رښتينی او غاښ ماتوونکی هر اړخيز غچ
زموږ د ژوند اتيا برخې، يا نوي برخې د مُډرن ((عصري)) علومو پورې اړه لري، بلکې شل/لس برخې د شريعت پورې اړه لري. که موږ رښتيني خپلواک او واکمن يو، نو ښه غاښ ماتوونکی ځواب بايد د نجونو د ښوونځيو خلاصول او د يو هر اړخيز مشروع او با ثباته حکومت رامينځته کول وي
موږ يې بايد له بنګاليانو زده کړو او هغه دا چې د نجونو ښوونځيو او عصري زده کړو ته وده ورکړو نه دا چې يو شی مو په ارګ کې غلی ناست دی او هغه بل مو په عينو مينه کې پټ دی او کورونه مو لا تر اوسه هلته دي
نوټ : زموږ ستونزې ژورې دي تر څو چې واکمنه اداره حقايق درک نه کړي او له ملت سره ځان د ملت پر ژبه پوی نه کړي، نو جذبات او تش ګرم احساسات زموږ اصلي درد او ستونزه نه شي حل کولی. پنجاب تل موږ پر ملايانو تېر ايستلي يو او د ملايانو په رامخته کولو او رالېږلو يې سملاسي زموږ بړاس ايستلی او ساړه کړي يو او دا لوبه له زاړه ښکېلاکه تر ننه راروانه ده. تل يې زموږ وطنپاله مشران په کفر ، کمونېزم او سيکولرېزم بدنامه کړي او موږ يې بيرته د ځمکې را ايشتلي يو او تل يې پخپلو کې وېشلي يو او دا دی بيا يې له يو موټي ملت نه قبايلي سيستم ته راټيټ کړو، کمزوري کړي او بيرته يې پر خپلو پښو ودرېدو ته نه يو پرېښي. نصير الله بابر دا خبره ښاغلي فرهاد علي ته پخپله مرکه The five evils who destroyed Afghanistan” کې هم کړې ده. باجوه پر همدې باندې خپل تېزس ليکلی چې افغانستان بايد قبايلي سيستم ته را واړول شي او هر ګاونډي يې بايد اړونده خواوې اداره او مرکزي حکومت يې کمزوری شي، نو افغانستان به په دې توګه ښه او په اسانه مديريت شي چې له دې ليارې منځنۍ اسيا په اسانه بې ثباته کړي. ښاغلي افراسياب خټک پخپله يوه شننيزه وينا کې همدې ټکي ته اشاره کړې ده.
عاصم منيره،
سمه ده چې تا ته د يو پاکستاني هغه هم د پنجابي ژوند نه د نورو [سندي، بلوڅي، پښتون] له ټول افغانستان نه مهم دی، خو موږ هم ستا په شان انسانان او د خدای مخلوق يو.
که هر چا ته خپل وطن کشمير دی، نو هر چا ته هم خپل ژوند له ټولې دنيا زيات ګران او مهم دی.
سمه ده چې په پيل کې مو زموږ يو څو تنه د ګوتو پر شمار در تښتېدلي مو غولولي وو چې څوک يې نن شته او څوک يې نشته. هغوی ته به اوس ښه پته لګېدلې وي چې هغه د کاکا صاحب درملپلور څه ته – ته راته چې په اخر کې د امريکا سفير ته د امريکا په سفارت کې ويلي وو چې،
زه ستاسې ملګری يم. ستاسې پر ضد څرګندونې د عامو خلکو د ارامولو لپاره دي.
د هغه درملپلور تېر ايستل شوي انډيوال ته به اوس ښه پته لګېدلې وي چې،
د پاکستان مجاهد پوځ (؟!) او د پاکستان د ديپلوماسۍ دستګاه په مهارت سره کولی شي چې د افغان جهاد مفاد او منفعت وساتي.
رښتيا چې ښه مفاد او منفعت تاسې وساته چې جهاد به په افغانستان کې کېده، خو مال يې په مانسهره، هريپور او په راولپينډۍ کې وېشل کېده.
رښتيا چې هغه ته به اوس دا هم ښه پته لګېدلې وي چې،
حوت ۱۳۶۶ : [د حزب خپله ګڼه]
((اګر در هر دو کشور نظام اسلامي حاکم باشد ما تصميم ميګيريم که مرز از ميان ما برداشته شود و هر دو کشور به يک کشور بدل ګردد)).
