړي.
د طالبانو د ټولنیزو رسنیو د فعالانو په ډله کې څو پخواني او اوسني تعلیم یافته فعالان دي چې ظاهرا طالبان ښکاري. دا تعلیم یافته فعالان په جمهوریت کې لوی شوی او تحصیل یې هم په جمهوریت کې کړی خو مالګه یې د پاکستان څټلې ده او داسې نمک حلاله غلامان دي چې ښایي په تاریخ کې به د غلامي داسې بل مثال بیا هېڅ را نه شي. زه نه غواړم د جمهوریت د نمک حرامو او د پنجاب د نمک حلالو نومونه واخلم ځکه نغواړم دوی مهم معرفي کړم خو خپل ځان حتمن پېژني.
طالبي فعالان د پاکستان د دفاع وزیر او ویاند پر خبرو او د برمل په بمباریو د پرده اچولو هڅه کوي او له اصلي موضوع څخه تېښته کوي او د دې پر ځای چې پنجاب ته ځواب وایي برعکس د پښتونخوا په ځوانانو، د خیبر تاریخي جرګې په پرېکړو او د ټولنیزو رسنیو په نومیالي پښتون ځوان حمزه صاحبزاده ملنډې وهي او هغوی ته سپک الفاط کاروي.
د طالبانو د ټولنیزو رسنیو یوه فعال …. چې د تېر جمهوریت په ګټو لوی شوی خو اوس طالب دی، د جرګې په پرېکړو داسې ملنډې وهلې وې:« جرګې پرېکړه وکړه چې موږ بله پرېکړه نه کوو.» همدارنګه ښاغلي حمزه صاحبزاده ته یې د پاکستاني په ویلو خپله وفاداري پنجابي بادار ته ثابتوله. همدغه …. ټولنیز فعال د خپلو سترو امپراطورانو د سپکاوي په هکله یوه جمله هم نه وه لیکلې او نه یې بمبار غندلی و.
طالبانو په ډېر مهارت په پنجابي اشغال د اسلامي امارت نوم ایښی دی او د اسلامي امارت له ادرس څخه په سپکو الفاظو د پښتونخوا ځوانان کنځي او د خیبر د جرګې په پرېکړو ملنډي وهي او دا واضح پیغام دی چې افغانستان د پاکستان د اشغال لاندې دی.
طالبان پنجابي اشغال ته پینې (پیوند) ګڼډي او هرې پینې کې یې دومره بې شرمې ده چې ښایي یو عادی وجدان لرونکی انسان یې په لیدلو وشرمېږي خو د طالبانو له امیر څخه نیولې تر هغه غوړمال چپړاسي پورې ټول د بې شرمۍ اخري حد ته رسېدلي دي او دې بې شرمۍ او سرټیټي ته یې د امارت نوم ورکړی.
د طالبانو د ټولنیزو رسنیو په دې بې شرمه محیط کې طالبان د پاکستان په ملاتړ ډېر سم روان دي او د پاکستان هره ناروا په ملنډو تېروي. دا چې ټولنیزې رسنۍ د سیاسي ګټې او تاوان د تبلیغ بهترینه وسیله ده، له بده مرغه هغه یوه کمي چې زه وینم هغه د افغانستان د روڼ اندې ډلې بې اتفاقي ده، ډیری روڼ اندي او په وطن میین خلک د شخصي مزاج پرستۍ په مرض اخته دی او ځانونه یې غلي نیولي دي او یا هم په ډلو ډلو ویشل شوي دي.
د پاکستان د دفاع وزیر هغو سترو امپراطورانو ته سپکاوی وکړ چې دوی یې په نومونو هند ډاروي او په خپلو وژنکو مزاییلونو یې د غوري، ابدالي او غزنوي نومونه اېښي دي. دغه سپکاوی ته توند غبرګون ښکاره نه شو، نیم خلک خو بیخي خبر هم نه دي. د همدې بې غورۍ او بې خبرۍ په پایله کې هغوی دومره زړور شول چې بمبار یې وکړ او سرټیټو جهادي ډلو ته یې د هر کلی امر هم وکړ او له جهادي ډلو ګیله پکار نه ده ځکه هغوی پاکستان ته نمک حرامي نه کوي.
د پاکستاني پوځیانو ګستاخانه ملنډو ته زموږ د رهبرانو او طالبانو څو سست او دوستانه غندنې په دې لیکنه کې د ښاغلي نصیر اماني له ایکس څخه رانقلوم چې تاریخ یې تل په یاد وساتي او راتلونکې کې افغانان وتوانېږي چې د هر سپکاوي بدله سل برابره لوړه واخلي.
د سیاستوالو او طالبانو سپکې او ډارنې غندنې دا دي:
۱. « د برمل شهیدانو ته “وزیرستاني مهاجرین” ویل:
طالبانو د پکتیکا د برمل ولسوالۍ اوسېدونکو ته “وزیرستاني مهاجرین” خطاب کړی، چې په ښکاره ډول د پاکستان د بریدونو لپاره د جواز ورکولو په معنی ده. دا ډول سیاسي اصطلاحات د افغانستان د ملي ګټو پر وړاندې ستر خیانت دی.
۲.ګلبدین حکمتیار د برمل شهیدان “وژل شوي” بولي:
په خپله رسمي اعلامیه کې یې د دې پېښې شهیدان یوازې “وژل شوي” بللي، چې د دې مظلومانو د قربانۍ سپکاوی دی.
۳. ځینو پردیپالو خوښي څرګنده کړې:
د پاکستان د بمباریو پر وړاندې د ځینو داخلي عناصرو خوښي ښکاره کول د دوی اصلي ماهیت او پرديپال ذهنیت په ډاګه کوي.
۴. د پاکستان او طالبانو همغږي:
د پاکستان او ټي ټي پي تر منځ د خبرو لپاره د لارې هوارول، د پاکستان پر بمباریو د طالبانو کمزوری غبرګون، او د برمل ولسوالۍ شهیدانو ته د وزیرستان مهاجرین ویل، دا ثابتوي چې طالبان د پاکستان د سیاستونو یوه برخه دي او د افغانانو په ځپلو کې مرسته کوي.
۵. د طالبانو دوه مخی چلند:
هغه طالبان او مذهبي ډلې چې د فلسطین د شهیدانو لپاره ژړا کوي، د افغان ماشومانو پر شهادت خاموشه دي، بلکې ځینې یې دا بریدونه توجیه کوي او الهي نعمت بولي. دا دوه مخی چلند د دوی د اخلاقي معیارونو او عقیدي تر پوښتنې لاندې راولي.
۶. د پاکستان جنایتونه:
پاکستان په خپله د پښتنو سیمې ناامنه کړې، دوی لومړی د ترهګرۍ لپاره مدرسې او منابع برابر وي، بیا ورباندې د پښتنو سیمې نا امنه کوي او بیا همدا نا امنه سیمو ته بهانه جوړ وي تر څو د برمل ولسوالۍ غوندې ماشومانو ته د شهادت بهانه جوړه کړي او بیا له ابر ځواک هیوادو ورباندې ډالر وګټي. دا کړنې نه انسانیت دي او نه هم زړورتیا، بلکې د انساني ارزښتونو پر وړاندې یو ستر خیانت دی.
افغان ولس ته دا جوته ده چې طالبان نه یوازې د افغانستان ملي ګټو ته ژمن نه دي، بلکې د پاکستان د ګټو لپاره کار کوي. د افغان ماشومانو د شهادت د توجیه کولو هره هڅه د دې ولس د وینو سپکاوی دی، چې هېڅکله د منلو وړ نه ده.»
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.