ټول پوهيږو چې د بريالۍ سياسي مبارزې له پاره غښتلي ګوندي سازمان ته اړتيا ده. د يوه غښتلي مبارز سياسي ګوند جوړول ټاکلي مرام غواړي چې عملي کول يې په علمي بنسټ سنجول شوې ستراتيژي او د هغو په چوکاټ کې روځنيو تکتيکونو ته ضرورت لري. دا ډول غښتلى مبارز سازمان د خپل ژوند د دوام او مبارزې د اغيزمنتيا له پاره د داخلي سازماني ژوند معينو اصولو ته هم اړتيا لري چې د ګوندي غړو او ټولو ګوندي سازمانونو په زغرد ګډون او موافقه جوړ شوي او منل شوى وي.
د يوه ښه منل شوي ګوندي مرام، تشکيلاتي اصولو (اساسنامې) او د فعاليتونو د ستراتيژۍ او تکتيکونو جوړول په ګوندي فعاليتونو کې پراخه دموکراسي غواړي.
دموکراسي تر ټولو ښه او ازمایل شوي اصول لري چې د ګوندي تشکيلاتي دسپلين سره سره د يوه ګوندي سازمان او منفرد ګوندي غړي آزادۍ او بشري حقوقو ته درناوۍ کوي. هغه ګوندې تشکيلاتي نارمونه چې د ګوندي غړي او يا د ګوندي تشکيلاتو يوه برخه او يا د ولسوالۍ يو سازمان د هغو د خوښې او قناعت پرته د مرکزي پريکړو منلو ته مجبور کړي، د معاصرې دموکراسۍ او بشري حقوقو له نارمونو تيرى دى.
د ګوندي اسنادو په جوړولو او په ګوندي فعاليت کې د دموکراسۍ مراعات خورا مهم دي او د هغو تر پښو لاندې کول د کار په بهیر کی که زر وی او که وروسته نواقص او ماتې رامنځته کوي.
د دموکراسۍ ښیېګڼه داده چې د ستونځو په حل کې د ممکنو ډیرو ګډون کوونکو د نظرونو هر کلی کوي. هڅه دا وي چې د مشکل د حل له پاره ډیر نظرونه راټول او ډیرې خواوې پکې ګډون وکړي. بې علاقې کسان هم په مختلفو شکلونو د ستونزې په حل کې د ورګډېدو له پاره تشویقیږی او قصدا هڅول کیږی چې نظر ورکړي، عمل ته چمتو شي او هيڅوک ناخبره، بې برخې او ناراضه پاته نه شي.
دموکراسي د ګډ عمل له پاره د نورو ابتکارونه هڅوي او د هغو د لارې خڼدونه لرې کوي، نه داچې د بل نظر د راپیدا کیدو او خپریدو سره ضدیت وکړي.
په دموکراسۍ کې د رهبرۍ د کړۍ او رهبر له پاره دا مهارت اړین دی چې د مختلفو نظرونو څښتنان د ګډ هدف په لور یو له بله سره څنګ پر څنګ تلو ته وهڅوی، نظم ورکړي، د هر چا نظر او آزادې ارادې ته احترام وشي او یو د بل تسلیمیدو او يو محلي ارګان د بل مرکزي ارګان د دستور او فيصلو منلو ته مجبور نه شي.
د پریکړو علنیت او روڼوالى د دموکراسۍ مهم جز دی. د سازمان غړي د رهبري ارګانو د پریکړو او فعالیتونو د اطلاع او پر هغو باندې د څارنې حق لري. رهبري مکلفه ده چې د اصولو په چوکاټ کې ټولو ته د خپلو پریکړو او فعالیتونو علنی رپوټ ورکړي او د نويو پريکړو په نيولو کې د برخې اخيستلو فرصت او چانس ټولو ته برابر کړي.
دموکراتيک ګوند د رهبر او يا د رهبرۍ د حلقې په پريکړه، دستور او فرمايش نه جوړېږي. دموکراسي د موضوع په حل او هره پريکړه کې د رهبر او یا یوه ټاکلي ګروپ د انحصار مخه نیسی او د سازمان او جنبش غړي په پټو سترګو د مشخصو افرادو د دستور او قوماندې له منلو ژغوري.
په دموکراسۍ کې یو یا څو مشخص کسان د جامع الکمالات رهبرانو په حيث نه منل کيږي چې د نورو ټولو له پاره د ګوندي غړو له حضور او فعال ګډون پرته پریکړې وکړي، د ټولو نورو برخلیک یوازې په خپلو نظرونو پورې وتړي او په هر څه کې پخپله خوښه تغیر او بدلون راولي او د ګوند د سرنوشت ټاکونکي پريکړې پخپل سر وکړي.
نور محمد غفوری
02.09.18
https://dawatmedia24.com/?p=171848
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.