هغه ته به اوس لا ښه ترا پته لګېدلې وي چې د افغانستان د ورانۍ او بربادۍ دوه مخکښ بېګانه په خټه پښتانه د مردان او د سرګودهې جنرالان چې د رښتياو وخت راغی، نو بيا په ارګ کې د کاکا صاحب د چشماټو مُخيّل درملپلور په کارونه د ((چترالی ملا Chatralay Mulla)) او د بي بي نظيرې د کاکا په کارونه د نظار شوری والا ته د ((لاين مين lineman)) د برېښنايي مزو/تارو کارمن او زموږ مُفسر صاحب ته به يې ((ګِلکار mason)) ويلو چې دا هغه شفري نومونه ول چې دوی درېواړو ته ورکړل شوي وو او څارګره اداره او نظاميان پخپلو کې سره ښه پېژندل، خو موخه يې دا وه چې د شهيد محمد داوود خان له استخباراتو يې پټ وساتي. اوس به ورته د هغه اسلامي نظام چې ده ته تخيّلي او تصوّري ورښوول شوی وو او ذهني ورتلقين شوی وو، خو په حقيقت کې نه چې اوس به يې ښه پرې سر خلاص شوی وي، خو اوس ترې زموږ د پغمان سيفو جوړ شوی چې ((سيفو)) پوه شو ، خو اوس خرابه شوې ده او هېڅ پر لاس نه ورځي.
همداسې هغه وخت به يې هم ښه پر ياد وي چې،
ارواښاد عبدالولي خان ته يې په يوه غونډه کې شا وراړولې وه او ورته يې ويلي وو چې ما خو لږ په دې شا وټپوه چې څنګه موږ روسان مات کړل او ورته يې ويلي وو چې تاسې زموږ جهاد ته جهاد نه وايی، نو هغه ارواښاد ورته ويلي وو چې نه، او ورته يې ويلي وو چې روسان راغلي وو او خپل زخميان او مړي يې هم له ځان سره يوړل او تا ته يې پرې نه ښوول، خو ته دې ځان ته وګوره چې ستا څومره مړل شول او څومره هديرې مو ډکې شوې؟ او د امريکې او د ناټو څومره مړه شول؟
ګل پاچا الفت
ډېر تفاوت دی په انسان کې د معنی په خاطر
واړه لګيا دي څوک خپل ځان او څوک جهان جوړوي
ورک طالب دې په دې پوه شي چې شل کلن دوست يې نن هغه نور ملاتړي او دوستان خوارج ونومول او توهين يې تر دې کچې ورته وکړ چې له يو لوري يې خپل استازی صادق خان ورته رالېږلی وو او په کور کې ورته ناست وو او له بل پلوه يې پرې بمباري وکړه او نړۍ ته يې تورن هم کړل او داسې يې وانمود کړه چې ګوندې موږ د خپلو دقيقو استخباراتي معلوماتو پر اساس د ترهګرو ځالې وويشتې او ترهګر مو ووژل.
طالبه، تا ته څه حيثيت درپاتې شو چې د يو مېلمه لپاره چې هغه هم د چترالي ملا صاحب په وخت کې حميد ګل ورپسې د افغانستان په الوتکه کې سوډان ته تللی وو او د هغه مېلمه اړيکې له ترابي او عمر البشير سره ګډې وډې وې سيده له سوډان څخه افغانستان ته راوړ، ولې؟
دا بل ډاکټر يې په کابل کې ورته وواژه، نو دا جريانونه ټول پټ پاتې شول، ولې؟ سمه ده چې افغانانو پکې هېڅ لاس نه لرلو، خو دل پکې موږ شولو چې دا ولې؟
موږ خو تل په ملايانو تېر ايستل شوي يو. د محمد ظاهر شاه او د محمد داوودخان په وختونو کې به د کاکا صاحب يو قاضي د درملپلورنۍ په پلمه ته راته او د زاړه استعمار د پاتې شونو پيغامونه به يې راوړل. دا هغه مذهبي څېره وه چې يو وخت يې په اسلام اباد کې د سفارت د يو کارمن په حواله د امريکا د هغه وخت سفير ته ويلي وو چې ((زه خو ستاسې ملګری يم او دا خبرې مو د خلکو د ارامولو لپاره دي.))
دا بل باجوړي بيا مشرف ته ويلي وو چې ((د افغانستان مساله دې د کشمير پورې وتړل شي.))
مذهب خو يوه پاکه پديده ده، خو دغسې د ناولو موخو لپاره وکارول شوه.
دا نور دواړه چې يو د مفتي محمود زوی دی او بل د مولانا عبدالحق زوی دی. مفتي محمود خو پخپل جيب کې د افغانستان د غزني ولايت تذکره ګرځوله. مفتي محمود به ويل ((شکر چې د پاکستان د جوړولو په ګناه کې مې برخه نه ده اخېستې)) او باچا خان به ويل چې ((دا د انګرېزانو دسيسه وه)). مولانا عبدالحق او نور ټول اکابر د باچا خان شا ته ولاړ ول، خو يو هندي الأصل مهاجر چې هغه وخت کرنيل وو د پاچا حسين د مرستې لپاره د مظلومو فلسطينيانو د ځپلو لپاره استول شوی وو، بيرته په واپسۍ کې د اردن د پاچا حسين په سپارښتنه په پوځ کې رامخته شو چې وروسته يې پر بوټو کودتا هم وکړه.
