د پولو هاخوا استعدادونو اداره کول یوازې د وړ کسانو په ګمارلو پورې محدود نه دي، بلکې د نړیوالو قانوني ستونزو د حل یوه ډېره پېچلې موضوع ده. له کله نه چې د COVID-19 وبا پیل شوې، ډېرو هېوادونو د نړیوالو ګمارنو کچه لوړه کړې ده. له بدلېدونکو کار قوانینو څخه نیولې، تر پیچلو ویزو اړتیاوو پورې، نړیوال د انساني سرچینو ټیمونه باید د قوانینو د مراعات تر څنګ یو منسجم کاري ځواک رامنځته کړي. که یوه تېروتنه وشي، نو پایلې یې ډېرې ګرانې کېدای شي.
نو څنګه سوداګرۍ کولی شي د نړیوال بازار د قانوني او تنظیمي ننګونو سره ځان همغږی کړي؟ راځئ هغه مهمې مسئلې وڅېړو چې هر نړیوال د انساني سرچینو مسلکي یې باید په پام کې ونیسي.
نړیوال د انساني سرچینو مدیریت: یو پېچلی چاپېریال
نړیوال د انساني سرچینو مدیریت (IHRM) ګڼې دندې لکه د ګمارنې، معاوضې، روزنې، او کړنو مدیریت رانغاړي. خو د دې پروسو په نړیواله کچه اداره کول د هېواد-ځانګړو قوانینو او مقرراتو په پام کې نیولو ته اړتیا لري. د هغو شرکتونو لپاره چې د دې قانوني پیچلتیاوو سره بلد نه دي، د تېروتنو خطر ډېر لوړ دی.
د کار قوانین او مقررات
د نړیوالو انساني سرچینو مدیریت کې یوه لویه ستونزه د بېلابېلو هېوادونو د کار قوانینو سره ځان همغږی کول دي. دغه قوانین د لږ تر لږه معاش، کاري وخت، رخصتیو، د توپیر مخنیوي کړنو، او د کار ختمولو پروسو په اړه ځانګړي احکام لري. د دې قوانینو د نه مراعات پایلې په قانوني شخړو، درنو جریمو او د شرکت د شهرت زیان کې ښکاره کېږي.
د مهاجرت او د کارکوونکو خوځښت
د پولو هاخوا د کارکوونکو اداره د IHRM یوه بله مهمه برخه ده. د مهاجرت قوانین او د ویزو اړتیاوې په هېوادونو کې توپیر لري، او شرکتونه باید د بهرنیو کارکوونکو د ګمارلو یا لېږد پر مهال دغو مقرراتو ته پام وکړي. د دې قوانینو د نه مراعات په پایله کې جدي پایلې لکه د کاري جواز لغوه کېدل او قانوني مجازات را منځ ته کېدای شي.
د معلوماتو محرمیت او ساتنه
په ننني وخت کې د نړیوالو معلوماتو د ساتنې سختو قوانینو، لکه د اروپایي اتحادیې د عمومي معلوماتو ساتنې مقرره (GDPR)، سره سم د کارکوونکو معلوماتو اداره کول ډېر مهم دي. د محرمیت د اصولو ماتول د جریمو او د شرکت د شهرت زیان لامل کېدای شي.
مالیه او ټولنیز امنیت
د نړیوالو مالیاتو قوانین او ټولنیز امنیت سیستمونه ډېر پېچلي دي. شرکتونه باید د څو هېوادونو په کچه د مالیاتو تړونونه، د معاشونو مالیې کسر، او د ټولنیز امنیت ونډې په پام کې ونیسي.
کلتوري او اخلاقي ملاحظات
د قانوني اړخونو سربېره، کلتوري او اخلاقي ستونزې هم مهم رول لري. نړیوال د انساني سرچینو مدیران باید د مختلفو کلتوري دودونو درناوی وکړي، چې د اړیکو، مشرتابه، او د کار ځای چلند باندې اغېز لري.مم
د قانوني او تنظیمي ننګونو د حل لارې چارې
د نړیوالې سوداګرۍ د بریالیتوب لپاره لاندې ستراتیژۍ اړینې دي:
1. یو جامع نړیوال پروګرام جوړول: د قوانینو سره د ځان برابرولو لپاره پالیسۍ او روزنیز پروګرامونه جوړ کړئ.
2. له ځایي متخصصینو سره همکاري: د قانون پوهانو او انسانې سرچينو متخصصینو سره په اړیکه کې اوسئ.
3. له ټیکنالوژۍ ګټه اخیستل: د انسانې سرچينو معلوماتي سیسټمونه او وسایل وکاروئ.
4. د موافقې فرهنګ ته وده ورکول: قانوني اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړئ.
5. د بدلونونو په اړه ځان خبر ساتل: په وخت سره خپلې پالیسۍ او کړنې تازه کړئ.
د EOR د حل لارې ګټې
شرکتونه کولی شي د “ګمارونکي د ثبت خدمتونه” (EOR) وکاروي ترڅو نړیوالې ګمارنې اسانه کړي او د قانوني ستونزو خطر راکم کړي.
پایله
د نړیوالو انساني سرچینو مدیریت یوازې د زیار اړتیا نه لري، بلکې ستراتیژیک لید ته اړتیا ده. ترڅو ستاسو نړیوال کاري ځواک په مؤثره توګه اداره شي.
لنډيز
GDPR: د “د اروپایي اتحادیې د عمومي معلوماتو ساتنې مقرره” لنډیز دی.
EOR: د “ګمارونکي د ثبت خدمت” لنډیز دی.
IHRM: د “نړیوال د انساني سرچینو مدیریت” لنډیز دی.
سر چينه :
https://procloz.com/legal-

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.