د ژړا تصوير ته ژړا

عبدالوکیل متین

127

زړه مې سم درسره ژاړي له ژړا نه دې لوګی شم
څه رشته مې درسره ده؟ واوېلا نه دې لوګی شم

شراکت د وينې نشته نه په هډ راسره ېو يې
په احساس لګوې ګوتې له غوغا نه دې لوګی شم

له ګواښونو د وحشت نه دې ځان رېږدي لکه پاڼه
په سينه کې د ماشوم زړه له درزا نه دې لوګی شم

پرون تېر شو د مرګ غېږ کې نن تصوير د پرون ورځې
کاشکې زېری د ژوند راوړي له سبا نه دې لوګی شم

د جهان غېږه ده تنګه که نصيب کې دې غېږ نشته
غېږ د مور کې د سلګو د تماشا نه دې لوګی شم

څوک له خاورو ايستل کېږي څوک ښخېږي بې کفنه
پاکه ربه! ستا رضا ده له رضا نه دې لوګی شم

ما متين ته رانژدې شه چې دې اوښکې کړمه پاکې
د ښېرو اثر دې نشته خو دعا نه دې لوګی شم

————— اکتوبر – ۲۰۰۴

کليفورنيا

** – دا شعر د يوه جنګزپلي ماشوم د تصوير انګېزه ده.

د ژوند لار

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.