ښېرا به ولې درته نهکړم
له خدای راکړې خندا تا بې برخې کړمه
د معشوقو دغه دستور دی
يو يې اشنا وي، لس په طمع گرځوينه
هسې به پاتې پهکې راشې
په دا سپـیره نصیب مې مه تړه شرطونه
د لنډیو د دې برخې لهپاره دا لاندې لنډۍ راټولې شوې دي:
پرون يې پټ په دیدن موړ کړم
نـن لـه ديـدنه پـټـېـده چې خوب راځـيـنه
ښکلې بشر دې رانه هېر شو
د جدایی ترمنځه ډېر تېـر شول کلونه
که سل کارونه مې ورانیـږي
مازیگری به مې د یار کلي کې وینه
د جانان دې کبر ته گوره
د سپېنې خولې لاړې پر ځمکه غورزوینه
حیا د پوزې سر له راغله
جينکۍ پوزې پټوي، سترگې پرېـږدينه
ته به ولاړ یې بل به یار کړم
غږ به په جار کړم چې خیالي لالی لرمه
ښېرا به ولې درته نهکړم
له خدای راکړې خندا تا بې برخې کړمه
د معشوقو دغه دستور دی
يو يې اشنا وي، لس په تمه گرځوينه
قدر مي ورځ پۀ ورځ کمېـږي
پۀ تا پوهېـږم له یارئ اخلې لاسونه
جانانه مرې که پاتې کېـږې
په تور اوربل مې سوداگر وگرځېدنه
غم دې څه بل رقم بلا ده
د وجود وینې رانه خوري بدرنگ یې کړمه
په خولۀ خاموشه کلیواله
لږ راټپه شه چې مې تنده ماته شينه
خبر دې نۀ شته نا درکه
له ما نه ورکه یاره څه در شوي دینه
د مازيگر لمـرونه ټـول شـول
جانان مې نشته، سترگې چاته واړومه
مينه د هر چا په نصيب شه
بې میني ژوند خو د بدبختو خلکو وينه
مینه د روغو زړونو کار دی
زموږه زړونه غريبۍ وژلي دینه
بیلتون دې قدر را معلوم کۀ
که بیا مې یار شوې غلامي به دې کومه
له بېلتانه به گیله نه کړم
بېلتون له تخته پاچاهان کوز کړي دینه
له غټو سترگو نه دې ځار شم
درکړي خدائ دي، زړه زما ورپسې چوينه
هسې به پاتې پهکې راشې
په دا سپـیره نصیب مې مه تړه شرطونه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.