دهګان ، دېګان، دیکان او دهقان څوک دي؟

احمدجان ماڼو

139

شلماني کتاب (یوه څیړنه)

تحقیق ارشد کریم شلماني اپریل ۲۰۱۹

 (دهقان ، دهګان، دېګان او دهکان څوک دي)؟

 څلورم باب ص۱۴۱ ؟

تر کومه ځایه ، چې ما د (شلماني ) کتاب ولوست او دمختلفو دانشمندانو او څېړونکو نظریات مې د (دهګان ،دیګان ، دهقان ) د نامه په اړوند ورکښې ولوستل، د نامه د اصلي او لرغونې معنا څخه خورا وړاندې او توپېري نظریات ګڼم !

لومړی :

دیګان او دیکان : دواړه نومونه چې، د (ګ) او (ک) دحروفو درلودونکي دي ، دواړه یاد شوي نومونه په پشایې لرغونې آریایې ژبه کښې دوه ترکېبي نومونه دي او هریو یې ځانته مصادر اوفعلونه لري !

الف ـ  (دیګان ): په پشایې ژبه کښی یو ترکېب نوم دی اوله دوو برخو، د (دی) او (ګان) څخه جوړدی،چې (دې ) یې د پشایې ژبې د ( لس /ده/دس….) په معنا او د ( ګان ،ګن ) برخه یې د پشایې ژبې د یو ژوندي مصدر (ګانیک / ګنیک = شمیرل ، ګڼل، حسابول = شمردن/حساب کردن) څخه،چې د (ګن/ګان)برخه یې دحال زمانې فعل،او د مفرد مخاطب لپاره د ( وګڼه، وشمیره ؛ حساب کن /بشمار) امري فعل هم دی ،اوس که مونږ دواړه په لاس راغلي نومونه یو دبل سره یوځای ولیکو، ورڅخه دا لاندې شکل او معنا په لاس راځي ،چې شکل او بڼه یې سل په سلو کښې د پشایې لرغونې آریایې ژبې د (دیګان) دشکل اوبڼې سره کټ مټ یوشانته ښکاري، چې معنا یې هم ښایسته، زړه پورې، علمي، ادبي او منطقي  ده.

مخکښې له هرڅه باید، د لوړو افعالو او نومونو دلاسته راوړلواودخپل نظردرښتینتوب په خاطراو دمحترمو ژپ پوهانو څېړونکود پوهاوي اودهغوی دنوي نظراوشننې په وړاندې، د( دیګان) د نوم لاس ته راوړل اړین او حتمي ګڼم ، چې د لرغونې آریایې ژبې (پشایې/آریک) د (ګانیک = شمیرل = شمردن) د مصدردګردان په نتیجه کښې لاس ته راځي .

یادونه : پاتې دې نه وي ،چې د(دیګان )نوم ،په بنیادي ډول، دپشایې/آریک ژبې د ادبیاتو،پرونۍ اوننئ ژوندۍ ژبنۍ برخه او د (آریانا ویجه /آریاناویجو)له عصر اوزمان څخه راپاتې یوترکیبي نوم دی ،چې تر دا ننه پورې په ننۍ مروجه پشایې ژبه کښې په خپل لرغوني شکل سره،شتون لري، له دوو برخوڅخه جوړ شوی نوم دی .

لومړی : د (دیګان ) دنامه لومړۍ ټوټه (دی،دې= لس = ده ۱۰) ده ،چې ،په ( پشایې ، پښتو ، دری /فارسي ،اردو،انګریزۍ، روسي …..ژبوکښې د (دی = لس = ده = دس = ټین= دیسیت ….) معنی لري .

دوهم : د (ګان ) برخه یې د پشایې ژبې د ( ګانیک = ګڼل = شمردن ….) مصدرد ګردان څخه د مفرد مخاطب لپاره (ګان = وشمیره/بشمار) امري فعل دی!

اوس دښاغلولوستونکوپوهاوي په خاطرغواړم د پشایې ژبې د (ګانیک = ګڼل = شمردن ) مصدر ګردان کړم  ، تر څو ورڅخه خپل ضروری فعلونه په لاس راوړم .

ضمایر: پشایې/پښتو/دري         افعال : پشایې؟ پښتو/ دري

                   ګانیک = ګڼل = شمردن

      آ (مم) / زه / من                  ګانیم = ګڼم = شمارم

      تو/ ته / تو                         ګاني= ګڼې =می شماری

      سې/ هغه/ او                      ګانګا= ګڼي/=میشمارد

     امو/ مونږ/ ما                      ګانیس = ګڼو= میشماریم

    ایمو/ تاسې/ شما                    ګانیدا= ګڼئ= میشمارید

    تې/ هغوی/ ایشان ،انها            ګانین=ګڼي= میشمارند…

د ګانیک = ګڼل = شمردن ، د مصدر امري فعلونه :

د پشایې ژبې مفرد او جمع مخاطب امري فعلونه = ګان/ ګن= وګڼه/وشمیره ؛ ګنا / ګا ندا= بشمار /بشمارید.

