سترګې یې رڼې کړې، خړ څادر يې له ځانه لېرې کړ، تیاره وه، د سپوږمئ رڼا کوټې غولي ته لوېدلې وه، له ځایه پاڅېد، کړکۍ خلاصه وه، سپینه پرده باد رپوله، کړپ شو، ګونځې لاس یې د کړکۍ په لاستي و، باد ورک شو راوګرځيد، دروازې په لور روان شو، کوشکن (دهلیز) کې ورو ورو ګامونه یې اخیستل، زړه يې دربېده، ځان سره یې ورو وویل: نجلا آه د زړه ارمانه…….
هغه دویم پوړ ته پورته شویو زینو ته وکتل، ورغی، د دویم پوړ په کوشکن کې پرته غالۍ د ګروپ رڼا ته سره ښکارېده، یوې دروازې ته مخامخ ودرېد، ده ماښام د شفتالو جوس راوړی وه، زوی او اینګور يې وڅښه، نجلا چې خپل ګیلاس په سر واړوه، ده په خندا ورته وویل: لمسۍ! بل ګیلاس هم درته ډک کړه.
ده خپله څکه ترې ونه کړه، پلمه یې کړه، چې پښې یې ور په درد کوي، بابا له چُرتو راووت، د دروازې لاستی يې ورو تاو کړ، ور يې نیمکښ کړ، په ښي سترګه یې دننه ګوټې ته وکتل، په تخت ځوانه ښځه او سړی ویده وو، وموسکېد، ورو یې وویل: همداسې بیغمه ویده شئ!
وړې سترګې يې له خوښۍ ځلېدلې، بیرته کښته شو، سپينې دروازې ته ودرېد، غنجا شوه، تور سیورۍ د کوټې په غالۍ پریووت، هغه کیڼ لاس په دیوال وټپاوه، ګروپ روښانه شو، نجلا په تخت پرته وه، سترګې پټې وې، ورو ورو ګامونه یې اوچت کړل، د تخت په څنډه کښیناست، د هغې په ورون یې لاس تیر کړ، پوست وه………….
نجلا نوې دولس کلنه شوې وه، په پلار یې ډيره ګرانه وه، هغې سږکال خپلې مور ته وویل، چې لویه شوې ده، همزولې ورباندې ملنډې وهي، چې اوس هم د مور سره بیدیږې، هغې وغوښتل تر څو کوټه یې ور بیله کړي، د مور یې زړه نه وه، پلار یې هم د دې په پلو شو، هغه انجینر دی، دا کوټه یې ورته فرش کړه، دا او لس کلن ورور یې دلته جوړه ویدېدل، نن شپه هغه د ماما کره یې تللئ…….
نجلۍ آرامه ساه اخیسته، د خوب په نړۍ کې غرقه وه، سړي په دیوال ځوړند ساعت ته وکتل: دوه بجې، ښه وخت دی!
له ځایه پاڅېد، د کړکۍ په خوا روان شو، سپینه پرده یې ونیوله، کش یې کړه، غولي ته لوېدلې د سپوږمۍ رڼا ورکه شوه، تخت وښورېد، سړي زړه دربا تېزه شوه، ژر یې مخ واړو، نجلۍ په بل اړخ واوښته، تورې سترګې پټې وې، آرامه نفس يې وکيښ، دروازې په لورې لاړ، پورې یې کړ، بیرته تخت ته ورغی، ور وخوت، نجلۍ پښو سره په زنګنو کښیناست، یوه شیبه يې د هغې ننداره وکړه، د ډيرې مودې ارمان یې نن لاس ته ورغلی وه، ورو یې وویل: غټو سترګو دې لیونی کړی یم………
نجلا د ده سکه لمسۍ نه وه، انجینر چې شپږ کلن وه، ده یې له مور سره واده وکړ، هغه کونډه وه، بابا وموسکېد، بیا یې ورو وویل: دا به نو اوس څه پوهه شي، چې زه ورسره څه کوم.
هغه شیبې وریادې شوې، چې په جوس کې د خوب دوا واچوله…..
ورټيټ شو په مخ یې ښکل کړه، ګونځ لاس یې د هغې په سپین مخ کش کړ، نجلۍ ډوبه ویده وه……..
پای
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.