کیږدمه خپل سر په زنګانه ورپسې وژاړم
ګل وطن را یاد شي، کینم ښه ورپسې وژاړم
څوک وایي چې کلک وي نارینه ته ژړا نه ورځي؟
زما خو چې مورکۍ شي را په زړه ورپسې وژاړم
بس چې په دې لوی جهان کې چا باندې مور بوره شي
ځمکه راته اور شي، دلته زه ورپسې وژاړم
یو یو راپه یاد شي، یاران ذهن کې راوګرځي
سترګې مې چینې شي او اوبه ورپسې وژاړم
هاغه سندرماره چې خپه وي او پخلا نه شي
ډیر د پشکال تر بارانه ورپسې وژاړم
چاپسې مې زړه چوي، هادي خو څنګه ووایم؟
ګورمه بانه چې اوس په څه ورپسې وژاړم
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.