اوس که ،په لاس راغلي د مفرد مخاطب او جمع مخاطب افعال ، چې په پورتني فعلي ګردان کښې مو، په لاس راوستل د ( دی =لس = ده) سره یې یو ځای ولیکو دا لاندې جملې او شکلونه په لاس راځي :

 دی +ګان =  دیګان .

لس + وګڼه = لس وګڼه .

ده + بشمار = ده بشمار.

زمونږ د پشایې ژبې په ادبیاتو کښې ،دوه نور ښکلي او یو بل ته په شکل او غږ کښې ورته ، خو په معناګانو کښ متفاوت مصادراونومونه لرو، لکه د ( کانیک = ویستل = کشیدن :

چې په ترتیب سره یې افعال دا دي :

کانیک = ویستل = کشیدن .

پشایې : کانیم ، کاني ، کانګا، کانیس ، کانیدا ، کانین .

پښتو : باسم ، باسې ،باسي ، باسو، باسې ، باسي .

دري : می کشم ، می کشي ، مې کشد ، می کشیم ، انها می کشند .

امري افعال یې : پشایې / پښتو /دري : کان = وباسه = بی کش .

په ځانګړي ډول سره د (کان ) کلمه په پشایې /پښتو/دري ژبوکښې د ( کان/ معدن ) معنی هم لري .

برسیره پر لوړو توضیحاتو په پشایې ژبه کښی د(کان ) د نامه څخه په ترتیب مونږد (کان/خان / ګان/ جان اوهمدا شان د همدې پشایې نوم (جن= کس=نفر)دنامه څخه مونږپه  نړۍ وال ادبي کچه پیژندل شوی د( جن /جین /جنین/جینیتیک/ګین/ګنیتیک)نوم او نومونه،چې په پشایې ژبه کښې د ( جن = کس، نفر)په معنی دي ، په کوچني حرفي تغیرورڅخه ،نورنوي نومونه زږېږي!؟

دیګاڼ /دیګن ( دیجن/ دیجان) :

 ( دې + ګاڼ = دیګاڼ = لس مشران، لس لارښودونکي ،لس تنظیموونکي… = ده بزرګ/ده رهبر / ده کلان …… په لاس راځي ،چې د پشایې ژبې د بحث لاندی ( دیګان / دیجان ،دیجن =لس وګڼه/ لس نفر) ،‌همدا شان،که دپشایې ژبې او یوبل ته ورته اومشابه کلماتو ته خپل پام را وګرزوو اود پورتني (ګڼ = مشر = کلان او همدا شان د(کانیک = ویستل = کشیدن  … )اود(کان = معدن /کان) او د (ګان / ګاڼ /کان) درې واړو نومونوته پام وکړو، درې واړه نومونه ، په خپلو مینځو کښې یواو بل ته سره پوره ورته ،خو معناګانې یې ځانته ځانته دي ، دا هم دپشایې ژبې په لوړو او پراخو ادبیاتو دلالت کوي لکه :

دې + ګان = دیګان (دیجان / دیجن = لس کسه = ده نفر) = لس شمیرل شوي/ لس ویستل شوي… = ده شمرده شده … /  دې+ ګاڼ  = دېګاڼ = لس مشران …= ده بزرګ /ده کلان/ ده رهبر .

دې + کان = دیکان = لس کانونه = (لس پوهان…)= دیکان = لس معدنونه = ده معدن ( ده دانا…یا +لس غمي ؛ ده نګین ) چې داټول ښایسته نومونه د هماغو (لسوپوهانو ، لسو دانایانو ،لسولایقو، لسووړاو لایق شخصیتونو …)معنا اومفهوم افاده کوي !

دلوړو توضیحاتو او شننو څخه داپه ډاګه کیږي ،چې د ( دیګان ) ترکیبي نامه دواړه د( دې = لس ) اود( ګان /ګن یا ګاڼ /ګڼ = مشر/بزرګ) او د( کان = ویستل ،ښکاره کول…. ) ښکلي او معناداره نومونه د پشایې /آریک ژبې د ادبیاتو لغات او نومونه دي !

 نوپه همدي بنیاد ،دا په ډاګه او ښکاره ویلای شو .چې د (دیګان ) نوم ، هماغه دلسو ټاکل شوو ، اداري کسانوپورې اړوند نوم دی او د ( دیګانو) نوم ،چې په ژبه اطلاق کیږي د هماغو ( لسو کسانو= دیګان /دیګانانو )صفتي او کاري نوموم دی اوبس !

