پرون سھار لمانځه مھال، زما یو خپلوان د ارزان قیمت څخه ښار ته تللو.
د کور مخې ته د رکشې په انتظار ولاړ و چې عمومي سړک ته یې یوسي.
ھغه مھال، یو کرولا ډوله موټر راغلی او ورته ویلي یې و، ھغوی ھم ښار ته ځي.
زموږ خپلوان موټر ته پورته شوی، په موټر کې له مخکې څخه څلور کسان موجود وو.
خپلوان مې ویل: یو ناڅاپه چا په سترگه گوزار راکړ، بیا په سر ووھل شوم، نور مې بس دومرہ یاد دي چې جیبونه یې را تالاشي کړل، موبائل او پیسې یې واخیستې او بیا یې د روان موټر څخه بیرون گوزار کړم.
دوہ ھفتې مخکې، غلو د ھمدې ارزان قیمت په کومه فرعي کوڅه کې یو ریکشاوان چې غلو ته یې د پیسو او موبائل له ورکړې انکار کړی و، په چاقوگانو وھلی او وژلی و.
تیر اوړی چې زہ کابل کې وم، په ارزان قیمت کې د خپل یو نژدې عمر خوړلي دوست پوښتنې ته تللی وم. ھغه ته چا د کوم بھرني ھیواد څخه څه پیسې را لیږلې وې.
غلو تر کورہ تعقیب کړی و، بیا یې کور ته ورغلي وو، نه یواځې ھغه پیسې بلکې په کور کې موجود زیور یې ھم ترې اخیستی و.
د غلا، شوکو،ډاکو او اختطافونو دا کیسې په ټول کابل کې خو په ځانگړي ډول په ارزان قیمت او ورسرہ شاوخوا سیمو کې اوس عامې شوي.
ما د ھرې داسې پیښې تر اوریدو پس متأثر شوي کس ته د پولیس او امنیتي حوزو سرہ د اړیکو نیولو توصیه کړې خو د ھر یوہ ځواب دا وي؛ پولیس ھیڅ نه کوي، که نه د ارزان قیمت په ھر سړک کامرې نصب دي چې که امنیتي ارگانونه وغواړي د موټر یا رکشې د نمبر پلیټ له لیارې ھم مجرمین پیدا کولای شي! ځینې خو لا ان تر دې ھم مخکې ځي او وایي غله د امنیتي کسانو سرہ په ھماھنگۍ د ھمدې کمرو په مرسته شوکې کوي!
اصلي ستونزہ
لوی ښارونه لویې ستونزې لري. که د کابل امنیت د نیویارک، لندن، پاریس یا کوم بل پرمختللي ھوسا غربي ھیواد له کوم لوی ښار سرہ پرتله کړو نو وبه وینو چې ھلته داسې پیښې تر کابل په مراتبو زیاتې پیښیږي، د بیلگې په توگه په نیویارک کې چې څومرہ امنیتي پیښې په یوہ ورځ کې پیښیږي، ښایي په ھغه کچه په کابل کې په څو میاشتو کې پیښې نه شي!
اصلي ستونزہ د غلا او شوکو واقعات نه دي. دا ھر چرته پیښیدای شي. اصلي ستونزہ دا دہ چې امنیتي ارگانونو د ولس په سترگو کې خپل باور له لاسه ورکړی.
دا چې ولسي وگړي په خپلو امنیتي ارگانونو دومرہ بې باورہ وي چې د یوې حادثې تر پیښیدو پس د پولیسو حوزو ته د خبر ورکولو لپارہ نه ورځي او یا دا چې وایي: غلا او شوکې د نصب شویو کمرو په مرسته د امنیتي کسانو سرہ په ھمغږۍ ترسرہ کیږي، ھمدا اصلي ستونزہ او د تأمل ځای دی!
پایله
وایي یو ھندو چرته په کومه چینه کې لمبل. ھلته پر لارہ یو څو جینکۍ تیریدې.
یوې جینۍ ھندو ته په کتلو، ھغې بلې ته ویلي و:
وای! د ھندو ماما څنگه سپینه ک و ن ہ دہ!!
ھندو د خبرې په اوریدو پرې غږ کړی و:
بي بي جانې! ھمدا یوہ ک و ن ہ را پاته دہ!
راشئ! دا به ھم تاسې ته درکړم، ستاسې به دوہ شي، زہ به ھسې گرځم!
دوستانو!
اما رت ته ھم اوس یواځې ھمدا امنیت ور پاته دی. که دا یې ھم غلو ته ورکړ نو د ھغوی به دوہ شي او زموږ امنیتي ارگانونه دې کله په فلانکي حفظه الله او کله په بیستانکي حفظه الله پسې ھسې گرځي!!
_______________________
حفیظ الدین پیرزادہ
د جنوري ۴/ ۲۰۲۵ م
لندن
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.