د پښتنو د ترک نژادیتوب افسانه

لیکنه: استاد محمد معصوم هوتک؛ ژباړه: بریال حبیبي

148
که چېرته اکاډمیک مسائل په تعصب او سیاسي انګېزو سره وڅېړل شي، نو څېړونکی، لیکوال او لوستونکی- دری واړه به بې لارۍ ته راوکاږي؛ خو که چېرته د مسائلو همدا څېړنه له اکاډمیکو اصولو سره سمه ترسره او آن منلې شوې نظریې هم تر پوښتنې لاندې راولي، باید ومنلې شي.
د پښتنو قومونو د منشاء او ريښې موضوع له پېړيو پېړيو را په دېخوا شنله شوې؛ خو د تېرې پېړۍ د ژبپوهنې څېړنو د پښتنو د ساکي توب ريښې درلودلو نظریه زباد او د ګیورګ مارګنستر غوندې پوهانو په خپلو څو لسیزو څېړنو سره که له یوې خوا پر څوکۍ کښېنوله، نو له بلې خوا يې هغه نورې افسانې؛ لکه: د ټولو پښتنو او یا د هغوی د یوې برخې ترک نژادیتوب او… په نننۍ اصطلاح د تاريخ کچره دانۍ ته ور واچولې.
نن سبا یو ځلې بیا د تعصب او سیاسي انګېزو له مخې د پښتنو د ترک نژادیتوب (ترک د ت توري په پېښ) افسانه مطرح او خپل موافق و مخالف د قلم خاوندان يې پرې مصروف کړي دي؛ دلته باید یادونه وکړم چې که چېرته علمي او اکاډمیکې څېړنې دا خبره زباد کړي، چې پښتانه له انتیکي نظره ترکي (د ت توري په پېښ) ریښه لري، نو زه به يې هم د یو افغان پښتون په توګه په ورین تندي ومنم؛ ځکه ترکان هم د لوی انسانستان د کتلې یوه برخه دي او که چېرته پښتون هم ترک (د ت توري په پېښ) وي، کوم عیب به ونه لري؛ خو که چېرته کوم څوک غواړي د پښتنو قومونو د منشاء او ریښې په اړه د هغوی له ژبنيو او انتروپولوجیکو مسلمو حقیقتونو سترګې پټې او علمي څېړنې د سیاسي مصلحتونو تر سيوري لاندې راولي، نو بیا به ددې حقیر بنده لپاره ستونزمنه وي، چې و دې یې مني.
د ترک (Turk)، ترک (Tarak) او د یادو کليمو اختلاط ما د خپلې رسالې (پښتنې قبیلې او روایتي ریښې) په پينځم څپرکي کې څېړلی، د ارواښاد استاد علامه عبدالحی حبیبي د تحقیقاتو په پيروۍ مې پرې نسبتا تفصیلي بحث کړی او هلته مې په ډاګه کړې چې په فارسي کتابونو کې د کلیماتو د اعرابونو د نه موجودیت له امله ځينو ځینو د ترک (Tarak) کليمه له ترک (Turk) سره یو بللې؛
پر دې سربېره هماغه کتاب کې ذکر شوي، چې ځينې پښتانه د ترکان (Tarakan) له آريايي نژاده قومونو سره نسلي اړیکه لري؛ خو ځينو لیکوالانو د ترک (Tarak) کليمه د عربي او فارسي ژبو په ابېڅې ترک (Turk) لوستې او بیا یې د پښتنو د ترک نژادیتوب افسانه رامخکې کړې ده.
خو ترکان (Tarakan) دي څوک؟
دغه څېړنه د دروند عالم – دوکتور عبدالرازق پالوال په سپارښتنه ترسره شوې او د یو Hyphothesis په بڼه يې محترمو لوستونکو ته وړاندې کوم؛ هیله لرم چې درانده پوهان به يې نقد او دغه حقیر به رهنمايي کاندي.
له مېلاد نه خوا او شا اووه سوه کلونه وړاندې ځينې هندو اروپايي جنګیالي قبایل د یونان، د روسیې جنوب او د نننۍ ترکیې شمال لوېدیځو څنډو کې اوسېدل؛ دغو قبایلو مشترکه ژبه او کلتور درلود او د ژوند ډول يې قبایلي (Tribal Homeric) هغه ویلی شوی دی؛ دغه قبایل يې (The Trakians) یا (The Tracians) نومولي او ویلي کېږي چې د دوی تعداد تر یو میلیون کسانو پورې رسېده؛ دوی څلوېښت قبیلې ول، په کلاسیکو چاپي آثارو کې راغلي دي چې تراکیان (The Tracians) ددغې سیمې هغه تر ټولو جنګیالۍ قبيله وه؛ له هیرودتس نه نقل شوي چې:
تراکیان (The Tracians) به هغه ځواکمن ملت وای، خو که چېرته يې پخپلو مېنځونو کې قبیلوي دښمنۍ او جګړې نه کولای.
افلاطون پخپل اوڅار اثر – جمهوریت کې تراکیان او ساکیان بې کچې زړور او د عالي جګړه ایزې روحیې خلک بولي او وایي چې دوی یو د بل په ګاونډ کې هم ژوند کوي.