دیګان، دیګانان ؛ دیکان/دیکانان او وروسته د اسلام د دین په پیل کښې د (دیګان /دیکان) د نامه د سر غږیز د (ی) توری په بل نږدې غږیز توري (ه) اود (ګ، ک ) ساکن توری یې د عربي ژبي (ق) په توري اړول شوی او لیکل شوی دی ، چې د (دیګان/ دیکان ) پشایې/آریک نوم په عربي ژبه کښې په نني( دهقان ) نوم اوښتی دی !

نتیجه : داچې د (دیګان ،دیګانان او دیګانو) نومونه ، دکومې خاصې اوځانګړې ژبې او خاصو خلکونوم نه دی اوپه خپل وخت کښې د منصب او اداري کسانو پورې اړوند نوم دی ، چې د مهاجرتونو په پایله کښې د وخت د (دیګان /دیګانانو) زامنو او لمسیو دا افتخاري نوم دځان سره دسیمې او نړۍ پراخو سیموته په لرغونې بڼه (دیګان /دیکان/دهقان …) په خپلو ژبو کښې ساتلای وو،چې نن نږدې ناپیژاند شوی نوم ګرزېدلای دی!

د لوړومشابه کلماتواومعناووڅخه، دا په ډاګه کیږي،چې د پشایې ژبې ادب خورا پراخ اوغني ادبیات لري اوپه لږغږیز توپیرسره،ورکښې نوي لغات د نوو معناوو سره رامینځته کیږي !

  دیکان :

دا نوم هم خورا زوړ او دپشایې /اریک ژبې یو ترکیبي نوم دی ،چې : له دوو برخو څخه جوړ شوی دی :

دی = لس = ده .

کان = وباسه = بی کش .

 دی + کان = دیکان = لس وباسه .

د (کان ) کلمه دپشایې ژبې د (کنیک = ویستل = کشیدن )له مصدر دګردان څخه د (کان / کن = وباسه ، ښکاره کړه = بکش /نمایان کن) فعل دی !

برسیره پر دې د (کان ) کلمه په پشایې، پښتو او دری/فارسي ژبو کښې په ( معدن) هم اطلاق کیږي ، خو اصلي ریښه یې په پشایې ژبه کښې پرته ده ،چې د (کنیک = ویستل = کشیدن ) مصدر دګردان په نتیجه کښی مونږ د ( کان /کن) نوم لاس ته راړو، چې په پشایې ژبه کښې همدا د ( کن/ کان ) نوم د مفرد مخاطب لپاره یو امري فعل دی ،چې معنایې (کن/ کان = وباسه = بیکش ) ده ، علاوه پر دې په پشایې ژبه کښی د ( کان/ کن ) نوم دوه معناوې لري ،چې یو یې د ( کنیک = ویستل = کشیدن)مصدراو دوهم نوم اومعنایې ۰ کان = معدن )دی !

بیلګه : دی = لس = ده ، دس ….  کان/کن = وباسه = بیکش ….

دی + کان/کن = دی کن / دیکان په لاس راځي ،چې همدا کلمه نن هم په روسي (سلاوي)ژبوپه ادبیاتو او نورو هندو اروپایې ژبو کښې ،چې د اریک/ پشایې ژبې لوڼې او لمسۍ دي د (دیکان / دیکان/ دیکانات ….. = رئیس ،مشر ، لارښود ، ښوونکي ) په ورته اشکالو سره لیدلای او کتلای شو !

د دیګان او دیکان کلیمې په لومړي سر کښې جدا جدا نومونه دي ،خو د زمانې په تیریدواو دبیګانه استعماري ژبو د آدب د حاکمیت په نتیجه کښی ، یا د ترجمو په وخت کښې کله کله ،په استعماري ژبو کښې د ځینو حروفو دعدم موجودیت په شتون کښې ،هغوی خپل حروف استعمالوي او پر ځای یې خپل د الفبا توري ،چې ورسره ورته یا نږدې وي وراچوي اود اصلي ژبې کلمات اونومونه دخپلو حروفو په استعمال سره متغیر کوي ، لکه ( دیګان) لرغونی تاریخي (اریک / پشایې ) نوم چې، په عربي ژبه کښې، په ( دهقان )اوښتی اولیکل شوی دی ، دا په دې خاطر چې، دعربي ژبې (الفبا) د (ګ) توری نه لری !؟

 ښه بیلګه یې د پشایې ژبې د (دیګان/دیکان) په نامه کښی عملآ ښکاره او څرګنده ده !