موشي ديان چې اسرائيل ورته د خپل پلار په سترګه ګوري چې بيا وروسته د دفاع وزير هم شو، هغه وايی چې موږ په دې شلو کلونو کې دومره فلسطينيان نه دي وژلي، لکه دغه يو هندي الأصل مهاجر چې په يولسو ورځو کې ووژل او هغه نورو سختو خبرو ته اشاره کوي.
دغه ورک طالب هغه وخت چېرته وو؟
دا زموږ د بهرنيو چارو وزير چې ځان تقوی داره هم بولي، نو څه کاره دی چې امريکا ته وايی چې تاسې
*** *** ***
د شيخ صاحب عجيب و غريب فرمانونه
شيخ صاحب ستا د کړکيو فرمان د عاصم منير له بمبارد سره څه اړه لري؟
ستا د دې ګډو وډو فرمانونو پورې مې د خپل استاذ ارواښاد سيد عبدالستار پاچا يوه په زړه پورې کيسه چې په اتيايمه لسيزه کې يې د باړې په دارالعلوم هاشميه کې يې د تفسير په درس کې وکړه را په ياد شوه. ښايی چې د مولوي صاحب عبدالکبير به هم پر ياد وي او ښايي چې زما او د مولوي صاحب عبدالکبير ګډ استاذ شيخ صاحب نور محمد ثاقب هم ياد وي چې پاچا صاحب به هره ورځ بېلابېله نوې کيسه کوله او يوه به يې له بلې سره به ورته نه وه. ښايي چې ځينې کيسې به يې شيخ صاحب عبدالحکيم او شيخ صاحب دلاور ته هم يادې وې چې کله ناکله به هاشميه راتلل او رښتيا چې زموږ شينواري مولوي صاحب عبدالباقي ته هم يادې وي.
وايی چې يو کس د چا باغ / باغچې ته د انګورو راشکولولپاره اوښتی (ننوتی) وو او د انګورو په راشکولو بوخت (لګيا) وو چې د باغ/باغچې خاوند پرې راغلی وو، نو دی پاس په ونه کې وو او د/له لاندې نه يې پرې کړی وو چې دا څه کوې؟ يعنې ولې زما انګور زما له اجازې پرته شکوې؟
نو له هغه سره خو نور ځواب نه وو چې ورته يې ويلی وای ((بښنه غواړم)) يا ومې بښه. ناداره وم دا او هغه.
نو په ځواب کې يې ورته له ونې نه وويل چې،
((ته دې ښځې ته پرتوګ ولې نه کوې؟ ولې بې لوڅه يا پرتوګ ايستلې ګرځي؟
نو هغه يعنې د باغ (باغچې) څښتن (مالک) ورته ويلي وو چې ((هغه زما کار دی چې پرتوګ ورته کوم او يا نه؟ د هغې خوښه ده چې پرتوګ اغوندي يا نه؟
خو ته راکښته شه چې ولې دې زما انګور زما له اجازې پرته شکول او غلا کول دې؟
نو زموږ شيخ صاحب هبة الله هم دغسې يو ناانډوله نوی فرمان د خپل شلکلن دوست چې هم يې جوړ او رامينځته کړل، هم يې وسلې، مرمۍ، باروت او ماينونه او بېلابېل توغندي ورکول او هم يې روزنه ورکوله چې هغو ټولو ته يې يا خيال نه دی او يا ښه ناخبره او وړوند و کوڼ ساتل شوی او داسې برېښي چې هډو هېڅ نه دي شوي، نو د خپل يار د دغه بربنډ تېري او سپکاوي چې تېری يې هم پر خاوره او حاکميت کړی دی او هم يې د دوی هر اړخيز سپکاوی او هغه وزن يې د دوی ډېر متضرر کړ چې د هغې باوجود شيخ صاحب د کړکيو فرمان صادروي او دغه بربنډ نامشروع تېری هډو په پام کې نه نيسي.