په ځینو لرغونو آثارو کې تراکیان د سور وېښتانو په نوم ياد شوي؛ په کومه سیمه کې چې دوی ژوند کړی، ترېس (Trace) يې بولي؛ دوی په ټولییز ډول په کلیو و بانډو کې اوسېدل او هغه تر ټولو مهم ښار چې د ترېس (Trace) سیمه کې جوړ شوی وو، سیوتوپولیس(Seuthopolis) نومېده او ددې قبایلو وو.
تراکیان د لویو لښکرونو د خورا ځواکمن پوتنشیل درلودونکي وو؛ روميانو او یونانیانو له شمال نه د تراکیانو یرغل د بالکان تمدن لپاره یو لوی ګواښ باله او سخت ترې په وېره کې وو؛ وایي:
مقدوني سکندر، تراکیان له ایسوس(Issos) سره جګړې کولو ته وهڅول، ترڅو د پارسيانو ګرده سره او سپين په غنيمت کې یوسي؛ د تراکیانو له وسلو، جګړه ایزو لباسونو او نورو رزمي وسيلو ګڼې بېلګې پاتې دي.
پر دې سربېره ویلي کېږي چې تراکیانو خپل لومړنی سلطنت د (Odrysian Kingdom) په نوم د ٤٦٠ قبل المیلاد خوا او شا تاسیس کړی؛ ادریسیان د تراکیانو یوه ځواکمنه قبيله وه او ډېری تراکیاني پاچایان هم له همدې قبیلې نه دي؛ ادریسیانو وکولای شول چې ټول تراکیاني قبایل د یوه نظام تابع او هغوی ځله متحد کړي.
تراکیان د شپږمې او اوومې مېلادي پېړۍ په اوږدو کې يعني د سلاویک له ستر مهاجرت وروسته له سیمې وتي او یا په نورو قبایلو کې منحل شوي؛ د تراکیانو ژبه او کلتور تر درېيمې زېږدیزې پېړۍ پورې وو؛ اروپایي مؤرخين تراکیان د دانیوب د سیمې د ساکیانو یوه برخه ګڼي او په باور يې د دوی ژبه د هندو اروپايي ژبو په ډله کې ځای لري.
که خدای (جل جلا له) غوښتي وو او د ګډوالي ژوند و روزګار مجال راکړ، نو په پلان کې لرم چې د تراکیانو اړوند د انګرېز پوه – کریستوفر ویبر کتاب (چې د استاد د مهرباني له امله د تراکیان په نوم ژباړل شوی او په ١٣٩٩ل کې صحاف نشراتي مؤسسې خپور کړی هم دی.) به د افغانستان له رسمي ژبو نه په یوې راوژباړم.
دلته غواړم ددې يادونه وکړم، چې ما د تراکیانو او د پښتنو د تره کي قوم د کوچياني قبایلو ترمېنځ ډېر مشابهتونه موندلي او پر دې باور یم چې د پښتنو د یوې برخې د ترکي نژادیتوب (د ت توري په پېښ) افسانه هم د تراکیانو له همدې نامه نه راجوړه شوې ده؛ دوی ددې پر ځای چې پښتانه د تراکیانو (The Tracians) يوه برخه وبولي، د یوې تلفظي غلط فهمۍ له امله يې نسبت په ترکانو (Turkians) پورې تړي.
کریستوفر ویبر تراکیاني قبایل داسې ثبت کړي:
د غرنیو سیمو قبایل عبارت دي له: سایني (Thyni)، ادمانتي(Odomanti)، دیج (Dij)، بیسي (Bessi)، بیسالتي (Bisaltai) او ساتري (Satrai) او دښتي قبایل یې:
جیتي (Getai)، مویسي (Moesi) او اودریسي (Odrysai) دي.
د پښتنو دوديزې ليکنۍ او ژبنۍ سرچينې د تره کي قوم دری لوی ښاخونه موسی، اود او سلیمان بولي؛ لکه چې وړاندې مو وویل:  مویسي (Moesi) او ادمانتي(Odomanti) د تراکیانو دوه لوی قومونه وو.
د پښتنو دوديزې سرچينې ساک، سهاک او تره کي قومونه ځله وروڼه بولي او اروپايي سرچينو هم ساکیان او تراکیان سره د تره زامن (Cousin) بللي دي.
د پښتنو دودیزې سرچينې کوتي خېل د تره کي قوم یوه قبيله ګڼي؛ د تره کو کوتي او د تراکیانو جیتي یو له بله سره شکلي مشابهتونه لري.
ډېری تره کي کوچیان، سره وېښته او شنې سترګې لري او تراکیان هم همداسې راپېژندل شوي دي… .
زه باور لرم چې انتروپولوجیستي او لینګویستیکي پرتليزې څېړنې به ددغو دوو آريايي اتنیکي قبيلو مشابهتونه را څرګند کړلای شي؛ زه په موجوده شرایطو کې ددغسې مقایسې امکانات نه لرم او خپل نظر مې يقين ته د یو نږدې امکان په توګه وړاندې کوم.
https://dawatmedia24.com/?p=170118

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.