 دا،چې عربي ژبه په خپله الفبا کښې د (ګ) توری نه لري ،نو لیکونکی او مترجمین یې د اړتیا په وخت کښې د (دیګان ) د کلیمې د (ګ) توری په خپل ادب کښی د خپلې ژبې د ادبیاتو تابع ګرزوي او د( دیګان) دنامه پرځای ( دیکان /دیقان/ دهقان ) لیکي ، چې په ښکاره توګه دا کار دپشایې ژبې د (دیګان/دیکان) په نامه شوی دی !؟

د لوړو توضیحاتو څخه، دا ښکاره شوه ،چې د ( دیګان / دیګانو ) نومونه، د اریائیانو د اوږده او زاړه ،ادبي تاریخ په اوږدو کښې، د یوه نوي پړاود ادبیاتو زیږنده ده ، چې په خپل وخت کښې راټوکیدلې ، دهغه وخت دخلکو د منصب او اداری ښایسته نوم وو،چې ورڅخه د ننۍ دیموکراسۍ خوش بویې هم خوریږي ، اوس په زغرده ویلای شو ،چې (دیګان ) په اریک /پشایې ژبه کښې د وخت د اریائیانو د منصب او مقام کلمه او نوم دی ، چې وروسته همدا کلمه د تخصیص په حالت کښې په (دیګانو ) اوښتې ده ، دا کومه ژبه نه ده ، دا دهفو د وخت د حکومت تشکیلاتي / اداري منصبدارانو لپاره په کار وړل شوې ده ، کومو ،چې په (پشایې /اریک ) ژبه خبرې کولې او خپلې ورځنۍ چارې یې پر مخ وړلې ، دا هم باید په ډاګه سره ووایو ،چی ( دیګان/دیګانان /دیکان/ دیکانان /دهقان/ دهقانان ټول د لرغونو آریائیانو / آریکیانو / پشایانو اولادونه وواو، دي !

پایله :

 پاتې دې نه وي ،چې همدا د (دیګان ) نوم په اکثرو سلاوي ژبو لکه ،په روسي ژبه کښې (دیکان / دیکانات… ) په شکل کښې، دښکلومفاهیمو د( مشر ، عالم ، پوه ، لارښود،رئیس …) په بڼه شتون لري!

زما په پوره باور او یقین د ( دیګان / دیکان / دهقان ) ترکیبي نومونه به، د اصلي آریایې آریک / پشایې ژبې د ( دیجن = لس کسه/ لس کسان / ده نفر) څخه به له ( دیجن = دیګن / دیګان / دهقان / لس نفر/ څخه به په ( دیګڼ / دیګن / دیګان / دهقان ) اوښتي وي ؟

دیګان یعنی لس مشران ……. چې دا په ژبه نه اطلاق کیږي ښایې، چې دا لس کسان به د کلي ، سیمaې ، ولسوالۍ ، ولایت ، دولت د تشکیلاتي کارونو ترتیبوونکي ، لار ښودونکي ، پوه مشران او دانا شخصیتونه به وو ،په خپله لرغونې اصلي آریایې، آریک / پشایې ژبه، به یې خبرې کولي ، په مرورد زمان، ورو ورو  ، دهغوی دمنصب او مقام په ویاړ به ، دهغویو په بچو به د(دیګان)a او په خلکویې ،چې په پشایې ژبه، به غږیدل د (دیګانانو) اوپر ژبه، به یې د (دیګانو) نوم اطلاق شوی وي !

 دا ځکه، چې نني زمونږ دسیمې دکونړ ولایت اواکثرآ نورخلک، مونږته ، د نورګل ولسوالۍ ،د دواړو نورګلونود کلیو اوسیدونکو ته، د نورو ژبو خاوندان ( دیګان ، دیګانان ) وایې او ژبې ته یې ( دیګانو ) حال دا، چې تر دا ننه دا خلک په پشایې/اریک ژبه خبرې کوي او بنیادي پشایان دي  !؟

نودادی، اوس د خپلې څېړنې پربیخ ، بنیاداو بنسټ ،داپه ډاګه وایو ،چې ( دیګان ) خلک ، که د سیمې اویا  دنړۍ په هر ګوډ کښې ،چې اوسیږي، دا هماغه ښاغلي پشایان / اریکیان دي او د (دیګان او دیګانو) کلمې دهغویو د لرغونونیکونو او اجدادو لپاره یو تخصیصي ،کاري نوم دی ، نه د ژبې نوم !

د ښاغلو ژب پوهانو او ژب څیړونکو څخه په درناوي هیله کیږي ،چې خپلې لارښودې او جوړوونکې نیوکې ،د همدې لیکنې په اړوند را سره شریکې کاندي ، تر څو په دې برخه کښې لا ښه ګټور او بنیادي معلومات خپلو خلکواو نړیوالو ژب څېړونکو ته وړاندې کړای شو!

په درنښت .

05-01-2025

Meeting / میټنګ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.