د پرله پسې وارور د اورېدو له کبله د ګڼو ولایتونو لارې بندې شوي

57

د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې دا څو ورځې واورې اوریږي چې د ګڼو سیمو مواصلاتي لارې یې تړلي او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د راپورونو په اساس د سالنګونو د لویې لارې له تړل کېدو څلور ورځې تېریږي.

که څه هم د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي چې د دې لویې لارې د خلاصون لپاره خپله هڅه کوي خو لا په دې چاره نه دي بریالي شوي.

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د دوی ولایتي ټيمونه او قراردادي شرکتونه د لویو لارو په تېره د سالنګونو په پاکولو لګیا دي.

په سالنګونو کې سلګونه بار وړونکي موټر او چلوونکي یې ایسار ولاړ دي.

د بار وړونکو موټرو چلوونکي وايي د لارې بندېدل دوی ته زیان رسوي ځکه په ګاډو کې یې بار مېوه او ترکاري خرابیږي.

په پروان کې د ایسارو موټر چلوونکو له ډلې تورشاه وايي:

«دلته پروان کې ولاړ یو. لار بنده ده. سالنګ کې واوره شوې. ډېر غټه ستونزه جوړه ده. موټرو کې سبزۍ ډکې دي مالونه دي دا ټول خرابیږي.»

د افغانستان په اکثرو شمالي، مرکزي او لویدیځو ولایتونو کې لویې لارې د درنو واورو په سبب تړل شوي چې د طالبانو د فواید عامې وزارت په خبره ځینې یې بېرته د خلکو په مخ پرانیستل شوي.

د لارو تړل کېدو نه یواځې د موټرو د تګ راتګ مخه نیولې بلکې د ولایتونو مراکزو او روغتونو ته یې د ناروغانو د رسېدو ستونزه هم رامنځته کړې.

د بېلګې په توګه د کاپیسا د څو ولسوالیو لارې د دغه ولایت مرکز ته تړل شوي او په ویډیوګانو کې ښکاري چې له مسافرو ډک لسګونه موټر ایسار پاتې دي.

که څه هم د سړې هوا او د درنې واورې د اورښت له امله د خلکو د احتمالي مرګژوبلې ډېر راپورونه لا نه دي خپاره شوي په فاریابو کې درنو واورو او طوفان لږ تر لږه دوه کسان وژلي.

په فاریاب کې د طالبانو امنیه قومنداني ویلي چې دا دوه کسان د شنبې په شپه په کوهستان ولسوالۍ کې په واوره کې ایسار پاتې او ساه یې ورکړې. د قومندانۍ په خبره څلور څاروي هم له دغو کسانو سره وو چې تلف شوي.

د درنو واورو ورښت په بې سارې توګه هوا هم سړه کړې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوینو په اساس بدخشان، بامیان، غزني، غور او کابل دا اوونۍ تر ټولو سړه هوا تجربه کوي.

په بدخشان کې به هوا تر منفي ۱۹ پورې ټېټيږي. په بامیانو کې بیا هوا تر منفي ۱۷ پورې سړیږي.

په کابل کې هم دا څو ورځې سړه څپه حاکمه ده چې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي.

صفي‌الله ستانکزی- ازادی رادیو

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.