پوتین خلکو ته: هر څه به سم شي

207

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپلو خلکو ته د نوي عیسوي کال د مبارکۍ پیغام کې ویلي چې روان ۲۰۲۵کال کې به روسیه په لوړ بارو مخته لاړه شي.

هغه په دغه پیغام کې د روسیې اقتصاد او اوکراین کې د روانې جګړې په تړاو ځانګړی پیغام نه‌دی ورکړی.

نوموړي د روسیې ننګونې د پراخ تاریخ یو ماموریت بللی او په وینا یې، دغه هېواد پر ټولو ازموینو بری ترلاسه کړی او خپلو موخو ته رسېدلی دی.

نوموړي وویل: «اوس د نوي کال په درشل کې یوو، موږ راتلونکې ته فکر کوو. موږ ډاډه یو چې هر څه به سم شي؛ موږ یوازې مخکې ځوو. موږ په پرېکنده توګه پوهېږو چې د روسیې برخلیک او د هېواد‌والو هوساینه زموږ ارزښت دی او وي به.»

د نوي کال په تړاو د هغه درې نیمې دقیقې خبرې بېګاه وخت د روسیې په بېلابېلو سیمو او وختونو کې خپرې شوې.

پوتین په دې وینا کې د روانې جګړې په تړاو څه ونه‌ویل او نه یې هم د یادې جګړې پای ته رسولو په اړه اشاره وکړه.

سلام وطندار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.