شيخ صاحب،
دا هېوادوال حيران دي چې دا ستا ورځني نااشنا او مخ په څټ فرمانونه چې يو يې له بل نه بدتر او سړی ورته ګوته په غاښ کيږي، نو سړی حيران شي چې تاسې څه شی خورئ؟
که له تا وپوښتل شي چې ايا تاسې شخصًا ايمان بالله، ايمان بالرسول او ايمان باليوم الآخر لرئ او که نه؟
که ته پر خدای او رسول او د قيامت پر ورځ لرئ، نو ولې مو د نجونو زده کړې چورلټې وځنډولې ؟ دا څه ډول ځنډول دي؟ تاسې مهرباني وکړئ بندښت او ځنډ تعريف کړئ چې ستاسې په اند ځنډ څه شی دی او بندښت څه شی دی؟ څه ډول يې تعريفوئ؟
هماغه لنډۍ شوه چې،
ما ته دې دوه ورځې بانه (پلمه) کړې
مياشتې دې تېرې کړې کلونه دې شمېرمه
يوه عجيبه مشاده يې. نړۍ مو د ليدو پسې حيرانه ده چې دا څه درباندې شوي دي؟
تاسې اوس ما ته دا ووايئ چې،
تاسې نارينه ياست که ښځه او که خنثی مشکل ؟
که نارينه ياست، نو بيا ولې پټ يې او ولې دې ملت ته او رسنيو ته نه راښکاره کېږې؟
که ښځه يې، نو چې هم پوه شو، که له ملت نه ستر کوې، نو بيا زما او د مولوي صاحب عبدالکبير له ګډ استاذ شيخ صاحب نور محمد ثاقب نه هم لکه چې ستر کوې او مستوره يې که څنګه؟
که خنثی مشکل يې، نو بيا خو اړتيا نشته.
طالبي لندۍ،
د سپينو غاښو يې برښنا شوه
چا ويل ګلۍ ده په تيرا يې وروينه
کاشکې چې ګلۍ وای خلکو خو به ليدلی وای، خو دا صفت هم در کې نشته.
که پېری يې او يا د رښتيا پيريان درباندې ناست وي، نو زه خو بيا د پيريانو پاچا يم او له پيريانو سره مې سروکار دی او که د بل چا په تېره بيا د شل کلن يار د هغه مردارې سوړې پيريان درباندې ناست وي، نو هغه بيا زورور پيريان دي چې هغه خو بيا د هماغو مشخصو ادارو پرته پرې بل څوک نه پوهيږي چې څه ډول پېريان ورسره دي؟ ښايي چې زموږ د آخوا پښتونخوا سياسي مولايانو ته يې پته وي.
ارواښاد باچا خان ته چا وويل چې باچا خانه،
ته خو مسلمان يې. پينځه وخته پابند لمونځ کوې، روژه هم نيسې دا او هغه ټول کوې، نو بيا هم پر تا باندې دا خلک تا ته کافر وايې او د کفر فتوی ردباندې لګوي؟
باچا خان ورته وويل چې هو، زه پوهېږم چې دا څوک يې راته وايی او د کفر فتوی راباندې لګوي.
هغه ورته وويل چې دا څوک دی؟
باچا خان ورته وويل چې دا انګرېز دی چې دا فتوی يې راباندې لګولې او هغه د ټولو مفتيانو مفتي دی او د له له پاسه بل داسې لوی مفتي په دنيا کې نشته.
خبرې خو مې درته ډېرې په زړه کې دي، خو بسنه به وکړم.
باچا خان د قاضي صاحب فضل الله ايډوکيټ له ليد لوري
https://www.youtube.com/watch?v=McikU0W4ClE&list=PLIhfl1TdQAQxyprj7VHeYdXO05vZK-vCk
Bacha Khan University Charsadda (BKUC) Qazi Fazl Ullah 1 Pashto Bayan Video قاضی فضل اللہ
دا خبره ډاکټر صاحب فضل الرحيم مروت د ارواښاد عبدالرجيم مجذوب زوی ورته کړې وه ، ډېر ښه او شريف انسان دی.
په پای کې به همدومره ووايم چې الله تعالی مو له موږ سره سمې او رغنده لارې ته راسم کړه چې لږه حيا او د ايمان متره درکې هم پيدا شي. له خدای او له رسوله (ص) او د محشر له ورځې وډار شې او يو ملي سرتاسري لويې جرګې او د مشروع حکومت جوړولو ته غاړه کښېږدې او هم دې الله تعالی پر زړه د رحم اوبه توی کړه چې الهي وېره او ترس درکې پيدا شي چې د نجونو او د عصري علومو زده کړې ته اجازه ورکړې او دا ملت تېری له دغه حالته خلاص او هم ستا غاړه خلاصه شي.
خدايګو چې نه د حکومت يې او نه حکومتولۍ ته جوړ يې، خو ولس ته دې ډېره لويه ضربه ورکړه چې دنيوي او اخروي مسؤوليت يې مشخصًا ستاسې تر غاړې دی، نور ته پوه شه او کار دې.
خوښه ستا چې منې يې او کنه؟
اللهم اهدنا الی صراطٍ مستقيم
په درنښت
سيد حسين پاچا
امريکا، پاکستان، کرزی، عبدالله او امارت ټول په ګډه د روان وضعيت عام وتام مسؤول دي
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.