د لنډیو اصلي منابع خلک دي- څلورمه برخه

 آصف بهاند

133

په سندرو کې د نویو لنډیو لټون

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۳۰۳ مه‌برخه

لاس يې اتلس ځايه مات شه

که څوک به گوتې د لالي پر وجود ږدينه

 

د ښار ياري له دوکو ډکه

موږ کليوال خپلې وفا خوړلي يونه

 

هسې په ځان به لوبې وکړې

زه یې د تره زوي ته وړه ورکړې یمه

د نویو لنډیو د راپیداکولو او خوندي‌کولو په موخه مې له هرې ممکنه وسیلې نه کار اخیستی دی، په مجالسو کې ډېرځلې د دې له پاره غلی پاتې شوی یم چې غوږ ونیسم گوندې د چا له خولې کومه نوې لنډۍ واورم او کله مې چې اورېدلې، نو سمدلاسه مې یا په کاغذ ـ یا په موبایل کې لیکلې ده.

په سندرو کې مې د نویو لنډیو لټون ته هله ورپام شو چې په یوه سندره کې مې ناڅاپه یوه نوې لنډۍ واورېده. داسې هم شوي دي چې که کومه نوې داسې سندره په مخه راشي چې لنډۍ یا ټپې په کې زمزمه شوې وي، نو که مې خوښه وي که مې خوښه نه وي، زه یې تر پایه د دې له پاره اورم چې که کومه نوې لنډۍ په کې واورم او راخوندي یې کړم.

په دې لړ کې مې یوه ورځ د ښاغلي غرزي لایق په فیسبوک‌پاڼه کې د اغلې شهناز علي‌خان په خواږه غږ کې له یوه «سر» سره څو ټپې واورېدې چې په ښه غږ او ښه موزیک سره زمزمه شوې وې. «سر» ما ته نوی و، هغه داسې و:

«کډه مې چې بار کړه، څه درانه ـ درانه یې وژړل
ورکه غـریـبـي شه، څه خواږه ـ خواږه یې وژړل»

خو لنډۍ یې یوه هم زما له پاره نوې نه وه. «سر» او لنډۍ په سندره کې د منل شوي نورم پرخلاف وړاندې وروسته ویل شوي وو داسې چې په نورو سندرو کې لومړی «سر» ویل کېـږي، بیا لنډۍ وراچول کېـږي؛ دلته لومړی لنډۍ زمزمه شوې دي، ورپسې سر ویل شوی او د سندرې ترپایه په همدې بڼه گڼشمېر لنډۍ او بیا «سر» ویل کېـږي. دا لاندې د اغلې شهناز علي خان د سندرې لینک دی:

https://www.facebook.com/watch?v=3947530295569013

دغه راز د «ملغلره دات اورگ» فیسبوک‌پاڼه کې هم داسې یوه سندره په مخه راغله چې لنډۍ په کې زمزمه شوې وې، سندره مې ترپایه واورېده، خو یوه نوې لنډۍ هم نه وه په‌کې. په دې لاندې لینک کې سندره اورېدلای شئ:

https://www.facebook.com/reel/1102438474683295

دا په یاده سندره کې دوې ویل شوې لنډۍ دي:

عالمه یوتربل ځارېږې
دونیا فاني ده، بیا به وکړئ ارمانونه

 

یوخو مې دا نصیحت واوره

چې د بې‌ننگو یاري مه کوئ میینه

خو کله ـ کله بیا داسې سندرې هم په مخه راشي چې له هغې نه څو نوې لنډۍ واورم او راخوندي یې کړم.

د لنډیو د دې برخې له‌پاره دا لاندې څو نوې لنډۍ راټولې شوې دي:

د نصیبونو ځای اسمان دی.

په ځمکه ما او جانان ډیر ژړلی دینه

 

داسې دې مات کړمه جانانه

واپس چې ځان راټولووم قیامت به وینه

 

په تنهایۍ کې درجارېـږم

د خلکو مخکې به ښېري درته کومه

 

په مرگ به مرم، پاتې به نه شم

تا نه دی مخکی شم، چی درشی ارمانونه

 

ځکه مې ځان درنه راټول کـړو

درته بې قدره شوم په ځان وشرمیدمه

 

د ښار ياري له دوکو ډکه

موږ کليوال خپلې وفا خوړلي يونه

 

بي د جانانه جنت څه کړم

زۀ د جانان سره دوزخ گلزار گڼــمه

 

د مينې لار بلها اوږده ده

د نفرتونو لارې ډېرې لنډې دينه

 

ځان دې په تورو چرسو تور که

خپلو ملگـرو ته دې زه بدنامه کړمه

 

په ما دې کړی قسم مات کړو

مسکۍ ـ مسکۍ راته کيدی، پُخلا دی کړمه

 

هسې په ځان به لوبې وکړې

زه یې د تره زوي ته وړه ورکړې یمه

 

د بـخـتــورو پــه نـصیب وي

په تور ماښام د تورو سترگو ديدنونه

 

زړگیه غم ته ځان ټکړه که

جانان لگیا دی نوی یار پیدا کوینه

 

رنگ دی پۀ نه خبره زېـړ شو

هله بۀ څه کړې چې زۀ ټوله د بل شمه

 

شونډو مې وچ پتري نیولي

ستا د بې خونده یارۍ تاو پرې تیرومۀ

 

ولې مې سترگو کې تاوېـږې

ولې مې زړه درپسې دومره درد کوينه

 

لاس يې اتلس ځايه مات شه

که څوک به گوتې د لالي پر وجود ږدينه

 

جانان په درې مذهبه پـړ دی

په څلورم مذهب يې زۀ نۀ پـړ کؤمه

 

ته مې په شنو سترگو مئین یې

زه دې په تورو سترگو غرقه پرقه کړمه

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه -۳۰۲مه‌برخه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.