ښځه په اسلام کې-شپږمه برخه-د الله مرسته

لیکوال: مولانا وحیدالدین خان - ژباړه: هیله تبسم

297

په شپږم هجري کال کې د الحدیبیه په سیمه کې د لس کلن امن تړون وشو. یوه ماده یې دا وه چې هر هغه څوک چې د خپل سرپرست له اجازې پرته د محمد ﷺ پنډغالي ته هجرت وکړي، باید مکې ته بېرته وسپارل شي. په مقابل کې هر هغه مسلمان چې د محمد ﷺ له پنډغالي څخه مکې ته هجرت وکړي بېرته نه سپارل کېږي. (ابن کثیر، السیرة النبویة، ۳/۳۲۱)

دا د نارینه‌وو په اړه په بشپړه توګه عملي کېده؛ د دې یوه مشهوره بېلګه د سهیل بن عمرو زوی، ابو جندل وو چې له مکې څخه الحدیبیه ته په ډېرو سختو زخمونو او پښو، په زنځیرونو تړل شوي حالت کې ۱۳ میلونه پلی راغلی و، خو ژر خپل ظالمانو ته وسپارل شو. په ورته ډول نور مسلمانان چې له قریشو څخه یې ځانونه خلاص کړي وو، یو په بل پسې بېرته وسپارل شول. (ابن کثیر، السیرة النبویة، ۳/۳۲۱-۳۳۵)

خو دا تړون د مسلمانو ښځو په اړه نه تطبیق کېده. په همدې مناسبت د قرآن دا آیت نازل شو:

“ای مؤمنانو! کله چې مؤمنې ښځې تاسو ته د پناه په نیت راشي، هغوی وازمایئ. د هغوی ایمان الله ښه پېژني. که تاسو هغوی مؤمنې ومومئ، نو هغوی هغو

کسانو ته مه سپارئ چې حق ردوي.” (سورة الممتحنة: ۱۰)

ډېرې پېښې ثبت شوې دي چې ښځو د قریشو له ظلمه ځانونه خلاص کړي او مدینې ته ورغلې، خو قریشو د تړون موادو غوښتنه وکړه، بیا هم ښځې هغوی ته نه وې سپارل شوې. د بېلګې په توګه، کله چې ام کلثوم بنت عقبہ بن ابو معیط مدینې ته وتښتېده د هغې دوه وروڼه راغلل چې هغې بېرته یوسي، خو هغه قریشو ته نه وسپارل شوه. (سیرت ابن هشام، ۲/۳۶۲)

قریشو دا پرېکړه د تړون خلاف ورزي وبلله او د دې فرصت څخه یې د رسول الله ﷺ د بدنامولو لپاره ګټه پورته کړه. خو ډېر ژر یې په دې اړه احتجاج بند کړ او د دې حقیقت په پام کې نیولو سره چې هغوی د رسول الله ﷺ سخت دښمنان وو، دا نه ده اسانه چې دا حالت څنګه منځته راغلی.

په سیرت او د قرآن په تفسیر کتابونو کې د دې قناعت وړ وضاحت نشته. قاضي ابو بکر ابن العربی لیکي چې قریشو احتجاج پرېښود ځکه چې الله ج د هغوی ژبې معجزانه چوپې کړې. (احکام القرآن، ج ۴، ص ۱۷۸۶، د علی محمد البجاوي لخوا ایډیټ شوی، بیروت، ۱۹۸۷)

په دې کې هېڅ شک نشته چې دا د الله یو معجزه وه، که څه هم په عادي ډول نه.

حقیقت ته د رسېدو لپاره د تړون د دې مادې د الفاظو تحلیلول اسانه دي. دلته د بخاري نسخه وړاندې کوو چې د ټولوڅخه معتبره ګڼل کېږي:

“تاسو باید زموږ هر هغه سړی بېرته وسپارئ چې تاسو ته راشي، که څه هم هغه ستاسو دین قبول کړی وي.” (صحیح البخاري، حدیث نمبر ۲۷۳۱-۲۷۳۲)

د “زموږ هر سړی” (رجل) اصطلاح مسلمانانو ته یو فرصت ورکړ چې ښځې د دې مادې له تطبیق څخه وباسي. دا ماده مسلمانانو نه وه وړاندې کړې؛ بلکې د قریشو استازو د مکې د خلکو لپاره لیکلې وه. داسې ښکاري چې کله یو استازی، سهیل بن عمرو دا ماده لیکله، د نارینه او ښځینه دواړو په اړه یې فکر کاوه، خو هغه د “هر شخص” (چې دواړه جنسونه شامل کړي) پر ځای “رجل” (چې یوازې د نارینه لپاره کارول کېږي) وکاروله.

ښايي له همدې امله رسول الله ﷺ د امام زُهري په وینا مشروعاً د ام کلثوم بنت عقبہ د وروڼو غوښتنه رد کړه. امام رازي هم دا بیان کړی چې رسول الله ﷺ څرګنده کړه: “دا ماده یوازې نارینه‌وو ته تطبیق کېږي، ښځو ته نه.” (فتح الباري، ج ۹، ص ۳۴۵)

دا د مسلمانانو لپاره ځانګړې الهي مرسته وه.

په درناوي کې مساوي، په رول او کردار کې بېل

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.