ښځې په اسلام کې – اوومه برخه

لیکوال: مولانا وحیدالدین خان - ژباړه: هیله تبسم

112

اسلام ښځو ته لوړ مقام ورکړی دی.

د قران کريم درېیمې سورې ۱۹۵مه آیت کې خدای ج داسې فرمایي: “تاسې د یو بل غړي یاست.”

په دې اساس، یو نارینه او یوه ښځه د “یوه بشپړ بدن دوه نیمایي” بلل شوي دي. (سنن ابوداود، حدیث نمبر ۲۳۶)

بله مهمه خبره دا ده چې ټول انسانیت له آدم او حوا څخه سرچینه اخلي.

د قران دوه نور آیتونه وایي:

“پاک دی هغه الله چې په جوړو کې یې ټول هغه څه پیدا کړل چې ځمکه یې تولیدوي.” (۳۶: ۳۶)

“ای انسانانو! مونږ تاسې له یوه نارینه او یوې ښځې څخه پیدا کړي یاست.” (۴۹: ۱۳)

اسلام ډېر وخت د ښځو د غلامۍ په توګه انګېرل کېږي؛ خو اسلام ښځو ته لوړ مقام ورکړی دی.

د اسلام د پېغمبر په ژوند کې ښځو ځانګړی مقام درلود. د اسلام په لومړیو ورځو کې د پېغمبر لومړۍ ښځه خدیجه یوه سوداګره وه، او پېغمبر یې خپله په کار ګومارلی و.

سربېره پر دې، د دوی په واده کې د هغې خپله مشوره وه. د پېغمبر نورو مېرمنو لکه ام سلمه او زینب هم خپله ګټه خپله ځانته کوله.

د پېغمبر لور، فاطمه، په جګړو کې د ټپیانود لومړنۍ درملنې مرستندویه وه او د ابوبکر لور، اسما د اوښانو او د خرما د باغونو ساتنه کوله.

که به چېرې یوې ښځې د کورنۍ د ژوند انتخاب وکړ او خپلې کورنۍ ته یې پام کاوه، هغې ته د دې حق ورکول شوی و.

نو په دې اساس، مونږ ویلای شو چې ښځو ته د خپل نظر څرګندولو او د خپلې خوښې پرېکړې کولو حق ورکړل شوی و.

د اسلام له نظره، ښځې اړې نه دي چې په کور کې پاتې شي او یوازې کورني کارونه وکړي؛ هغوی کولی شي د کور څخه بهر کار وکړي تر څو چې د هغوی حیا ته زیان ونه رسېږي او د هغوی ارزښتونه زیانمن نه شي.

قرآن ښځه له دې نه منع کوي چې د کورڅخه بهر کار وکړي یا په سوداګرۍ کې برخه واخلي. تر ټولو مهمه خبره د هغې فضیلت او د هغې کړه وړه دي.

ښځه په اسلام کې-شپږمه برخه-د الله مرسته

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.